Vitamin C د انسان په وجود کي د ډيرو مهمو فعاليتونو له پاره اړين دی. د بېلګي په توګه د ناروغيو د مخنيوي له پاره. د کارپوهانو په آند يو بالغ انسان په ورځ کي ۱۰۰ ملي ګرامو ويټامين سي ته اړتيا لري.
انځور: Fotolia
ويټامين سي ولي مهم دی؟
د ويټامينونو په قطار کي ويټامين سي د انسان د روغتيا له پاره يو له مهمو ويټامينونو څخه دی. د کاربوهانو په آند د يو روغ او بالغ انسان له پاره د ورځي ۱۰۰ ملي ګرامه ويټامين سي اړين وي. له دغه څخه زياته اندازه که انسان وخوري، نو هغه په ادرار کي بېرته له وجود څخه وځي. په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ چي تر ټولو زياته ويټامين سي کومي مېوې لري. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Fotolia
۱۱ مقام ـ مالټه (Citrus aurantium)
۵۰ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: Colourbox
۱۰ مقام ـ ليمو (Citrus limon)
۵۳ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: Shaun Dunphy / CC BY-SA 2.0
۹ مقام ـ فرنګي توت (Fragaria)
۶۵ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte
۸ مقام ـ کيوي (Actinidia deliciosa)
۷۱ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: Fotolia/city-pix
۷ مقام ـ پپايا (Carica papaya)
۸۲ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: Colourbox/Christian Fischer
۶ مقام ـ تور فرنګي انګور (Ribes nigrum)
۱۷۷ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: Imago/Westend61
۵ مقام ـ اَمرود (Psidium guajava)
۲۷۳ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: dpa
۴ مقام ـ تريخ سنجد (Hippophae rhamnoides)
۴۵۰ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: imago/blickwinkel
۳ مقام ـ د ګل رز ميوه (rose haw)
۵۰۰ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: picture-alliance/dpa/S.Kahnert
۲ مقام ـ آسرولا (Malpighia glabra)
۱۷۰۰ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
انځور: picture-alliance/dpa/Sunbird Images
۱ مقام ـ کامو کامو (Myrciaria dubia)
۲۰۰۰ ملي ګرامه ويټامين سي په هرو ۱۰۰ ګرامو کي
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture-alliance/Arco Images G/H. Reinhard
انځورونه1 | 12
د وورڅبورگ پوهنتون د اِندوکرونولوژي يا هارمونونو او ميتابولیزم د څانگې مشر مارتين فسنخت وايي: »دغه پورتنې څرگندونې بيخې سمې دي.« خو نوموړی وايي چې دا يوازې يو تړاو دی چې ورکول کيږي »يعني يوازې مشاهده ده شوي دغه هر څه يوځای سره رامنځته کيږي.«
مارتين فسنخت د ويټامين ډي په دې کچه مهم گڼلو ته د انتقاد په سترگه گوري. له دې کبله نه چې گني هغه د ويټامين ډي پر فعاليتونو سترگې پټوي »بلکې له دې کبله چې تل دا تبليغات کيږي چې ويټامين ډي د درملنې يا شفا ځواک لري، خو تر اوسه پر انسانانو شويو څېړو داسې څه نه دي ښوولی.«
د نوموړي په خبره تر اوسه ترسره شوې ډیري څېړنې د ويټامين ډي د تړاو او يا په اصطلاح يوازې د مشاهدې وې. فسنخت زياتوي: »دا څېړنې د تعريف له لحاظه د ويټامين ډي علتي يا سببي تړاو نه شي ثابتولی، بلکې يوازې د دوو شيانو ترمنځ تناسب ته اشاره کوي.«
د ويټامين ډي کارول څومره گټور دي؟
د فسنخت په خبره په هغو څيړنو کې چې د وټامين ډي د درملنې قوت او پر مختلفو ناروغيو یې اغیزې ته پکې په ځير کتل شوي، په يوه کې هم د ويټامين ډي اټکل شوی اثر نه دی تائيد شوی.»
خو د هوهنهايم په څيړنو کې توصیه شوې چې «که پر يو چا شک وشي چې په کرونا اخته دی نو لومړی ېې بايد په وينه کې د ويټامين ډي اندازه معلومه کړل شي او که يې بدن له کمښت سره مخامخ وي نو دغه تشه بايد ژر تر ژره ډکه شي.«
روانو څېړنو ته په کتو سره چې نتايج یې لا معلوم نه دي، فسنخت په وقايي توگه په پراخه کچه د ویټامين ډي د توصیې طرفدار نه دی.
bs/nz (Julia Vergin )
زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: کوم خوراک ژوند اوږدوي؟
سابه بايد د خوراک عمده برخه وي، خو د پخېدو پرمهال ئې بايد ويټامينونه و نه سوځول سي. سابه بايد په غوړو کي ډېر سره نه سي. سابه بايد د سلاتې په شان وخوړل سي.
انځور: Colourbox
سابه (سبزيجات) بايد د خوراک عمده برخه وي
د خوراک او غذا کارپوهان وايي چي سبزيجات بايد د هر انسان د خوراک عمده برخه وي. خو له سبزيجاتو د پخولو په ترڅ کي بايد دې ته پام وسي چي پکښي مهم ويټامينونه او غذايي اجزا يې د زياتي تودوښې او په غوړو کي د سره کولو له کبله ضايع نه سي. کارپوهان وايي چي تر امکان تر حده بايد سبزيجات د بېلګي په توګه د سلاتې په شکل د هر وخت د ډوډۍ سره مله وي.
انځور: NuernbergMesse/Frank Boxler
د مديترانې د طرز خوراک
د مديترانې د طرز خوراک د نوو څېړنو له مخي د انسان ژوند تر پنځو کالو پوري اوږدولای سي. د دغه طرز د خوراک څخه مقصد د سبزيجاتو، کب يا ماهي، د زيتون د تيلو او بيلو وچو ميوو لکه پلۍ، جوز او بادامو دوامداره خورک دی. بيلو څېړنو ښودلې چي د مديترانې د طرز غذا خوړونکي په اوږمهاله توګه ښه دماغي کار کولای سي او تر يوې اندازې يې د دماغ حجم تر نورو زيات وي.
انځور: Colourbox
زيتون او د زيتونو غوړي
زيتون او د زيتونو تيل يا غوړي د اېټاليې په يو شمېر ليري پرتو کليوالو سيمو کي زيات استعمال لري. څېړنو ښودلې چي په دغو سيمو کي د انسانانو عمرونه زيات او روغتيايي وضعه يې د نورو همزولانو په پرتله ډېره بهتره وي. ساينسپوهان وايي چي زيتون حتی د دې لامل کيږي چي د انسان د دماغ خړي حجرې تر زيات وخت پوري خوندي وساتي چي دا په زړښت کي د دماغي ناروغيو مخنيوی کوي او د دماغ وړتيا زیاتوي.
انځور: Colourbox/E. Karandaev
د روغتيا له پاره د کبانو غوړزګي
کبان بعضي داسي غذايي اجزا او په ځان کي داسي غوړزګي لري، چي د انساني روغتيا له پاره زښت مهم دي. دغه اجزا او غوړزګي بېله کبانو په بل شي کي نه موندل کيږي چي له همدې کبله د غذا کارپوهان وايي چي هر انسان بايد د سابه او خوښو تر څنګ خامخا کب هم د خپلي غذا په پلان کي دوامداره شامل ولري.
انځور: picture alliance / dpa Themendienst
پلۍ، بادام، جوز او ملګري يې
د کارپوهانو په آند پلۍ، بادام، جوز او ورته وچه مېوه د انسان د روغتيا او دماغي صحت له پاره ډېر مهم توکي دي. په دې ترڅ کي د بادامو په هکله ويل کيږي چي هم انسان مړوي او هم ډېر مهم غذايي اجزا په ځان کي لري. د غذا کارپوهان وړانديز کوي چي ياد ډول وچه مېوه بايد د هر انسان د خوراک يوه مهمه برخه وي.
انځور: Colourbox
داليات
کارپوهان وايي چي د غوښو خوړل د روغتیا له پاره مهم دي خو هومره زيات نه لکه اکثره انسانان چي يې خوري. له همدې کبله کارپوهان وايي چي زيات وختونه بايد انسانان د خوښو پرځای کب او يا داليات وخوري. کارپوهان وايي چي داليات هم پروټين لري او هم بيل او مهم نور غذايي اجزا چي د انسان بدن ورته اړتيا لري.
د زياتي بورې، مالګي او غوړو په تړاو اکثريت کارپوهان همنظره دي چي د روغتيا له پاره زيانمن دي. په فابريکو کي توليد سوي د چښاک بوره لرونکي مشروبات، په غوړو کي سره سوي څيزونه لکه چپس پټاټې او په همدې ډول د حيوانانو لم او وازده د زياتو کارپوهانو په آند روغتيا ته زيان رسوي. دا په هغه صورت کي چي تر اندازې زیات وخوړل سي. د انسان بدن په ډېره لږه اندازه ورته اړتيا لري.
انځور: Colourbox
زيات حرکت، د ښه صحت او اوږد ژوند ضامن
د ښه صحت او اوږد ژوند له پاره د متوازنې غذا تر څنګ زيات حرکت او سپورټ ډېر مهم بلل کيږي. کوم څوک چي په ورځني ژوند کي کم حرکت کوي، سپورټ نه کوي او يو جانبه غوړ، مالګين او زيات خوږ خوراک کوي، هغه د فشار، شکري، د زړه او ګڼ شمېر نورو ناروغیو سره اکثره وخت مخامخ کيږي. که څوک د کوم سپورټ امکان نه لري نو بايد په پښو زيات تګ وکړي او يا د کور يا بازار زيات جسماني کارونه وکړي چي بدن يې خوله سي.