1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د پاکستان هوايي شرکت له اقتصادي سقوط سره مخ دی؟

۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

د پاکستان هوايي شرکت پي آي اې ويلي چې د بلونو او معاشونو ورکولو له پاره کافي پیسې نه لري. ځايي رسنيو رپوټ ورکړی چې دغه شرکت ښايي د يو څو ورځو په ترڅ کې ډيوالي شي.

PIA I Pakistani Airlines
انځور: Photoshot/picture alliance

د پاکستان د حکومتي هوايي شرکت پي آي اې وياند عبدالله حفيظ ويلي چې دغه شرکت له دولتي بودجې څخه عاجلو مرستو ته اړتيا لري، خو دا يې هم ويلي چې »په اوس وخت کې« د روانو لګښتونو تمويل لا امکان لري. البته نوموړي زياته کړې چې »بيا هم موږ د بيلانس ساتلو برخه کې له ننګونو سره لاس او ګرېوان يو.«

د لسيزو راهيسې د اقتصادي چارو ناسم مديريت او ناثباتۍ د پاکستان اقتصاد ضعيف کړی دی چې له کبله يې پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق سره يوې معاملې ته هم مجبور شو. په تېره دولتي شرکتونه چې د پړسوب او خراب مديريت تورونه ورباندې پورې کيږي، د تمويل له ستونزو سره مخامخ شوي ځکه چې حکومت د پورونو په بېرته ورکولو کې د پاتې راتلو له کبله له مالي ستونزو سره مخ دی.

داسې ويل کيږي چې د پاکستان د هوايي شرکت پي آي اې له ۳۱ الوتکو څخه ۲۵ طيارې لا الوتنې کوي چې نورې يې د ترميم له کبله پروازونه نه کوي. د جيو نيوز په نوم ځايي تلويزيوني چېنل په روانه اوونۍ کې رپوټ ورکړی چې دغه هوايي شرکت د سقوط په څنډه کې قرار لري او دا چې الوتنې يې ښايي د يو څو ورځو په ترڅ کې ودرول شي که بېړنۍ مالي مرستې ورسره ونه شي.

بلومبرګ خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د پاکستان  هوايي شرکت د تقريبا ۲،۵ مليارډو امريکايي ډالرو په شاوخوا کې قرضونه لري چې د ټول ټال شتمنيو په پرتله يې پنځه برابره زياتې پيسې دي.

د پاکستان هوايي شرکت په ۱۹۵۵ کال کې تاسيس شو چې تر ۱۹۹۰يمو کلونو پورې يې چټکه وده وکړه. خو د آزاد بازار سياست او د خصوصي شرکتونو رامنځ ته کېدلو پر پي آي اې باندې سخت فشارونه وارد کړل چې له کبله يې يو څو کاله تاوانونه وکړل.

د دغه هوايي شرکت نوم ته د اعتصابونو، يرغمل نيونو او ټکرونو له کبله هم صدمه ورسېده لکه د ۲۰۲۰م کال په می مياشت کې په کراچۍ کې د يوې الوتکې سقوط چې ۹۷ تنه مسافرين او عمله پکې ووژل شول.

د پاکستان حکومت داسې پلانونه لري چې د شرکت ځينې برخې يا ټول شرکت ښايي وپلورل شي خو تر اوسه پورې يې د شرکت د خصوصي سازۍ دوو وړانديزونو ته مثبت ځواب نه دی ويلی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل