1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په آلمان کي به هم پر پوړني بنديز ولگول سي؟

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

له می راهيسي د اطريش په ابتدايي ښوونځيو کي پر پوړني بنديز لگول سوي. ترهغه راوروسته په جرمني کي هم په دې اړه بحثونه ترسره سول. اوس په دې هکله يو حقوقي رپوټ هم موجود دی چي له مخي به يې په آلمان کي هم دا کار ممکن سي.

Symbolbild | "Antimuslimischen Rassismus"
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/F. Rumpenhorst

له حقوقي لحاظه په آلمان کي هم لکه د اطريش په ډول، په ابتدايي مکتبو کي د نجونو له پاره د پوړني ممانعت امکان لري. دغه ډول اټکل د جرمني د تيوبينگرد اساسي قانون کارپوه، مارتين نيتيس هايم، د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ سازمان- Terre des Femmes  ته په يوه رپوټ کي کړي.

دغه رپوت مخکي له مخکي لا د رسنيو آژانسونو ته وړاندي سوي کوم چي نن(د اگست ۲۹ مه) به په برلين کي خپور سي. اوس به نو دغه حقوقي رپوټ يو وار بيا د پوړني د پرسر کولو په اړه بحثونه راپورته کوي.

تر ۱۴ کلونو کښته نجونو له پاره په ابتدايي ښوونځيو کي د پوړني د پرسر کولو د بنديز په اړه ۴۲ مخيز رپوټ کي، نوموړي حقوق پوه په دې اړه خپل دلايل وړاندي کړي.

د هغه په نظر دغه ډول يو بنديز د مذهب د آزادۍ په اړه د جرمني د اساسي قانون او د کوچنيانو د پالني او روزني په برخه کي د والدينو له حقونو سره سمون خوري.

هايم د اساسي قانون اومي مادي ته اشاره کوي چي له مخي يي د مکتب په اړه ټول مقررات د دولت تر څارني لاندي دي او کوچنيان لا تر اوسه دومره رسيدلي نه دي چي د خپل مذهب او يا هم نړيوال چاپيريال په هکله دي په خپله پريکړه وکولاي سي.

په ښوونځيو کي تر ۱۴ کلنۍ کښته کوچنیانو پر پوړني بنديز

نيتيس زياتوي، پوړنی په څرگند ډول په يوه مذهب پوري د يو چا د تړل کيدو هويت په ډاگه کوي. خو»دا ډول کالي، په ټولنه کي جلاوالي راولي او خصوصأ بيا ځوان قشر د منزوي کيدو سره مخامخ کوي. د دې امکان هم سته چي د هغوی په مقابل تعصبات رامنځته سي.

د نيتين هايم په نظر، په ښوونځيو کي خبره پر»ښوونه، روزنه او آزادۍ« باندي ده. په جرمني کي د پوړني د بنديز په هکله هغه وخت يو وار بيا بحثونه هغه تاوده سول، کله چي د اطريش پارلمان د می مياشتي په نيمايي کي په ابتدايي ښوونځيو کي پر پوړني د بنديز قانون تصويب کړ.

د YouGov په نامه د نظر پوښتني انستيوت د ارقامو پراساس په آلمان کي ۵۷ فيصده خلگو په ابتدايي ښوونځيو کي د پوړني د بنديز پلوي کړې ده.

له ښځو څخه د ملاتړ پورتني سازمان هم تر دغه حقوقي رپوټ وروسته د جرمني له حکومت څخه غوښتي چي په دې اړه قانون عملي کړي. هغوی دا دليل راوړی چي »د نجونو پوړني يوازي يوه له مذهبي لحاظه د سر پټول نه دي. دا کار د هغوی د جنسيت په مقابل کي د تعصب په معني هم دي او له بلي خوا مخکي له مخکي نجوني په اصطلاح دې ته آماده کوي چي په آينده کي هم هغوي ونسي کولاي خپل پوړني ايسته کړي.

د مسيحي ديموکراټانو له گوند څخه د جرمني د حکومت د مدغميدو استازې، انيته ويدمن ماوڅ ويلي دي چي دغه ډول يو بنديز به وڅيړي. د ايتلافي حکومت اکثرو وکيلانو هم په دې هکله د يوه حقوقي رپوټ تهيه کولو وظيفه سپارلې ده، کوم چي تر مني پوري بايد آماده سي.

خو په دې هکله انتقادي نظر يي هم موجود دی. د هيسن ايالت د کلتوري چارو رئيس او پوهني وزير الکساندر لورڅ او د سوسيال ديموکرات له گوند څخه د مذهبي ټولنو استازي، لارس کاستيلوچي، مذهبي آزاديو ته په اشاري سره ويلي دي چي په آلمان کي ډيري لږ نجوني پوړني پر سرکوي.

اسلامي ټولنو بيا په دې اړه بحثونه د اسلام ضد پاروني بولي او په عين حال کي د بلوغ له سن څخه د پوړني پرسر کول يو مذهبي مکلفيت بولي.

G.P/N.Z/KNA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل