1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا فیسبوک د بنديدو له ګواښ سره مخامخ دی؟

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

د فيسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ، په واشنګتن کې له ولسمشر دونالد ترمپ، سره ليدلي. دغه ليدنه په داسې وخت کيږي چې فيسبوک د خصوصي ديجيتلي معلوماتو د خونديتوب، سانسور او شفافيت له کبله له نیوکو سره مخامخ دی.

Symbolbild: Facebook (picture-alliance /N. Carson)
انځور: picture alliance / empics

د ټولنيزې شبکې فيسبوک مشر مارک زکربرګ، د امريکا متحده ايالاتو په پلازمينه واشنګتن کې له ولسمشر دونالد ترمپ، او يو شمير قانون جوړونکو سره ملاقات درلود. په دغه ملاقات کې زکربرګ د قانون جوړوونکو له خوا د هغه د ټولنیزې رسنۍ د بندولو غوښتنې رد کړې.

فيسبوک په دوو مواردو، د خصوصي ديجتلي معلوماتو د خونديتوب، سانسور او شفافيت په برخو کې له ګڼو قانوني ستونزو سره مخامخ دی.

د پيغامونو د ليږد راليږد او اړيکو آپليکيشن «وټس اپ» او د انځورونو خپرولو آپليکيشن «انستاګرام»، دواړه د فيسبوک څانګې دي چې له همدې کبله کمپنۍ په ديجيتلي برخه کې له ګڼو ستونونزو سره مخ ده.

د فيسبوک موسس زکربرګ په همدې تړاو تير کال د امريکا کانګريس ته هم احضار شوی وو چې هغه مهال له ډیرو نيوکو سره مخ شوی وو.

مارک زکربرګانځور: picture-alliance/dpa/XinHua/T. Shen

جمهوري غوښتونکي سناتور جوش هولي، چې د فيسبوک يو له سرسختو منتقدانو څخه دی، د پنجشنبې ورځې ملاقات په اړه وويل چې هغه د فيسبوک د خصوصي ديجيتلي معلوماتو د خونديتوب، رقابت او نورو غيرعادلانه پاليسو باندې نيوکې وکړې او ترڅنګ يې له زوکربرګ څخه وغوښتل چې خپل د وټس اپ او انستاګرام برخې وپلوري. دغه سناتور همدارنګه په فيسبوک کې ځینې غوښتنې هم وکړي، چې ټولې یې د زکربرګ له خوا رد شوې.

اړوند لوړپوړې چارواکي اوس پر داسې نوو قوانيو کار کوي، چې په هغو کې د خصوصي ديجيتلي معلوماتو د خونديتوب، سانسور او شفافيت اړوند مسايل تر څيړنو لاندې نيول کيږي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د فيسبوک له مشر مارک زکربګ سره خپله کتنه ګټوره بللې او له هغه سره يې اخيستلی انځورهم پر خپل ټويټر خپور کړی دی.
ks/ms

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب