آيا دهلمندپه عملياتو کي د ملکي خلګو ساتني ته پاملرنه کيږي ؟
۱۳۸۸ بهمن ۲۷, سهشنبهدا ځل په افغانستان کې د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو قوماندان سټنلي مک کرستل په ښکاره ډول سره شا ته ولاړ وو، او پرېښي يې وو، چې افغانان وغږيږي . دا هغه ورځ وه، چې د ISAF دوه راکټونه پر ځای د دې چې د طالبانو پر مورچلو ورولگيږي، پر يوه کور وربرابر شوي وو او يو شمير بې گناه کسان يې له منځه يووړل . مک کرستل په ډاگه کړه:
(کله چې اولسمشر حامد کرزي د دې پوځي عملياتو د سر ته رسولو اجازه ورکړه، نو ورسره يې موږ ته د وړاندی تگ ټاکلی ټکي هم تعين کړل، يعنی چې د افغانستان وگړو ته زيان ونه رسيږي . او دا عمليات هم د همدې ټکو په نظر کې ساتلو سره پرمخ ځي . ولو که دا عمليات د افغاني ځواکونو تر قومانده لاندی روان دي، خو له هغه ملگرتيا څخه بې برخی هم نه دي، چې موږ يې سره لرو او پرې وياړو. زه غواړم چې د رسنيو پاملرنه د افغان پوځ او د هغه د ملگرو زړورتوب ته هم راواړوم، په کومو چې هم زه وياړم .)
امريکايي جنرال دا هدايت هم ورکړی، چې له هغه ډول توغونديو او راکټونو څخه، کوم چې د يکشنبې په ورځ پر يوه کور ورولگېدل، نور کار وانخلي . ددې تر څنگ د افغان پوځ قوماندان رپوټ ورکړی، چې د طالبانو دواړه اصلي هډې مرجه او نادعلي يې نيولي دي . تر هغه وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر پر طالبانو باندی غږ وکړ چې :
(ستاسې د پاره زموږ پيغام دا دی : ترټولوغوره کار چې تاسی کولی شی، له حکومت سره صلح او د پخولاينی په پروگرام کې برخه اخيستنه ده . ستاسی دپاره د جگړې گټلو هېڅ امکان نسته . افغانانو د جگړې گټلوهوډ کړی دی . که تاسی غواړی چې برخه پکښې واخلی، نو بيا به د حکومت ځواب درته مثبت وي .)
زندرا پطرزمن وړاندې ليکي، د مشترک په نامه پوځي عملياتو موخه دا ده، چې په هملند کې د مرجې او نادعلي سيمی ونيسي او ويې ساتي . په مرجه کې امريکايي ځواکونه او افغان ملگري ډېر سوکه سوکه پرمخ ځي ،نظر و په نادعلي کې انگريزان او افغانان . ښکاري چې له هغه ځايه طالبان وتلي وي . له مرجې څخه د پرله پسې ډزو او نښتو رپوټونه راځي . ښايي چې په همدې نامه د سيمی مرکز کې زيات بمونه ښخ شوي وي، زياتره له هغه چې اټکل يې کېده . ځواکونه له پخپله جوړشوو چاودېدونکو توکو سره هم مخامخ کيږي . په مرجه کې امريکايی قوماندان باور لري چې، د هغی سيمه نيول او امنيت به لږترلږه 30 ورځې ونيسي .
زندرا پطرزمن / عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري