آيا له مخدره موادو سره مبارزه به بريالۍ سي؟
۱۳۹۱ تیر ۶, سهشنبهپه ۲۰۱۰ کال کي د نباتاتو يوه مرض په افغانستان کي د کوکنارو لويه برخه له منځه يوړه. د مخدره موادو قاچاقچيانو ونه سوای کولای، چي ډېر ترياک او هيروين بهرنيو هيوادونو ته انتقال کړي.
په دې ډول د ترياکو بيه ډېره لوړه سوه. بالاخره بزګرانو يو وار بيا د کوکنارو په کرلو لاس پوري کړ او ښه نتيجه ئې هم ورکړه. اوس نو سړی ويني چي د مخدره موادو تجارت څونه ژر پر مختگ کولای سي.
له ۱۹۸۷کال راهيسي هر کال ملګرو ملتونو ته په نړۍ کي د مخدره موادو د تجارت په هکله يو رپوټ وړاندي کيږي. د تازه رپوټ له مخي په نړۍ کي څه د پاسه ۲۵ ميليونه انسانان په مخدره موادو اخته دي. په جرمني کي بيا تر ټولو زيات د الکهولو معتادين ډېر دي.
په دغه رپوټ کي راغلي دي، چي د ۲۳۰ ميليونو انسانانو په شاوخواکي لږترلږه په ژوند کي يواوار ممنوع ، مخدره مواد استعمالوي.۲۷ ميليونه انسانان معتاد دي.
په دې ډول نو په دغه احصائيه کي هر۲۰۰ م نفر راځي. په اروپا او د نړۍ په صنعتي هيوادونو کي د مخدره موادو تجارت له کلونو راهيسي ثابت پاته دئ.يوازي ترياک د نړۍ په سطحه په څه د پاسه۲۰۰۰مکعب کيلومتره کي کرل کيږي.
افغانستان او ايران نه يوازي دا چي ترياک توليدوي، بلکي د مخدره موادو معتادين هم پکښي ډېر دي. په چين کي هم ۲،۴ ميليونه انسانان په مخدره موادو اخته دي.
د ملګرو ملتو د اټکل له مخي ښايي تر ۲۱۰۰ ميلادي کاله پوري ۳۰۰ ميليونه انسانان په مخدره موادو اخته سي. د امريکا په متحده ايالاتو کي هم په مخدره موادو د اخته کسانو شمېر وار په وار زياتيږي. په دې ډول نو د مرګ سطحه هم لوړيږي.
په جرمني کي بيا کارپوهانو د الکهولو د ډېر استعمال له بابته خبرداری ورکوي. د جرمني د روغتیایي مرکزونو په حواله تر ټولو دمخه نوي ځوانان ژر په الکهولو اخته کيږي.
د يوې پلټني له مخي په جرمني کي د ۴۰ فيصدو په شاوخواکي ځوانان په پرله پسې ډول الکهولي مشروبات چښي، او د هغو په تعداد کي له کلونو راهيسي کموالي نه دئ ليدل سوي. خو د جنوبي اروپا په هيوادونو کي بيا د هغو تعداد يو څه راکم سوی دئ.
په داسي حال کي چي نارينه د مخدره موادو ډېر قوي مواد استعمالوي، ښځي بيا هغه د تابليتونو په ډول خوري. ويل کيږي چي د خوب ګولۍ هم سړی کولاي سي ، معتاد کړي.
لنډه داچي د مخدره موادو د تجارت درول او له هغه سره مبارزه آسانه کار نه دئ. د اوسنيو ميتودونو په کارولو سره چي مخدره مواد دي آزاد خرڅلاوته وړاندي نه سي او يا دي هم د قاچاقبرانو مخنيوي وسي، سړی نه سي کولای، چي دډېروبریاووخبري وکړي.
آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل