1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

اوميگا ۳ کپسول رښتيا انسان د زړه له ناروغيو ساتي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۹, چهارشنبه

په ټوله نړۍ کې دا خبره مشهوره ده چې د کب د غوړو اوميگا ۳ کپسول انسانان د زړه له حملې او د زړه له نورو ناروغيو ساتي. د دې ادعا د حقيقت معلومولو په موخه يوه څېړنه شوې چې تر سلو زرو زياتو انسانانو پکې برخه اخيستې وه.

Omega 3 Kapseln Fotolia
انځور: Robinson / Fotolia

په ټوله کې په زرونو کسان له تېرو څو کلونو راهيسې هره ورځ د اوميگا درې (Omega 3)  يوه دانه کپسول خوري. د دې درملو په اړه دا خبره ډېره مشهوره ده چې د انسان زړه له مختلفو ناروغيو څخه ساتي. د دې کپسول له پاره تبليغات کوونکي شرکتونه هم دا د خوړو تکميلوونکي بولي او په ماضي کې ترسره شوې څېړنې هم ښيي چې دا کپسول د زړه د روغتيا له پاره گټور دي.

په اوميگا ۳ کپسولو کې د فيتي اسيد يو څه مقدار موجود وي. دا اسيدونه چې د انسان د روغتيا له پاره اړين دي، په بېلا بېلو سبزيجاتو کې هم موندل کيږي. خو دا اسید د لکس ماهي په تېلو او کاډ ماهي په ځیگر کې او په ځينو ريښه لرونکو ميوو او زړو کې هم شته دی.

خو اوس يوه نوې څېړنه خپره شوې چې د اوميگا ۳ کپسول په اړه پکې نوي موندنې شوي. په دې څېړنه کې يو لک او دولس زره کسان شامل کړل شوي ول. د دې څېړنې پايلې ښوولې چې هيڅ داسې ثبوت نه دی موندل شوی چې دا اضافي فيتي اسيد دې کومه گټه ولري.

د «ايست انگليا» پوهنتون پروفيسرې او د دې څېړنېز رپوټ د ډلې مشرې ډاکتر لي هوپر په دې اړه وويل: «په دې څېړنه کې داسې په زرونو کسان شامل کړل شوي ول چې له کلونو راهيسې دغه درمل کاروي. د ټولو معلوماتو تر ارزولو وروسته موږ دې پايلې ته ورسېدلو چې دا هیڅ مثبته اغیزه نه لري.»

انځور: Fotolia/Printemps

د دې ساينس پوهانو په حواله د کب غوړ په هیڅ صورت کې د زړه د حملې او يا د زړه د نورو مرضونو مخه نه نيسي. څيړونکو دا تحقيق د ملگرو ملتونو د روغتيا د نړيوال سازمان «ډبليو ايچ او» په سپارښتنه کړی دی. دغه سازمان په پام کې لري چې د حيواني او نباتي غوړيو په هکله يو داسې لارښود نوملړ چمتو کړي چې پر مټ یې په وينه کې د کوليسترولو مقدار کم کړای شي.

پروفيسرې لي هوپر وويل چې د دې ډول کپسولو توصيه چې د کومو څېړنو په رڼا کې کيږي هغه په اتيايمه او يا هم نويېمه لسیزه کې شوي دي. هغې وويل: «موږ ټولو له اوږدې مودې راهیسې پر دې يقین لاره. خو اوس له دې پخوانيو څېړنو يوې هم داسې نتايج ور نه کړل لکه په ماضي کې چې یې ادعا شوې وه.»

نوموړې وويل چې داسې هیڅ شواهد ونه موندل شول چې ډېر غوړ لرونکي کبان روغتيا ته ښه او يا بد دي. خو لي هوپر دا هم وويل چې په کبانو کې د ځينو نورو خوراکي توکو په پرتله د آيودين، سلينيم، کيلشيم او ويتامن ډي مقدار ډېر وي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب