1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ۴۰ روسي ډیپلوماټان باسي

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان حکومت په بوچا کې د یوه جنګي جنایت په غبرګون کې ۴۰ روسي ډیپلوماټان له هيواده باسي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هغوی د روسیې له استخباراتي ادارو سره همکاران بللي. فرانسې هم ویلي دي چې غواړي ۳۵ روسي دیپلوماتان وباسي.

Deutschland | Russische Botschaft in Berlin
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان حکومت تر پرله پسې مشورو وروسته د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه چې ويل کيږي د روسيې پوځ کړي، تند غبرګون ښودلی او روسیې ته یې په کلکه خبرداری ورکړی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپریل ۴) د روسیې سفیر سرګي نیچایف احضار کړی او د کرملین له جګپوړي ډیپلوماټ سره یې تر لنډو خبرو وروسته اعلان وکړ چې ۴۰ روسي دیپلوماتان نامطلوبه پیژندل سوې او باید په راتلونکو پنځو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.

تر دې اقدام وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بيربوک وویل: «د بوچا انځورونه د روسیې د رهبرۍ او هغو کسان چي د کرملين د تبليغاتو پيروي کوي، پر بې رحمۍ شاهدي ورکوي.«

له روسيې څخه د آلمان د موټر جوړولو شرکتونو وتل

د زرغون ګوند دغه سیاستوالي زیاته کړه چې آلمان باید "د خپلي آزادۍ او انسانیت په ځواک سره د دې غیر انساني عملونو سره مقابلې ته پورته سي."

"هره ورځ د آزادۍ پر وړاندي اقدام"

بيربوک د روسي دیپلوماتانو د ایستلو د پریکړي په اړه وویل چې "دلته، په آلمان کې دوی هره ورځ زموږ د آزادۍ او زموږ د ټولنې د یووالي پر ضد فعالیت کوي." هغې زیاته کړه چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د آلمان د داخلي امنیت له ادارې سره په همغږۍ دغه پریکړه کړې وه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالېنا بېربوکانځور: Michael Sohn/AP/picture alliance

د آلمان د اساسي قانوني د ساتني ادارې په مارچ مياشت کي د هغو روسي دیپلوماتانو لیست چمتو کړی وو چې په آلمان کې یې د روسیې د څو استخباراتي ادارو له پاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار کاوه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیري زیاته کړه چې په ډېر احتمال سره به د روسیې پټي ادارې د جنګ ځپلي اوکرایني وګړو پر وړاندي د دسیسه جوړولو پلان او یا به له هغوی څخه د جاسوسۍ پلان ولري.

روسېې دویچه ویله د «خارجي عامل» په توګه درجه بندي کړې

هغې وویل: «د ايستل کېدونکو دیپلوماتانو فعالیتونه د هغو کسانو له پاره یو ګواښ دی چې موږ ته یې پناه راوړې ده.«

فرانسه غواړي ۳۵ روسي دیپلوماتان وباسي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې غواړي ۳۵ روسي دیپلوماتان د "ملي امنیت په خطر کې اچولو" له امله له خپل هيواد څخه وباسي. دغه وزارت په یوه بیانیه کې وویل: »دا د اروپايي اقدام يوه برخه ده.«

د روسیې انترفکس خبري آژانس د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې روسیه به د دیپلوماتانو د شړلو په اړه غبرګون وښيي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب