آيا له افغانستان دروسانو او امريکايانو وتلو ورته پايلي لرلي؟
۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه
د اګست ۳۱مه له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو له وتلو سره برابره ده. شاوخوا درې لسيږي مخکي شورويان له افغانستانه وتلي ول. آيا د دغو دواړو زبرځواکونو وتل مشابه ول؟
اعلان
تر ۲۰ کاله پوځي ماموریت او لوړو لګښتونو وروسته، دامريکا متحده ايالات و وروستي عسکر، د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۳۰ ڼېټه د شپې ناوخته له افغانستانه ووت. افغانستان شاوخوا ۳ لسيزې مخکې هم دې ته ورته خروج تجربه کړی وو. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو وروسته له لس کلن اشغاله د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۱۵مه افغانستان ترک کړ.
که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او ناټو ځواکونو حضور ډېر توپېر لري، خو وتل ېې یو بل ته ډېر ورته والی لري.
شوروي په افغانستان کې د خپل ملاتړي حکومت د ملاتړ له پاره افغانستان ته ځواکونه واستول او افغانانو د دغه اشغال پر ضد یوه لسیزه مبارزه وکړه.
امریکايي او ناټو ځواکونو بیا برعکس، د تروريزم ضد مبارزې په هدف او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مصوبې پر اساس په افغانستان کې خپل ماموریت ترسره کړ چې د جګړې لور ېې طالبان ول. د شوروي له خوا د افغانستان اشغال د نړېوالې ټولنې ملاتړ له ځانه سره نه درلود، اما په افغانستان کې د غرب شل کلن ماموريت د نړېوالې ټولنې له اجماع سره مل وو.
که څه هم د دغو دوو دورو په جريان کې د پوځي او ملکي تلفاتو دقیق ارقام معلوم نه دي، خو د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي عسکر وژل شوي دي. د پخواني شوروي اتحاد د رسمي ارقامو له مخې، په افغانستان کې ېې ۱۴۴۵۳ ځواکونه وژل شوي.
د حکومتونو پاشل: د دوو خروجوورته عواقب
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د قواوو له وتلو سره، په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله حکومت يوازې ۳ کاله دوام وکړ او د ۱۹۹۲م کال د اپریل مياشتي پر ۲۸مه نېټه مجاهدين کابل ښار ته دننه شول او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن حکومت ړنګ شو.
له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل هم ورته عواقب درلودلي، له هغې جملې دا چې امريکايي قواوې لا په بشپړه توګه وتلې نه ول، چې د افغانستان ولسمشر، اشرف غني له کابله وتښتید او طالبانو د اګست مياشتي پر ۱۵مه کابل تصرف کړ.
۵۲ کلن عبدالبشیر (مستعار نوم) چې له افغانستانه د دواړو زبرځواکونو د وتلو شاهد دی، دويچه ويله ته وويل: «کله چې روسان ووتل، هر څه په خپل ځای ول، خو د امريکایانو له وتلو سره هر څه ګډوډ شول، له خلکو لار ورکه وه او ټولو تېښته کوله. هېڅوک نه پوهېده چې چېرته ځي او چېرته تېښته کوي، ټول ځایونه هرج و مرج پر سر اخيستې ول.»
د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي، دويچه ويله ته وويل چې د حکومتونو د سقوط دلیل دا دی چې دغه حکومتونه وابسته ول او ولسي ملاتړ ېې نه درلود. هغه د جمهوري نظام د پرځېدو په هکله وويل: «سیاستوال په واقعیت کې د غرب د حضور وړاندي کوونکي ول.»
د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو پورې سیاسي، پوځي او مالي وابستګي او د دغو هېوادونو له خوا د دغو ملاتړونو قطع کول، هغه عوامل دي چې د کارپوهانو په آند د حکومتونو په سقوط کې ېې نقش درولودلی دی.
فرهادي وايي: «پخوانی شوروي اتحاد له افغانستانه تر وتلو وروسته په خپله هم وپاشل شو او نور ېې د دې توان نه درلود چې په افغانستان کې د حکومت ملاتړ وکړي.» هغه زیاتوي چې توپېر په دې کې دی چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له افغانستان پر وتلو سربېره، له افغانستان سره خپلو مرستو ته په يو بل ډول ادامه ورکړې ده.
په دواړو مواردو کې د سولې ناکامه بهېر
د سولې پروسه په دواړو مواردو کې نتيجه ور نه کړه؛ نه د ډاکټر نجیب له خوا اعلان شوې د ملي مصالحې لار او نه هم له طالبانو سره د جمهوري حکومت د سولې هڅو.
د افغانستان د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو تر وتلو وروسته، د ملي مصالحې لار اعلان کړه او هڅه ېې وکړه تر څو د سولې له لارې له جهادي تنظیمونو سره د ګډ حکومت پر جوړېدو توافق ته ورسيږي او د حکومت له پاشل کېدو ډډه وکړي، خو دغه هڅې ناکامې شوې.
د پخواني حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات چې په قطر کې پیل شوي ول، هم نتيجه ور نه کړه او د بين الافغاني مذاکراتو په هکله دد امريکا او طالبانو تړون موادو هم کوم ځای ونه نيوه. امریکا او طالبان یو بل د دوحې تړون پر نقضولو تورنوي.
د داخلي جګړې د تکرار وېره
د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته افغانستان هېر شو. اوس که څه هم وضعیت يو څه متفاوت دی او د بشري بحرانونو د مخنيوي له پاره د مرستو رسولو هڅې ادامه لري، خو په سیاسي لحاظ د نړۍ تمرکز نورو لومړيتوبونو ته وراوښتی دی.
هغه وخت جهادي ډلې د قدرت پر سر په خپلو کې ښکيل شول او په داخل کې ويجاړونکې جنګونه پيل شول؛ داسې هرج و مرج چې په یو شکل ېې د طالبانو ظهور او پر افغانستان د هغوی لومړنۍ واکمنۍ ته ېې لاره هواره کړه.
آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟
33:39
اوس هم د هغه وخت په څېر په وضعیت کې يو لړ ورته والی لیدل کيږي. طالبان د یو ټولشموله حکومت جوړېدو ته حاضر نه دي او قدرت ېې انحصار کړی دی. که څه هم طالبان اوس د یوې ځواکمنې مخالفې ډلې د نشتون په دليل، خپل سخت سیاستونو په ډاډ سره تطبیقوي، خو له دغې ډلې سره مخالفتونه کم شوي نه دي.
شنونکي اندېښمن دي چې د افغانستان وضعیت ته د نړېوالې ټولنې نه پاملرنه ممکن یو ځل بیا په افغانستان کې د داخلي جګړو د ترخو تجربو د تکرار سبب وګرځي.
د سیاسي چارو شنونکي، اسدالله ندیم، دويچه ویله ته وويل: «تر څو چې طالبان د نړېوالې ټولنې له خوا تر فشار لاندې ونه نيول شي، دوی به خبرو اترو ته حاضر نشي.»
هغه وايي طالبان د افغانستان په داخل کې «حریف» نه لري او په همدې دليل هغوی د نړېوالې ټولنې د ټینګار باوجود، د یو مشروع او ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
فرهادي هم دغې اندېښنې ته په کتو وايي: «افغانستان په خطر کې دی، ځکه داسې يو حکومت چې ټول ورڅخه راضي وي، منځ ته را نه غلی.»