د آلمان له لارې له اروپا څخه د رد سويو افغانانو اخراج؟
۱۴۰۴ مهر ۲۳, چهارشنبه
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ددې تصور کولای سي چې په راتلونکي کې آلمان د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو له پاره افغانستان ته اخراجونه پر غاړه واخلي. د مسیحي سوسیال گوند CSU دغه سیاستوال په لوګزامبورک کې له خپلو اروپايي همکارانو سره تر بحثونو وروسته وویل: "د دې په بدل کې ښايي نور هیوادونه وکولای سي هغو هېوادونو ته د کډوالو ستنول پر غاړه واخلي چې د بیرته منلو په برخه کې ورسره پر مناسبو شرايطو سلا سوي وي."
د اروپايي ټولنې د داخله وزیرانو په لیدنه کتنه کې خبره پردې هم وه چې آیا د اروپايي ټولنې غړي باید دې ته مکلف کړای سي چې په راتلونکي کې د نورو غړو هیوادونو د اخراج پریکړې ومني.
د اروپايي ټولنې هیوادونه ویشل سوي دي
د بیرته ستنیدوپه اړه دغه مقرره د جامع مقرراتو یوه برخه ده او د غړو هیوادونو ترمنځ ډیره جنجالي بلل کیږي. جرمني او نورهیوادونه چې په اصطلاح د بیاځلي مهاجرت [ يعني يو کدوال له لومړي کوربه هېواد څخه بل ته تللی وي] څخه اغیزمن سوي دي، اندیښمن دي چې د ډیریو اخراجونو ارزول او پدې توگه لگښتونه او همدارنگه قانوني نااطمیناني، کیدای سي دوی ته راجع سي.
دوبرینت ټینگار وکړ چې له همدې امله، د بیرته ستنیدو د سپارښتنې يوازې منل بسنه نه کوي. هغه وویل: "طبعأ نه سي کیدای چې داسې وروستۍ مقرره به په اخره کي رامنځته نه سي چې ځینې یې ومني چې بیرته ستنیدلو ته اجازه سته او نور هم باید دغه کار ترسره کړي." د قوانینو د ممکنه اصلاح په توگه، هغه له همدې امله وړاندیز وکړ چې غړي هیوادونه کولای سي د نورو اروپايي هیوادونو له پاره د اخراج مسؤلیت په غاړه واخلي، خو که چیرې دوی له دريمګړو هیوادونو سره ورته تړونونه ولري.
له طالبانو سره آلمان مذاکرات جنجالي دي
آلمان له طالبانو سره، افغانستان ته د اخراج په اړه خبرې اترې کوي. د دوبرینت په وینا، خبرې اترې "ښه پرمختللې دي". له طالبانو سره اړیکې جنجالي دي، ځکه چې دآلمان حکومت په رسمي ډول له هغو اسلامپالو سره هیڅ ډیپلوماټیکې اړیکې نه ساتي، چې د ۲۰۲۱ کال د اگست راهیسې په افغانستان کې بیرته واک ته رسیدلي دي.
د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته د دوی د نه درناوي له امله، دوی په نړیواله کچه منزوي دي. له هغه وخت راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی دی، له آلمان څخه د قطر په مرسته دوه ځله د افغانانو اخراجونه ترسره سوي دي.