1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آيا روسانو طالبانو ته د امريکايانو پر وژلو پيسې ورکولې؟

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

د امريکايي استخباراتو په حواله روسيې طالب وسله والو ته د متحده آيالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د وژلو په بدل کې د انعام په توګه پيسې ورکولې. دغه رپوټ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ورکړی دی.

Afghanistan US-Soldaten
انځور: AFP/T. Watkins

داسې ښايي چې دغو انعامونو به طالب جنګيالي دې ته هڅول چې امريکايي ځواکونه په نخښه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په دې هڅه کې دی چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼه د نامعلومو چارواکو په نقل قول کاږي چې ترمپ ته د مارچ په مياشت کې دغه اطلاعات ورسېدل، خو د ځواب په اړه يې بيا کومه پرېکړه نه ده کړې. ورځپاڼې د کرملين د يوه وياند نقل قول هم راوړی دی چې په خبره يې روسيه د دغو تورونو څخه ناخبره ده. روسيه په افغانستان کې خپله تجربه هم کړې ځکه چې پخوانی شوروي اتحاد په دغه خاوره کې د اسلامي جنګياليو په مټ چې واشنګټن يې ملاتړ کاوه، مات شو. خو په دې وروستيو کې روسيه د متحده آيالاتو له لوري‌ په دې تورنه شوې وه چې په پټه طالبانو ته سپکې وسلې په اختيار کې ورکوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د افغان - شوروي جګړې يا د سوريې غچ؟

د نيويارک ټايمز په حواله مختلفې تيورۍ شته چې روسيه ولې د طالبانو له بريدونو څخه ملاتړ کوي،‌ چې يوه يې په جګړه کې د متحده آيالاتو د ښکېلتيا اوږدول دي. داسې هم ويل کيږي چې د روسيې هغه واحد چې ښايي له طالبانو سره مرسته کوي، غواړي‌ د متحده آيالاتو له خوا په سوريه کې د روسي اجيرانو د ژونې غچ واخلي.‌ روسيه په سوريه کې له ولسمشر،‌ بشار الاسد، څخه ملاتړ کوي.‌ د يادې ورځپاڼې په حواله له طالبانو سره د مرستې عمليات د «جي ار يو» په نوم د يوه واحد په واسطه کيږي‌ چې د بېلابېلو نړيوالو پېښو پړه ورباندې اچول کيږي.‌ يو مثال يې په ۲۰۱۸ کال کې په بريتانيا کې د کيمياوي‌ موادو له لارې هغه بريد دی چې نژدې يې په روسيه کې زېږېدلی ډبل اجنټ سرګي سکريپال وژلی وو. د متحده آيالاتو استخبارات په دې نظر دي چې روسيې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې له ترمپ سره مرسته کړې ده چې يوه لاره يې په ټولنيزو رسنيو کې لاسوهنه وه. ترمپ‌ دغه موندنې بې بنسټه بللې دي او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د اړيکو د ښه کولو هڅه کړې ده. دا په داسې حال کې هم ده چې د ترمپ‌ ادارې پر روسيې باندې په اوکراين کې د روسيې د تګلارې له کبله بنديزونه هم لګولي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل