1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا له کرونا څخه ويره مو په رواني ناروغۍ اخته کولي شي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د کرونا بحران ټوله نړۍ له بيړني حالت سره مخامخ کړې ده. د ټولې نړۍ انسانان په انديښنې سره راتلونکي ته ګوري. د کارپوهانو په خبره ويره لرل طبيعي خبره ده او ځان له نورو جلا کول يا قرنطين کیدل د روغ پاتېدو چانس دی.

Symbolbild Kopfschmerzen Migräne
انځور: Fotolia/Amir Kaljikovic

 

کرونا ويروس چې له چين څخه یې سرچينه اخيستې اوس کابو په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. د اروپا په ګډون د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې یې د مخنيوي په موخه پراخ اقدامات پيل شوي دي. ټولنیز ژوند بايد محدود شي، سرحدونه تړل کيږي، بيړنۍ حالت اعلان شوی او په ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه شي تللی.

 

داسې يو حالت طبيعي خبره ده چې انسان ويروي او هغه د روان وضعيت او خپل راتلونکي په اړه انديښنه پیدا کوي. خو کارپوهان وايي چې د ويرې حس په اصل کې د همدې له پاره دی چې انسانان خطر وپيژني.

د آلمان د درېسدن د تخنيکي پوهنتون د رويو او خویونو روان پيژندونکی پروفيسر ډاکتر يورګن هوير وايي چې دا طبيعي خبره ده چې انسانان اوس ويره لري. هغه زياتوي: «هغه کسان چې د کرونا ډېر خطر ورته متوجې دی، طبيعي خبره ده چې ويره لري ځکه چې دا لا معلومه نه ده چې دا ناروغي به څومره دوام وکړي او کومې پايلې به ولري.

دا يو ناآرامه کوونکی احساس دی چې د يوه انسان په توګه پرې هيڅ کنترول نه لرو.» نوموړی زياتوي: «ویره له همدې ځايه سرچينه اخلي.»

 

له ويرې سره څه ډول چلن وکړو؟

د ويرې د احساس د له منځه وړلو له پاره کوم چل يا لاره نه شته. د پروفيسر هوير په وينا دا د دې ويرې چې يوه حقيقي ویره ده، د ردولو په معنا وي. نوموړی په دې اړه زياتوي: «هغه څوک چې ويره لري، په اصل کې رښتونی انسان دی. همدا د ويرې سره سم چلن دی. ځکه ويره هم د نورو احساساتو لکه خوښۍ او غوسې، په څير يو احساس دی چې ځي او راځي.»

د نوموړي په خبره په راتلونکو اوونيو کې به داسې ورځ نه وي چې سړی دې د کرونا په اړه فکر ونه کړي خو د دنيا چارې به هم رواني وي او کله به داسې وخت هم راځي چې فکر مو بيخي بل لوري ته شي.

د هغه په خبره خطر موجود دی خو داسې نه ده چې نړۍ له منځه ځي بلکې داسې ده چې د ژوند ځيني اړخونه یې اغیزمن کړي دي.

د کرونا ويروس له کبله هره ورځ د انسانانو د مړينې خبر ورکول کيږي، نو له دې کبله د انسانانو په منځ کې ويره نور هم زياتيږي او د مرګ په اړه چې يوه ستونزمنه موضوع ده. له همدې کبله هغه کسان چې د کرونا څخه ورته ډېر خطر متوجې دی، يعني د ډېر عمر کسان او يا هغه انسانان چې نورې ناروغۍ لري، بايد ډېر احتياط وکړي.

د ډير عمر کسان د بدن د ايمني سيستم او همدا راز د بدن د مهمو غړيو د ضعيفيدو له کبله ډېر له خطر سره مخامخ دي او په دې ويروس مړه کیږي. پروفيسر هوير په دې اړه وايي: «زياتره کورنۍ د مرګ په اړه خبرې نه کوي او دې موضوع ته د يوې ټابو موضوع په سترګه ګوري. خو د مرګ په اړه د فکر کولو له کبله تر اوسه څوک نه دي مړه شوي.»

خو دا چې دغه ډول فکرونه او انديښنې انسانان ډېر په تکلیف نه کړي، کارپوهان وړاندیز کوي چې انسانان د ځان د مصروفولو هڅه وکړي. په اوس وخت کې د ټولنیزو تماسونو د کمولو توصيه کيږي او د ډیرو ادارو کارکوونکي له کوره کار کوي او له نوور انسانانو سره اړيکي کمي شوي دي خو داسې يو وضعيت کې سړی بايد نوښتګر او خلاق واوسي.

سړی بايد داسې کارونه وکړي چې وخت یې هم پرې ښه تیر شي او روغتيا ته هم ګټه ورسوي لکه د خپل کور په چمن او يا برنډه کې د ګلانو او بوټو پالنه، د کتاب لوستل، ورزش او داسې نور ګټور کارونه.

انځور: picture-alliance/Photoshot

آیا يوه وبا د رواني ناروغيو سبب کيدلی شی؟

پروفيسر هوير وايي چې هغه ويره چې لږه موده دوام لري، روغتيا ته نه ګټه او نه هم تاوان رسوي. خو په ورځني ژوند کې د ځان د ثابتولو د امکاناتو کميدل هغو انسانانو ته چې د ژور خفګان، خفګان او يا يوازيتوب ته تمايل لري، يو څه زيان رسولی شي.

نوموړی زياتوي: «خو د دې يوازې يو علاج دی او هغه دا چې سړی بايد فعال واوسي. سړی په خپل کور کې هم مفيد کارونه ترسره کولی شي. له نورو سره ګټورې خبرې او مکالمه دا خو سړی په قرنطين کې هم ترسره کولی شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب