1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پاکستان د خطرناکو کثافاتو په زيرمتون بدليږي؟

۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

چاپيريالي شنونکو او سياستوالو د هغه رپوټونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده چې يو شمیر پرمختللي هېوادونه خپل خطرناک کثافات پاکستان ته استوي.

Pakistan Müllsammler auf Mülldeponie
انځور: epa Akhtar Soomro/dpa/picture-alliance

د سيمه ایزو رسنيو په حواله د پاکستان د پارلمان يوې کمېټې هغو رپوټونو ته پام اړولی دی چې وايي هغه هېوادونه چې بريتانیا، ایران، متحده عربي امارات او سعودي عربستان پکې شامل دي، د خپلو خطرناکو کثافتاتو ډېره ستره برخه پاکستان ته ور وړي.

سناتور محمد همايون مومند چې د دغه کمېټې غړی دی، له دويچه ويله سره په خبرو کې دا رپوټونه تائيد کړي دي. نوموړي وويل: «اړوندو چارواکو موږ ته وويل چې پاکستان له نورو هيوادونو څخه کثافات واردوي خو له نورمالو کثافاتو څخه د خطرناکو هغو د جلا کولو له پاره اړينه تکنالوژي نه لري.»

دا چې د پاکستان حکومت ولې د دغو کثافاتو د واردولو اجازه ورکړې ده، نوموړي سناتور وويل چې چارواکي د دې وارداتو سوابق لري او دا چې په دې اړه به څېړنې ترسره شي.«

سناتور حيدر تاج چې د پارلمان د کمېټې يو بل غړی دی هم له دويچه ويله سره په خبرو کې تائيد کړه چې پاکستان د پرمخ تللو هېوادونو څخه د خطرناکو کثافاتو ترلاسه کوونکی دی. خو پارلماني کميټې په اړه جزيات ور نه کړل چې کوم ډول خطرناک کثافات پاکستان ته راوړل کیږي.

خطرناک کثافات د هغو موادو په نوملړ کې د نظارتي چارواکو له لوري درجه بندي شوي چې له نامشخصو سرچينو څخه په لاس راړول کيږي او يا د کيميايي موادو پاته شوي ولري. د خطرناکو کثافاتو بل صفت دا دی چې د عمومي میتودونو له لارې نه تصفيه کیږي.

دغه کثافات پاکستان ته څرنګه رسیږي؟

د پاکستان د اقليم بدلون وزارت يوه لوړپوړي چارواکي سيد مجتبی حسين وويل چې پاکستان له يوه هيواد څخه بل ته د خطرناکو کثافاتو د کنترول د بازل د کنوانسيون له لاس ليک کوونکی څخه دی، چې د کثافاتو ایستل اچول او واردات منع کوي.

نوموړي دويچه ویله ته وويل چې ځيني وخت نورمال کثافات له خطرناک کثافاتو سره مخلوطیږي، د مثال په توګه پلاستکي کثافات ښايي ځیني کلينکي کثافات ولري. حسين زياته کړه: «په ۲۰۱۹م کال کې د پلاستکی کثافاتو ۶۲۶ کانتینرونه چې د امريکا متحده ایالاتو څخه یې کثافات واردولو، ککړ ول. موږ هغه وخت په دې اړه رسمي شکایت وکړ.»

ضيغم عباس چې نوموړی هم د پاکستان د اقليم بدلون وزارت يو چارواکی دی، وويل چې پرمختللي هيوادونه اکثراً د خطرناکو کثافاتو د زيرمه کولو له پاره ځای نه لري او د دې موادو ريسايکل کول هم ورته ډېر ګران بيه تماميږي.

بل لوري ته د پاکستان په څېر هيوادونه نورمالو کثافاتو لکه د کومپريسورونو، الومينيم، پلاستيک او سربو پاته شوي يا کثافاتو ته اړتیا لري چې د ځينو توکو لکه پکو، بريښنا د مزو، انجنونو، انترنت د مزو، کړکيو او دروازو په جوړښت کې ترې کارواخلي.

عباس د کثافاتو د واردولو په قوانینو کې نيمګړتيا ته اشاره وکړه. هغه وويل: «دلته يوه کتګوري شته د «نورو کثافاتو» په نوم ياديږي چې له مخې یې کثافات ليږدونکي هيوادونه مکلف نه وي چې واضح یې کړی څه ډول مواد استوي.»

اسلام آباد ښار ته څېرمه د کثافاتو ډېرانانځور: Zumapress/picture-alliance

حسين وويل چې د پاکستان حکومت دغه موضوع په ۲۰۱۹م کال کې د سويس په ژنيو کې د بازل د کنواسيون د غړيو هيوادونو په کنفرانس کې راپورته کړې وه.

نوموړي وویل: «دا کثافات چاپيريال ته ډېر زيان اړولي ځکه ځمکه او اوبه ککړوي او که وسيځل شي نو د هوا د ککړتیا باعث کیږي.» دغه چارواکي هم دويچه ويله ته د هغو موادو نوملړ ور نه کړ چې په خطرناکو کثافاتو کې شميرل کیږي.

د سند د ایالتي حکومت يوه چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې پاکستان له نورمالو کثافاتو څخه د خطرناکو د جلا کولو تکنالوژي نه لري نو له دې کبله د خطرناکو کثافاتو دقيقه اندازه هم نه شي تعين کيدلی.

کارپوهان وايي چې په حکومتی چارواکو کې فساد او د ريسايکلنګ د شخصي شرکتونو شتون بهرنيو هيوادونو ته د دې زمینه برابروي چې خپل زيان رسوونکي کثافات په پاکستان کې ځای پر ځای کړي.

د امنيتي تدابيرو نه شتون

د کراچۍ د کثافاتو د تنظيم د يوه شرکت مشر احمد شبير وويل چې د چین له خوا د خطرناک کثافاتو پر وارداتو بندیز پرمختللي هيوادونه دې ته هڅولي چې خپل کثافات پاکستان او نورو د پرمختګ په درشل کې هيوادونو ته انتقال کړي.

نوموړي دويچه ويله ته وويل: «دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه موږ د دغو کثافاتو د ځای پر ځای کولو هیڅ حفاظتي پروتوکولونه نه لرو.»

له سره د کتنې د تګلارې اړتيا

په اسلام آباد کې د پارلمان يوې غړې کشور زهرا په دې اړه خواشيني څرګنده کړې چې د پاکستان يوه حکومت هم د چاپيريال مسئولينو ته پاملرنه نه ده کړې.

په تېرو څو کلونو کې د يو شمیر ناروغيو رامنځته کیدو ته په اشارې سره نوموړې وويل چې دغه ناروغۍ سترو ښارونو او ښارګوټو ته څیرمه پرتو د خطرناکو کثافاتو له ډیرانو سره ښايي اړیکه ولري.

هغې وړاندیز وکړ: «موږ تر هغه بايد نور کثافات وارد نه کړو ترڅو د شته کثافاتو د جلا کولو تکنالوژي و نه لرو. که نور هيوادونه غواړي چې خپل کثافات موږ ته وارد کړي نو هغه بايد د «غير خطرناک کثافاتو» په توګه درجه بندي شوي وي.«

د اقليم بدلون وزارت چارواکي مجتبی حسين وويل چې د پاکستان فدرالي کابينې د جون پر ۸ نېټه د خطرناکو کثافاتو د تنظيم د ۲۰۲۲م کال ملي پاليسي تصويب کړه. هغه زياته کړه چې دا تګلاره به د واردو شويو خطرناکو کثافاتو مسئله حل کړي.

ب. ص/ ن .ز (S Khan) 

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب