1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا داعش اوس هم په افغانستان کې فعاليت کوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

د داعش ډله په افغانستان کې ماته اعلان شوې ده. خو پر دې سربیره هم دغه ډله د بريدونو پړه پر غاړه اخلي لکه په کابل کې پر سيکانو د بريد پړه. دويچه ويله په دې اړه د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتیګ نظر پوښتلی.

Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

دويچه ويله: په کابل کې د سيکانو پر عبادت ځای د چهار شنبې په ورځ يوه بريد ۲۵ کسان ووژل او يو شمير نور ټپيان شول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. طالبانو هر ډول مسئوليت رد کړی دی. خو داعش یې پړه پر غاړه اخيستې ده. آیا سړی په اصل دا اطمنان ترلاسه کولی شي چې دا بريد په رښتيا چا کړی دی

روتيګ:  د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د داعش ډلې له پيدا کيدو سره په ځانګړي توګه د داسې يوه بريد په اړه اټکل کول چې پړه یې چا نه وي منلې، ډیره ستونزمنه خبره ده. خو که څوک یې پړه هم واخلي لکه په دې تازه پېښه که چې داعش مسئوليت منلی، سړی په بشپړه توګه ډاډمنيدلی نه شي.

داعش په تکراري ډول د داسې بريدونو مسئوليت هم منلی دی چې احتمالاً دوی نه وو ترسره کړي. تر کومه چې د سيکانو پر عبادت ځای د بريد خبره ده نو دا داعش کړی دی. دا له مذهبي اقليتونو سره د هغوی له چلن سره جوړيږي.

د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتيګانځور: picture-alliance/dpa

دويچه ويله: افغان حکومت د تېرکال په پای کې د داعش د له منځه وړولو خبره وکړه او دا چې دغه ډله نوره فعاله نه ده. حکومت پر سيکانو د بريد مسئوليت پر حقاني شبکې اچوي. په ماضي کې هم حکومت ورته څرګندونې کړي. دا څرنګه له يو بل سره جوړيږي؟

روتیګ: يو خو دا چې دا په اصل کې طالبان ول چې داعش یې د ۲۰۱۹م کال په مني کې په ننګرهار کې وځپل او بیا لږ وروسته کونړ ته د دې ډلې تښتیدلي غړي يې هم په نخښه کړل. افغان امنيتي ځواکونو په دې مورد کې ډير مهم رول نه دی لرلی. بله دا چې اوس به د داعش د بشپړې ماتې په اړه څه ويل ډېر وختي وي. دغي ډلې په تېرو کلونو کې د افغانستان په ختیځ کې پر مرکز سربیره په کابل کې يوه په جلا توګه فعاله ترهګریزه شبکه لرله. کیدای شي دا شبکه یې لا فعاله وي.

دويچه ویله: د فيبرورۍ میاشتې په پای کې ولسمشر محمد اشرف غني په يوه وينا کې ويلي ول چې حکومت د طالبانو او داعش ترمنځ تماس ثابتولی شي. امريکا بيا د داعش پر ضد د مبارزې له پاره پر طالبانو تکيه کوله. آيا تاسې د افغان حکومت نظريه تائيدولی شئ؟

روتیګ: د افغان طالبانو او داعش اړيکي د وسله وال مخالفت او رقابت تر اغیزو لاندې دي. طالبان داعش ته د افغانستان د جګړې په ډګر کې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د خپل رقيب په توګه ګوري او له پېل راهيسې د دغه ډلې پر ضد کلکه مبارزه کوي. د دواړو ډلو ترمنځ همکاري او ورته والی حاشيوي دی. د افغان طالبانو يوازې يوه کوچنۍ ډله په لومړیو کلونو کې له داعش سره يوځای شوې وه. داسې ښکاري چې زياتره دغه جنګيالي د پاکستاني طالبانو پخواني غړي ول او يا افغان سلفيان ول. سلفيان د ۱۹ پیړۍ له پېل راهيسې د افغانستان په ختیځ کې دي.

دويچه ویله: څو کاله په افغانستان کې د داعش اغيز محدود اټکل شوی وو. تاسې وضعيت په حقيقت کې څرنګه ارزوئ؟ آيا د داعش دغه څانګه په يوه جدي ګواښ بدله شوې ده؟

روتيګ: د داعش د افغانستان څانګه د ۲۰۱۹م کال له نيمايي راهيسې ډېره کمروزې کړل شوي ده، خو له منځه لا نه ده تللې. دا ډله اوس هم د بريدونو وړتيا لري لکه په کابل کې د سيکانو پر عبادت ځای بريد.

توماس روتیګ په کابل کې د افغانستان د تحليګرانو شبکې د څيړنیز سازمان له بنسټ ايښوونکي څخه دی.

مرکه: وصلت حسرت نظيمي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب