1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا امريکا متحده ایالاتو د کرونا درمل موندلي دي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

 د امریکا متحده ایالاتو ساينس پوهانو ویلي چې د رمدسوير په نوم موادو د کرونا د مريضانو په درملنه کې «ښکاره مثبته اغیزه» لرلې ده. دغه مواد چې په امريکا کې کارول شوي تر اوسه د درملو په توګه د کاريدو اجازه نه لري.

BdTD beginnende Studie mit Remdesivir in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/U. Perrey

په امريکا متحده ايالاتو کې د چهار شنبې په ورځ د يوې سترې آرزونې پايلې ښوولې چې هغه مريضان چې د «رمدسوير» Remdesivir په نوم ويروس ضد مواد ورته د درملو په توګه ورکړل شوي ول، د نورو په پرتله یې د رغيدو سرعت ديرش سلنه چټک وو.

دې موندنو په لومړي ځل ښوولې چې يوه درمل د کوويد-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې يو څه مثبته اغیزه لرلې ده. د کرونا ويروس له کبله رامنځته کيدونکې دې ناروغۍ تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۲۲۰ زرو زيات کسان وژلي او د نړۍ اقتصاد ته یې سخته ضربه رسولې ده.

د امریکا د حساسيت او میکروبي ناروغيو انستيتوت له خوا چې د دې آرزونې نظارت یې کوه، ويل شوي چې هغه مريضان چې د «ګيليد سانيسس» شرکت له خوا چمتو کړي شوي درمل یې کارول، د هغو په مقابل کې چې «پلاسيبو» يا يوازې د روحي آرام له پاره بې اغیزه درمل ورته ورکول کیدل، ديرش سلنه چټګ روغ شوي دي.

د یاد انستيتوت له خوا زياته شوې: «په ځانګړي توګه د هغو کسانو له پاره چې رمدسوير یې کارول د رغيدو منځني موده ۱۱ ورځې وه، په داسې حال کې چې هغه مريضان چې پلاسيبو یې کارول، په ۱۵ ورځو کې رغيدل.»

د امریکا د حساسيت او میکروبي ناروغيو د انستيتوت د مشر انتوني فاوچي، له پاره چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له خوا په نومول شويو کسانو کې هم شامل دی، دا معلومات ښيي چې «رمدسوير د رغيدو د مودې په کمولو کې روښانه، ځانګړې او مثبته اغيزه لري».

نوموړي په سپينه ماڼۍ خبريالانو ته وويل: «که څه هم چې ۳۱ سلنه پرمختګ د سلو فيصدو په څير يوه کاميابي نه ده خو دا د دې طرحې يو ډير مهم ثبوت دی ځکه څه چې يې ثابت کړي هغه دا دي چې دا درمل د ویروس مخه نيولی شي.»

د دې څیړنې نتايجو دا هم ښوولې چې په هغو کسانو کې چې دا درمل ورته ورکړل شوي ول، د مړينې کچه ټيټه وه که څه هم چې دا توپير ډير کم وو. په هغه ډله کې چې رمدسوير ورته ورکول کيدل د مړينې کچه ۸،۰ فيصده وه، په داسې حال کې چې په پلاسيبو کارونکې ډله کې بيا دا کچه ۱۱،۶ وه.

دا څېړنه د فبرورۍ پر ۲۱مه نیټه پیل شوې وه او د امريکا متحده ایالاتو، اروپا او آسيا د ۶۸ سيمو څخه پکې ۱۰۶۳ کسان شامل کړل شوي ول. د غير شعوري قضاوتونو د له منځه وړولو په موخه نه هم مريضان او نه یې هم ډاکتران پوهيدل چې په کومه ډله کې شامل دي.

انځور: Reuters/Antara Foto/H. Mubarak

د اوکسفورد پوهنتون د وبايي امراضو متخصص پيټر هوبي، چې په دې څېړنه کې شامل نه وو، وایی: «موږ د بشپړو نتايجو ليدو ته اړتيا لرو خو که چيرې دا څه په اثبات ورسيږي نو دا به د کوويد-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يوه ډيره ښه نتيجه او ښه خبر وي.»

ولسمشر دونالد ترمپ چې دا خبر یې يوه «مثبته پېښه» بللې، وويل چې د دې درمل د عاجل جواز ملاتړی دی چې دا به د ډاکترانو له خوا د دې دوا په لا پراخه کچه سپارښتنې ته لاره هواره کړي.

د «ګيليد ساينسس» مشر دانيل او دی، هغه امريکايي شرکت چې د رمدسوير مواد توليدوي، وويل چې پلان لري هغه ۱،۵ ميليونه خوراکه دوا چې له دوی سره ذخيره ده، په وړيا توګه وويشي چې د لږ تر لږه ۱۴۰ زرو مريضانو د درملنې له پاره به کافي وي. هغه د «ستات» په نوم ويب پاڼې سره په خبرو کې زياته کړه چې شرکت به بې بیا نوره دغه دوا په مناسبه او ارزانه بيه وپلوري.

رمدسوير دوا چې د ايبولا په وړاندې یې ښه نتيجه نه وه ورکړې، د درملو په هغه ډله پورې اړه لري چې پر ويروس نيغ په نيغه ګوزار کوي. دا د «آر اين ای» او «ډي اين ای» د څلورو جوړښتونو څخه د يوه بڼه خپلوي او د ويروس په جينوم کې جذبيږي او په دې توګه د ویروس د تکثير پروسه قطعه کوي.

په داسې حال کې چې د دې څيړنو له نتايجو څخه د ساينس پوهانو له خوا پراخ هرکلی شوی، ځيني یې بيا پایلې نسبتاً معتدلې بولي. د لندن پوهنتون د حاروي طب او حفظ الصحې د څانګې د طبي احصايو کارپوه ستيفان ايوان، په دې اړه وویل: «دا لومړی ثبوت دی چې رمدسوير په رښتيا هم ګټه لري خو دا کوم دراماتيک نتایج نه دي.»

د رمدسوير د څېړنو د پايلو يو لنډيز چې تيره اوونۍ د روغتيا نړيوال سازمان پر انترنت پاڼه خپور شوی وو، ښيي چې د چين له خوا په يوه کوچنۍ څيړنه کې دا مواد بريالي نه ول ثابت شوي.

په ووهان کې پر ۲۳۷ مريضانو ترسره شوې څېړنه کې ډاکترانو د مرض د مودې د لنډولو په برخه کې کوم مثبت پرمختګ نه وو ترسترګو کړی. خو د چين دا څېړنه د ډيرو کارپوهانو له نظره په کې د شاملو مريضانو د کم شمير له وجې هم موثقه نه ده.  فاوچي هم وويل چې دا يوه مناسبه او بشپړه څیړنه نه وه.

د رمدسوير ترڅنګ د ملاريا د هايدرو کلورکین او کلورکين په نامه درمل هم په پراخه کچه د کوويد-۱۹ د مريضانو د درملنې له پاره کارول کيږي چې د اغيزو په اړه يې لا سترو څيړنو ته انتظار ایستل کيږي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب