1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د افغانستان الوتکي تاجيکستان او ازبکستان ته ورکول کېږي؟

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

پروسږکال، د طالبانو لخوا د کابل د نیولو پرمهال افغان پيلوټانو نژدې ۵۰ چورلکي او جنګي الوتکي ګاونډیو هیوادونو تاجيکستان او ازبکستان ته ولېږدولې، چي تراوسه يې برخلیک ناڅرګند دی.

کندهار کې د ایم آی ۱۷ هیلیکوپترو ترمیم کال۲۰۱۸ د فبرورۍ ۱۷
کندهار کې د ایم آی ۱۷ هیلیکوپترو ترمیم کال۲۰۱۸ د فبرورۍ ۱۷انځور: Christine-Felice Röhrs/dpa/picture alliance

د «پولیتیکو» په نامه یوې امریکايي ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي امریکايي چارواکي په دې اړه په خبرو اترو بوخت دي، ترڅو له تروريزم سره د مبارزې په موخه یادي الوتکي تاجيکستان او ازبکستان ته ورکړي. 

ورځپاڼي د امریکا د دفاع وزارت د یو لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکلي، د هیواد چارواکي يې بېله څه ویلو په دې لټه کي دي چي یادي الوتکي په هغو سیمو کي، د فشار د یوې الې په توګه وکاروي، چيري چي امریکايي سرتیري نه سته، هلته خپل حضور پیداکړي.

طالب چارواکو په وار، وار ویلي دي چي یادي الوتکي د افغانستان دي، او له تاجيکستان او ازبکستان څخه يې غوښتي، ترڅو بیرته يې دوی ته ورکړي، خو تراوسه دواړو هیوادونو د طالبانو دغي غوښتني ته ځواب نه دی ویلی. د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.

مجاهد: افغان پيلوټان دي په هيواد کې پاته او خدمت وکړي

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا په جون میاشت کي په تاجيکستان کي ویلي ول: «دا طیارې افغانستان ته بیرته نه ورکول کېږي، ځکه په طالبانو پوري اړه نه لري.»

نوموړي په هغه وخت کي ویلي ول: «د دغو الوتکو د ساتني او سمي ګټي اخیستني په موخه» د تاجيکستان له حکومت سره خبري کوي.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان د مخکني حکومت او امریکا ترمنځ په ځانګړي ډول امنیتي تړون ته په کتو دغه الوتکي د افغان ولس ملکیت دی او امریکا حق نه لري چي دریم هیواد ته يې ورکړي.»

طالب جنګیالي د کابل له سقوط وروسته په یوې پوځي چورلکه کې ناست دي، کال ۲۰۲۱ د اګست ۳۱انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images


خو دا چي تر اوسه پوري نړيوالو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، نو له حقوقي اړخه ځیني ابهامات لري. د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «امریکایان وايي چي موږ د افغانستان مخکني دولت ته دغه تجهیزات ورکړي ول، نه د طالبانو حکومت ته، په داسي حال کي چي ځيني طالب چارواکي لا تراوسه هم د امریکا له خوا د تروریزم په تورلیسټ کي شامل دي او د هغوی حکومت نړيوال مشروعیت نه لري، نوهمدا سبب دی چي دغه الوتکي به طالبانو ته نه ورکول کېږي.»

ازبکستان او تاجيکستان د شوروي اتحاد غړي ول نو اوس د روسيې دودیز متحدان دي. روسیه په تاجيکستان کي یوه لویه نظامي اډه لري او دغه هیوادونه قصدا خپل «حیاط خلوت» یا په عامه اصطلاح داسي نژدې ملګري يې ګڼي، چي هرڅه يې سره شریک دي.

سيګار: د افغان ځواکونو د سقوط لامل د دوحې تړون وو

ښاغلی حکمت د امریکا او روسيې ترمنځ دغه ناندرۍ د دې سبب ګڼي چي امریکا يې یادو دوو هیوادونو ته د طیارو ورکولو ته لېواله کړې ده. 
حکمت زیاتوي: «امریکایانو د تاجيکستان له دولت سره په دریو غونډو کي په تاجيکستان کي د یوې اډي د جوړولو وړاندیزونه کړي دي، خو پر دوی د روسيې نفوذ د دې سبب سوی دی چي د امریکا دغه غوښتنه و نه مني.» 

فرهادي هم ورته خبره کوي او وايي چي د امریکا او روسیې ترمنځ ناندرۍ د دې سبب سوي دي چي امریکا يې یادو هیوادونو ته د افغان طیارو پر ور سپارولو فکر کولو ته لېواله کړې ده.»

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو له را ایستلو څخه وروسته حالت څاري او که چیري اړتیا سوه، نو د تروریزم پر وړاندي به له دباندي څخه عملیات کوي. 

شننونکي وايي چي امریکا د تروریزم پر وړاندي مبارزې او د افغانستان حالاتو څارولو ته اړه ده چي افغانستان ته نژدې یوه اډه ولري.

محمد ابراهیم مهدوي

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

24:11

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل