1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا عربستان د فلسطين پر وړاندي په خپلو کړنو کي بدلون راولي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د عربستان په رسنیو کې د حماس رهبرۍ او دغه راز د فلسطين پر مشرتابه باندي انتقادونه ډير شوې دې. آيا د سعودي شهزاده ګانو له خوا د فلسطين پر رهبرۍ انتقادونه له اسرائيلو سره د شرايطو عادي کولو او نږدیتوب په موخه دي؟

Saudischer Geheimdienstchef Prinz Bandar bin Sultan
انځور: picture-alliance/dpa

شاهزاده بندر بن سلطان د عربستان په بهرني سیاست کې له اغيزمنو څيرو څخه ګڼل کيږې. شاهزاده بندر له (العربیه) تلويزون سره په مرکه کې د حماس او فلسطين خودګردانه تشکيلاتو مشرتابه باندې سخت انتقادونه کړې دې.

د بيلګې په توګه د سوئيس په زوريخ ښار کې چاپ کيدونکي ورځپاڼې (نويه زوشر) څيړونکې په دي اند دې چې د فلسطين پر رهبرۍ د  شاهزاده بندر بې سارې انتقاد له ټولو مخکي د عربستان داخلي سیاست ته متوجه دي او له دې څخه يې هدف له اسرائيلو سره د دغه هیواد د اړیکو عادی کول دي.

د دغه ورځپاڼې څيړونکې ټينګار کوي، چې د شاهزاده بندر خبرې د عربستان د بهرني سیاست مهندسي کولو او د دغه هيواد په نړيوالو اړيکو کي له ځانګړې اغیز څخه برخه منې دي.

شاهزاده بندر بن سلطان څوک دی؟

شاهزاده بندر په زماني واټن کې له ۱۹۸۳ څخه تر ۲۰۰۳م پورې په واشنګتن کې وو او ويل کيږې چې په امريکا کې د بوش له کورنۍ سره ډيرې نږدي اړیکې لري. شاهزاده بندر عربستان ته له راګرزیدلو وروسته د ملي امنيت شورا مشرتابه پر غاړه واخیست او خپلو فعالعیتونو ته يې دوام ورکړ.

شاهزاده بندرد ۲۰۱۴م کال پورې د عربستان امنيت سازمان مشرتوب هم پر غاړه درلود. د هغه له فعالعیتونو څخه کولی شو په افغانستان کې د شوروي اتحاد د قواو سره په جګړه کي د افغان مجاهدینو له ملاتړ او مرستې څخه يادونه وکړو. برسیره پر دې د فارس خليج په جګړه کې هم د شاهزاده بندر تر لارښوونې لاندې د عربستان قواو د امريکاې پوځ تر څنګ د عراق له خوا د کويت اشغال پر وړاندې په جګړه کې برخه واخيسته.

د فلسطين پر رهبرانو انتقاد

شاهزاده بندر له (العربيه) سره په مرکه کې د حماس رهبرانو او د خود ګردانه تشکیلاتو پر کړنو سخت انتقادونه کړې، داسي لفظي بريدونه چې د عربستان په سياسي تاريخ کي د شدت او صراحت له مخې بې سارې ول. شاهزاده بندر په دغه ۷۰ دقيقه اي مرکه کې ویلي: «د فلسطينیانو دريځ عادلانه دريځ دی، خو استازي يې ناتوانه او بايلونکي دي. حال دا چې د اسرائيلو دريځ ناعادلانه دريځ دی، خو استازي يې په برياليتوب عمل کوي.»

يادې سوئيسۍ ورځپاڼې د رپوټ په دوام کې اشاره کړي چې د شاهزاده بندر روښانه او واضح دريځ د هماغه څه تکرار دې، چې د عربستان شهزاده محمد بن سلمان په نيويارک کې په ۲۰۱۸م کال کې د تړلو دروازو تر شا د یهودیانو سازمانونو ته په خطاب کې ویلي ول. هغه مهال بن سلمانو یلې ول: «د فلسطین مشرتابه په تيرو لسیزو کې يو په بل پسې موقعیت له لاسه ورکړی او د سولې ټول وړاندیزونه يې رد کړي دي. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې فلسطينیان له ډيرو خبرو ډډه وکړي یا وړاندیزونه ومني او د خبرو اترو ميز ته راوګرزي»

له اسرائيلو سره اړيکې

عربستان حتي فلسطيني ډلو ته ګواښ کړی چې مالې مرستې به پرې قطع کړي. دغه ډول چلند کولې شي د غزې په تراړه کې پر حماس او د فلسطين پر خود ګردانه تشکيلاتو باندې سخت فشار راولې. سویسي ورځپاڼه (نویه زورشر) د خپل رپوټ په دوام کې د بندر څرګندونو په اړه، د فلسطيني رهبرانو د خبرو پر وړاندې غبرګون او له اسرائيلو سره د عربي اماراتو د اړيکو عادي کولو له پاره هڅه ګڼي.

شاهزاده بندر بن سلطان له( العربيه) سره په مرکه کې اعلان کړي چې د فلسطين د رهبرانو پر ضد د هغه تندې خبرې د هغوی د (تند څرګندونو) له کبله وو. هغه د فلسطين رهبران د فلسطين د خلکو د ټولو بدمرغيو او فقر مسئول ګڼلي او ويلې دي چې رياض تر اوسه مدام فلسطينيانو سره مالي مرسته او له دوې يې ملاتړ او حمايت کړې دې، خو فلسطينیانو پرته له دي چې د عربستان سپارښتونو ته پام وکړي يوازې پيسې يې تر لاسه کړې دي. ويل کيږې چې په سیمه کې د ايران اسلامي جمهوریت له کړنو او نفوذ څخه ویره د دې سبب شوي چې عربې هيوادونه له هغې څخه سعودي عربستان له اسرائيلو سره نږدې شي.

د (نويه زورشر) تحليلونکې د خپلو ليکنو په دوام کې زياتوي چې ډيره موده کيږې اسرائيل د عربي هيوادونو له پاره له دښمن څخه په دوست بدل شوې دې

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب