1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ترکيش ايرلاينز کابل ته الوتني پيلوي؟

۱۴۰۲ دی ۲۸, پنجشنبه

د راپورونو له مخي ټاکل شوې ده چې د ترکیې هوایي شرکت »ترکیش ایرلاينز» کابل ته له څه باندې دوه کلونو ځنډ وروسته بیا الوتنې پیل کړي.

د ترکيش ايرلاينز يوه الوتکه
د ترکيش ايرلاينز يوه الوتکهانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

دا خبرونو له هغه وروسته خپاره شوي چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۱۷) د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر جنک اونال، سره وليدل.

د افغانستان ځينو محلي رسنیو او د طالبانو د هوایي چلند ادارې دا خبر تائید کړی دی، خو په کابل کې د ترکیې شارژدافیر جنک اونال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اونال پر خپله ایکس یا ټویټر پاڼه د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند له وزیر حمیدالله اخوندزاده سره د لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.

دوی همدا راز ویلي چې د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند له وزیر حمیدالله اخوندزاده سره په کتنه کې یې د ترانسپورتي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي، خو د ترکیش ایرلاينز د الوتنو بیا پیل په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره سم ټولو بهرنیو هوایي شرکتونو خپلې الوتنې وځنډولې چې په دې وروستیو کې فلای دوبی او ایر عربیه هوایي شرکتونو کابل ته له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته له سره الوتنې پيل کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل