1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د حضرت محمد د ژوند په اړه فلم د اسلام څیره بدلولای شي؟

۱۳۹۴ شهریور ۱۱, چهارشنبه

په ایران کې د حضرت محمد پر ژوند یو جوړ شوی فلم کې هڅه شوې چې د نړۍ په ډیرو برخو کې د اسلام په اړه له تاوتریخوالي ډګ انځور بدل کړي. خو ځيني سني مذهبي مشران بیا د دې فلم د بندولو غوښتنه کړې.

انځور: mohammadmovie.com

د دغه فلم جوړوونکی مجید مجیدي، وایي: «د پیغمبر پر ژوند چې هر څومره ډیر فلمونه جوړ شي په هماغه اندازه ښه خبره ده.»

دغه فلم «محمد: د خدای پیغمبر» نومیږي چې په درو برخو کې به د اسلام د پیغمبر د ژوند کیسه وړاندي کړي. اوس د دغه درې برخي فلم لومړۍ برخه نندارې ته وړاندې شوې ده چې په ایران کې یې ډیر کسان سینما ته د لیدو له پاره ولاړل. دغه فلم د حضرت محمد زیږدل او د هغه ماشوموالی انځوروي.

فلم جوړونکي چې د خپل پخواني فلم «د جنت ماشومان» په جوړولو شهرت لري، هڅه کړې ده چې په خپل فلم کې د اسلام «اصلي څېره» وښيي.

دغه فلم ۱۷۱ دقيقې دی او تیره اوونۍ په ایران او د نړۍ په نورو برخو کې نندارې ته وړاندي شو. پر فلم باندي ۴۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی. خو دا یوازې ډیرې پیسې نه دې چې پر دغې پروژې باندې لګول شوي دي. د فلم بشپړیدو اووه کاله وخت ونیو.

خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې آیا دغه فلم او دوې نوري راتلونکي برخې به یې وتوانیږي چې په نړۍ کې د اسلام انځور بدل کړي.

مجیدي د حزب الله لاین ایراني مجلې ته ویلي دي: «ما پریکړه وکړه چې دا فلم په لویدیځ کې د اسلام ضد نظریو د ډیریدو پر ضد جوړ کړم. لویدیځ له اسلام څخه د تاوتریخوالي او ترهګري انځور لري.»

د فلم جوړوونکو دا خبره روښانه کړې ده چې هدف يې په لویدیځ کې د اسلام د انځور بدلول دي. په دې وروستیو کلونو کې ډېر داسي پېښيږي چي اسلام د القاعدې، اسلامي دولت او طالبانو له کړو وړو سره تړل کیږي. دغه افراطي ډلي په بېلابېلو هیوادونو کې خپل ترهګریز فعالیتونه د اسلام تر نامه لاندي کوي.

تر اوسه پوري لا په فرانسه کې د یوې مجلې پر دفتر باندي د افراطیانو برید د خلکو په ذهنونو کې تازه دی. په دغه برید کې تر لسو ډیر کسان ووژل شول. برید کوونکو ویلي ول چې دا کار يې ځکه وکړ چې دغي رسنۍ د اسلام پیغمبر ته سپاکوی کړی وو. خو مجیدي بیا د یوه بل انځور د وړاندي کولو هڅه کوي. هغه غواړي نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې اسلام د سولي دین دی.

حساسیتونه

د اسلام د پیغمبر هر ډول انځورول د ډیرو مسلمانانو له پاره د منلو وړ نه دی. په ۱۹۸۹م کال کې د ایران مذهبي مشر ایت الله خمیني، د یوه انګلیسي ناول لیکونکي سلمان رشدي، د وژلو فتوا صادره کړه، ځکه هغه یو ناول لیکلی ول چې د ډېرو مسلمانانو په اند پکښې حضرت محمد ته سپکاوی شوی وو. په ۱۹۹۳م کال کې یو بنګله دیشی ناول لیکونکی هم د خپلي لیکني له کبله هندوستان ته وتښتېد.

په ۲۰۰۵م کال کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د یوې دنمارکي ورځپاڼي له خوا د حضرت محمد د سپکاوي له کبله پراخي مظاهرې وشوې.

اوس ځينو سني مذهبي مشرانو د مجیدي فلم د بندیدو غوښتنه هم کړې ده، ځکه په دې فلم کې د حضرت محمد ماشوموالی د یوه ماشوم سینمایي لوبغاړي په واسطه انځور شوی دی. خو په فلم کې د دغه ماشوم څیره نه ښول کیږي او ټولي صحنې داسې جوړي شوي دي چې لیدونکي دغه لوبغاړی یوازي له شا ویني.

د مصر له الازهر پوهنون څخه عبدالفتاخ الاواري، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا موضوع په اسلام کې لا وختي روښانه شوې ده. شریعت د دې اجازه نه ورکوي چې د پیغمبر انځور دي وړاندې شي.» هغه زیاتوي: «دا په اسلام کې جایز نه دی، ځکه یو سینمایي لوبغاړی بیا بېل نقشونه لوبوي یو وخت هغه د ړوند شرابی نقش لوبوي، کله هم بیا د داسې یو کس چې په نجونو پسې وي. نو دی بيا څرنګه کولای شي چې د حضرت محمد څیره واړندي کړي. د دې اجازه نه شته.»

د فلمونو ایراني منتقد مسعود فیراستي، هم پر دغه فلم باندي نیوکه کړې ده: «د مجیدي فلم نامعلوم او آزار ورکوونکی دی.» هغه زیاته کړې ده چې په فلم کې ښوول شوي انځورونه له هغي تاریخي دورې سره سمون نه لري چې دا فلم یې پر اساس جوړ شوی دی.

خو نور کارپوهان بیا وایي چې د فلم پر وړاندي غبرګونونه ډیر د خلکو په عقیدو او دین پوري تړلي دي. په ایران کې میشت لیکوال افتخار عارف وایي چې دا یوازي مسلمانان نه دي چې د خپل دین په اړه حساسیت لري، بلکي د هغه په خبره نور ادیان هم ورته حساسیتونه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب