1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا افغانستان د مي ټو خوځښت له پاره چمتو دی؟

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

ښکاري چې په افغانستان کې هم مي ټو ته ورته د میرمنو د جنسي ځورونې یو غورځنګ شکل نیسي. افغانستان چې د میرمنو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی، اوس یې یو شمیر میرمنو د جنسي ناوړه استفادې په هکله خپل آواز پورته کړی دی.

Afghanistan Frauen Fußball Training  Khalida Popal
انځور: Getty Images/D. Leal-Olivas

په افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو له لوري د فوټبال د فدراسیون پر یو شمیر چارواکو باندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې وروستي تورونو ته په پام سره، په دې هیواد کې د میرمنو د حقونو دفاع کوونکې هیله منې دي چې ښايي په افغانستان کې د ناوړه جنسي ګټې اخیستي په هکله یو پراخ بحث په لاره واچول شي.

په افغانستان کې د جنسي سؤ استفادې د شتون په هکله هیڅ راز د نظر اختلاف موجود نه دی. په حقیقت کې په ۲۰۱۶م کال کې یوې څیړنې ښولې چې له هغو نجونو او میرمنو سره چې د دې څیړنې په ترڅ کې ورسره مرکې شوي، ۹۰ فیصدو یې جنسي ناوړه استفاده او په عامه ځایونو کې جنسي ځوریدل تجربه کړي دي. د دې ترڅنګ په ۲۰۱۸م کال کې د توماس رویترز بنسټ په یوه سروې کې افغانستان د میرمنو له پاره د نړۍ دوهم خطرناک هیواد ګڼل شوی دی. د دې نظر پوښتنې په اساس افغانستان د جنسي زور زیاتیو په برخه کې اووم مقام لري چې پکې جنسي ځورونه هم شامله ده.

په داسې حال کې چې افغانستان د دغې معضلې او جرم له پاره ځانګړي قوانین جوړ کړي، خو بیا هم د نارینه واک لرونکې د افغانستان په ټولنه د جنسي ځوریدنې زیاتره قربانیان د شرم له کبله دغه موضوع نه رابرسیره کوي چې له امله یې میرمنې د اواز پورته کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږي. خو د دې باوجود بیا هم وخت نا وخت زیاتره د افغانستان په سترو ښارونو کې میرمنې په دې هکله خپل آواز پورته کوي.

انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په دې برخه کې تر ټولو په یوه وروستۍ پیښه د ښځینه فوټبالرانو له لوري د فوټبال فدراسیون پر چارواکو باندې د جنسي ځورونې د تورونو په هکله ولسمشر غني ډیر ژر غبرګون وښود. نوموړي په داسې حال کې چې لویې څارنوالۍ ته یې د پیښې د پلټنې په هکله لارښونه وکړه وویل: «زه جنسي ځورونه نه شم زغملی.» تر دې وروسته د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر کرام الدین کرام په ګډون د دې فدراسیون د شپږو چارواکو دندې د جنسي ځورونې د تورونو له کبله وځنډول شوې. سربیره پر دې، فیفا هم د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پر مشر د جنسي ځورونې د تورونو له کبله کاري بندیر وضع کړی دی.

د نړیوالو پاملرنه

کابل میشته د میرمنو د حقونو مدافع ویدا صاغري هیله منه ده چې د افغان او فیفا د چارواکو له لوري دغه راز اقدامات به میرمنې وهڅوي څو په افغانستان کې د جنسي ځورونې پر ضد خپل غږ پورته کړي. نوموړې په دې هکله وايي: «کله چې افغان میرمنې وویني چې د یو چا ادعا ته جدي پام کیږي او په هکله یې پلټنه کیږي، نو په دې توګه له دوی څخه ډیری یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې د جنسي ښکاریانو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.» نوموړې همدا راز د قربانیانو د بې عزتۍ او پر هغوی باندې د تورونو د مخنیوي له پاره پر اقداماتو ټینګار کوي.

ویدا صاغري په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جنسي ځورونې په هکله غږ پورته کول خطرناک ګڼي او دا چې دغه راز غږ پورته کول کورنۍ ته بې عزتي په برخه کوي او ناوړه کار ګڼل کيږي وايي چې موږ د دې له پاره چې دغه څه په یوه ستر غورځنګ بدل کړو، لا ډیر ملاتړ ته اړتیا لري.

انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په داخل کې د جنسي ځورونې پیښه لا له وړاندې نه په افغانستان کې میشت ښځینه فوټبالرانو ته په لوړه بیه تمامه شوې ده. د دوی په وینا د دوی د پخوانیو لوبغاړو له لوري چې اوسمهال په بهرنیو هیوادونو کې میشتې دي، د جنسي ځورونې تورونه دوی ته په کور دننه او بهر کې ستونزې راولاړوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې یوې لوبغاړې سمیه حماسي دویچه ویله ته په دې هکله ویل: «د جنسي ځورونې په برخه کې د رسنیو د پام له کبله موږ اوس کار او یا پوهنتون ته نه شو تلی. اوس خلک فکر کوي چې د فوټبال د لوبډلې له ټولو غړو ناجوړه جنسي استفاده شوې ده او دغه څه زموږ ژوند سخت کړی دی.

بل لوري ته بیا د مدني ټولنې فعالان وايي چې اوس د ښځو له پاره د غږ پورته کولو تر ټولو غوره وخت دی. د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي آسیا له برخې څخه سمیرا حمیدي وايي چې اوس د دې فرصت برابر شوی چې په ټول افغانستان کې د جنسي ناوړه ګټه اخیستي په هکله یو بحث جوړ شي او ټول باید د هر هغه چا ملاتړ وکړي چې په دې هکله په غږ پورته کولو سره خپل ځان له خطر سره مخ کوي. 

د بشري او میرمنو د حقونو مدافعین وايي چې که چیرته جنسي ښکاریان مجازات شي، د قربانیانو د ساتني قوانین عملي شي او چارواکي مسوول وګڼل شي، نو په دې صورت کې افغانستان ښايي د مي ټو یا (Metoo#) په څیر د یوه ستر خوځښت شاهد شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب