آيا چين د ایران ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راولي؟
۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه
چين د متحده عربي اماراتو د فارس خليج د دريو ټاپوګانو د ملکيت د دعوې پلوي کړې. په ايران کې عموميت په دې تړاو د خپل حکومت په اړه غوسه څرګنده کړې ده.
اعلان
چين تهران ته د چارو د سمولو په موخه يو پلاوی استولی دی. علت یې دا دی چې متحده عربي اماراتو ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ تر سفر وروسته یې له ایران سره اړيکي ترنګلي شوي دي.
ولسمشر شي له خپل کوربه سره په ګډه اعلامیه کې په فارس خليج کې د عربي هېوادونو ملاتړ وښود او په غېر مستقیمه توګه یې په فارس خليج کې پر دريو ټاپوګانو د متحده عربي اماراتو د ملکيت پلوي وکړه.
په فارس خليج کې د ابو موسی، کوچني تنب او ستر تنب په نوم درې ټاپوګان په ۱۹۷۱م کال کې د بريتانويانو تر وتلو وروسته ايران په ولکه کې واخیستل، خو متحده عربي امارات یې د ملکيت دعوا کوي. يوازې پر ابو موسی خلک استوګن دي. هلته کابو ۵۰۰۰ کسان ژوند کوي.
د انګلستان په سوکس پوهنتون کې د نړيوالو اړيکي استاد کامران متين له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وويل: «د اماراتو د ملکيت د دعوی پلوي په تېره بيا سياسي معنی لري.» نوموړي زياته کړه: «د تهران حکومت په دې تېرو لسو کلونو کې له چين سره اړيکي رامنځته کړي او چين او روسیې ته د لوېدیځ په مقابل کې د خپلو مهمو شريکانو په سترګه ګوري. اوس چين د يوې ډېرې حساسې جيو سياسي لانجې په ترڅ کې د اماراتو څنګ ته درېدلی. د چين له پاره په فارس خليج کې له عربي هيوادونو سره اقتصادي همکارۍ ډېر مهم نقش لوبوي. دا قضيه څرګندوي چې چين خپلې موخې څرنګه تعريفوي او له ايران سره خپلو اړيکو ته په کوم نظر ګوري.»
له پنځوسو کلونو راهيسې متحده عربي امارات د دغو کوچنیو ټاپوګانو د ملکيت لرلو غږ پورته کوي او په دې ترتيب د ایران د حکومت له خوا د له غوسې ډک غبرګونونه را پاروي. امارات د خپل ځواکمن ګاونډي سعودي عربستان ملاتړ هم له ځان سره لري. دا جزیرې ستراتيژيکي اهميت لري ځکه چې د فارس خليج د هورمز لارې د تېلو له مسیر سره نېږدې پرتي دي.
د ستراتیژيکي ارزښت ترڅنګ دا يو ناسيوناليستي بُعد هم لري. په ټولنیزو رسنيو کې ایرانيان د ۱۸۹۱م کال يوه نقشه لاس پر لاس کوي چې د آلماني نقشه جوړونکي ادولف شتيلر له خوا جوړه شوې وه. په دې نقشه کې دغه درې جزېرې د ایران په رنګونو رنګ شوي دي.
چين د آرامولو هڅه کوي؟
د سه شنبې په ورځ د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر وويل چې چين زموږ ترڅنګ ولاړ دی. تر دې ديپلوماتيکي لانجې وروسته د چين يوه پلاوي تهران ته سفر وکړ څو د ايران د دولتي رسنيو په حواله د ایران له حکومت سره د چين پانګونې همغږې کړي.
د ایران انګلسي ژبې ورځپاڼې «تهران ټايمز» د چهار شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې «چين د ایران د ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ کوي.» د دغه رپوټ سره د چين د لومړي وزير د مرستيال هو چونهوا او د ایران د جمهوررئيس د لومړي مرستیال محمد مخبر د ملاقات يو انځور خپور شوی دی. هو چونهوا د ایران له ولسمشر رئيسي سره هم ليدلي ول.
د ایرنا دولتي خبري آژانس په حواله ولسمشر په دې ترڅ کې د چين د دريځ له کبله د ایران د خلکو او حکومت نارضايتي له نوموړي سره شريکه کړې ده.
چين خپلې موخې مخته وړي
د ايران اړوندو چارو کارپوه امير چاهکي وويل: «چين پر سعودي عربستان او د خليج همکاريو شورا پر غړيو هېوادونو تکيه کوي. د چين له پاره اقتصاد د ټولو مهمو پريکړو په مرکز کې قرار لري. چين د ایران او يا د ایران د اسلامي جمهوريت پر ضد نه دی. خو دمګړۍ ورته له سعودي عربستان سره همکاري ګټوره ده.»
ایران له لوېدیځ سره د اتومي لانجې په پايله کې د مالي بحران سره مخ دی. په هېواد کې د روانو مظاهرو له وجې هم ایران د پيکنګ له پاره يو ډاډمن شريک نه دی. د ولسمشر ابراهيم رئيسي د حکومت له خوا د ۲۰۲۱م کال د ایران – چين همکاريو ۲۵ کلن تړون هم تر اوسه نه دی عملي شوی.
ب. ص/ ن. ز (Shabnam von Hein)
زموږ له آرشيف څخه:
چين د نړۍ په اقتصاد کي
د ایران او چین د ستراتیژیک تړون لاسلیک د ډيرو غبرګونونو لامل شو. په عين حال کې ايران په تېرو دوو لسيزو کې د چين د سترې پانګونې ډېره لږ برخه راجلب کړې ده. چین په کومو هيوادونو کې څومره پانگونه کړې ده؟
د امریکن ايترپرايز موسسې د معلوماتو له مخي چين په وروستيو ۱۵ کلونو کې د نړۍ په بېلابيلو هيوادونو کې ۲ تريليونه او ۱۰۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده. له بډایه هیوادونو لکه سویس او متحده ایالاتو څخه نيولې تر افریقایي هیوادونو لکه کانګو پورې.
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand
د چین په دې پانګونه کې د ایران ونډه یوازې ۲۶.۵۶ میلیارده ډالره وه، چې په هرو پنځو کلونو کې یې اندازه نه ده بدله شوې. يعني د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ بندیزونه په ایران کې د چين د پانګونې په لږښت یا ډېرښت کې ډېر اغېز نه لري. (عکس: د تهران – شمال لويې لارې په پروژه کې چینايي کارګران)
انځور: farsnews.com
نړيوال اقتصادي بحران چې په ٢٠٠٨م کال کې پيل شو، د چين له پاره يو ښه فرصت و چې په ټوله نړۍ کې حتی په اروپا کې هم د لويو پورونو په ورکولو سره پل کښېږدي.
انځور: picture-alliance/dpa
په ۲۰۱۳ کال کې چين د ورېښمو نوې لار په نامه خپل ستر پلان پيل کړ. دغه پروژه دوې مهمې موخې لري: په ارزانه خامو موادو او ارزانه انرژۍ سره د توليد زياتول او د خامو موادو لېږد او د سړکونو، بندرونو، هوايي ډګرونو او اورګاډي پټلۍ د پراخولو له لارې د چينايي توکو پلورل.
د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز (CSIS) په وینا، چین یوازې په شپږو کلونو کې (۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹) په ۳۴ هیوادونو کې د ریل پټلۍ په برخه کې شاوخوا ۶۲ ميلیارده ډالر پانګونه کړې ده. د چین فعال اقتصادي شتون هم د خپل سیاسي نفوذ د پراخولو په معنی دی. (عکس: د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۴م کال کې د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره په کاراکاس کې)
افریقا د چټک ښاري کیدو پر لور. کارپوهان حتی وايي چې څلورم صنعتي انقلاب په افریقا کې کیږي. په هر حال د دې بدلون له پاره کافي زیربنا نشته. چین او هند له دې خلا څخه کار اخلي. (عکس: چین د موزمبیق د کب نیولو په برخه کې پانګونه کوي)
انځور: DW/S. Lutxeque
د فوربس مجلې د ليکنو له مخې، چين د افريقا تر ټولو ستر سوداګريز ملګری دی چې د دواړو خواو ترمنځ کلنۍ سوداګري دوه سوه ميليارده ډالرو ته رسېږي. په دې توګه په افريقا کې څه دپاسه سل زره چينايي شرکتونه فعال دي. د جان هاپکنز پوهنتون د چين او افريقا سوداګرۍ د څېړنې څانګې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې له افريقا څخه چين ته تر ټولو زيات صادرات شوي دي.