له نن څخه دری کاله مخکې د رسنیو خبریالان په لندن کې د یوه داسې شخص په اړه د راپور جوړولو له پاره راټول شوي ول چې غوښتل یې د ستیج پر سر یو همبرگر وخوري. خو په دې همبرگر کې څه داسې مهه خبره وه؟ د دې همبرگر ځانگړینه په دې کې وه چې ۳۲۵۰۰۰ ډالره قیمت یې درلود.
دا همبرگر د هغه ریسرچ یا څیړنې نتیجه وه چې د تیرو څو کلونو راهیسې روانه وه. د گوگل بنسټ ایښودونکي او مشهور امریکایې پانگه اچونکي سیرگئ برین د دغې څیړنې له پاره پانگونه کړې وه.
سائنس پوهان وتوانیدل چې د غوایې له یوې حجرې څخه د غوښې ۲۰ زره ریشي یا تارونه جوړ کړي چې دا په حقیقت کې غوښه وه. داسې یوه غوښه چې د کوم څاروي له ذبح یا حلالولو پرته ترلاسه شوې وه یا په بل عبارت هغه کرل شوې وه.
دا د ساينس پوهانو د هغه ادعا له پاره ثبوت وو چې ویل یې غوښه په مصنوعي توگه کرل کیږي هم. درې کاله مخکې ساينس پوهانو ویل چې مارکیټ ته د داسي غوښې (کلچرډ میټ) راوړل به له ۲۰څخه تر ۳۰ کلونو پوري وخت ونیسي.
خو یوې اسرائیلي کمپنۍ دغه اټکلونه غلط ثابت کړل. د روان کال په پیل کې یوې اسرائیلۍ کمپنۍ په مصنوعي توگه د چرگ د غوښې د پیدا کولو یا کرلو طریقه کشف کړې وه او ادعا یې کړې وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کرل شوي غوښې «چکن برگر» په مارکیټونو کې موجود وي.
انځورونه: د نړۍ تر ټولو محبوب خواړه کوم دي؟
ډېري هغه شيان چې يې خورو، اصلا د نړۍ له نورو برخو څخه راځي. دا چې کوم خوراکي توکي له کومو هېوادونو څخه سرچينه اخلي، د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ځان ته معلومولی شئ.
انځور: picture-alliance/Ch. Mohrوريژې اصلا له چين څخه دي. نن سبا د نړۍ څه باندې نيمه برخه اوسېدونکي وريژې خوري. د يو کليو وريژو د توليد له پاره ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ ليټره پورې اوبه پکار دي. د خوړو نړيوال سازمان د وريژو له ډېر خوراک څخه خبرداری ورکړی دی ځکه چې په ډېرو سيمو کې د ارسن په نوم زهرجن مواد په اوبو کې وي.
انځور: Tatyana Nyshko/Fotoliaد ۷۰۰۰ کلونو راهيسې د مديترانې په سیمه کې غنم کرل کيږي. د ډوډۍ يا مکاروني په شکل هغه په تر ټولو مهمو خوړو کې شمېرل کيږي. تر ټولو ستر توليدونکي هېوادونه يې د امريکا متحده آيالات، چين، هند، روسيه او فرانسه دي.
انځور: Fotolia/Ludwig Berchtoldجوار، د جنوبي امريکا سوغات
جوار د مرکزي مکسيکو څخه دي چې اوس په ټوله دنيا کې کرل کيږي. يوازې ۱۵ سلنه جوار د انسانانو د خوراک له پاره وي، ځکه چې لويه برخه يې ژويو ته ورکول کيږي. د خوراکي موادو صنعت ورڅخه د ګلوکوز ټينګ شربت جوړوي چې په نورو خوراکونو کې کارول کيږي. د امريکا په متحده آيالاتو کې ۸۵ سلنه جوار په ارثي يا جنتيک ډول بدل کړل شوي دي. نور هېوادونه هم په دې لاره پل ږدي.
انځور: Reuters/T. Bravoکچالان، د اند د غرونو څخه راځي
د کچالانو يا پټاټو ننني ډولونه د جنوبي امريکا د اند غرونو له پټاټو څخه سرچينه اخلي. له څه باندې ۳۰۰ کلونو راهيسې دغه بوټی په اروپا کې هم کرل کيږي. خو چين، هند او روسيه نن سبا تر ټولو زيات کچالان کري.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Büttnerګنی له ختيځې آسيا څخه راځي چې د ۲۵۰۰ کلونو راهيسې ورڅخه ګټه اخيستل کيږي. هغه اوس تر ټولو زيات په برازيل کي کرل کيږي. د نړۍ په بازارنو کې ګنی د بورې د جوغندر په پرتله ارزانه وي. دغسې خواږه جوغندر په اروپا کې کرل کيږي چې ورڅخه بوره جوړيږي.
انځور: picture-alliance/RiKaقهوه يا کافې اصلا له اتيوپيا څخه ده. په ټوله دنيا کې ۲۵ ميليونه انسانان د قهوې په کرلو خپل ژوند تامينوي. د قهوې بيه د نړيوالو بازارونو په تقاضا پورې اړه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/N.Armerچای تر ټولو محبوب څښاک دی
چای له چين څخه راځي او د اوبو وروسته تر ټولو محبوب څښاک بلل کيږي. هره ثانيه څه باندې ۱۵ زره پيالې چای څښل کيږي. نن سبا په کېنيا، سري لنکا او هند کې تر ټولو زيات چای کرل کيږي.
انځور: DW/Prabhakarکاکاو د خوږو شيانو له پاره کاريږي
د جنوبي امريکا په شمال کې اڅتېک قومونو له کاکاو پليو څخه د پيسو په صفت کار اخيسته. ځينې مشروبات يې هم ورڅخه جوړول. نن سبا له کاکاو څخه چاکلېټ او خواږه شيان جوړيږي. کاکاو يو ډول څښاک ته هم وايي چې شودې پکې استعماليږي.
انځور: imago/Xinhuaکېله د حاروي سيمو اصلي مېوه ده
کېله په ټوله نړۍ تر ټولو محبوبه مېوه ده. هغه اصلا له جنوب ختيځې آسيا څخه ده. تر ټولو ستر صادرونکي هېوادونه يې په لاتينه امريکا او کاريبين کې دي.
انځور: Transfair
د سوپر میټ کمپنۍ یوې ویاندي شیرفریډمن، خبریالانو ته ويلي: «دا یوه بهترینه حل لاره ده. خلک به مجبوره نه وي چې خپل عادتونه بدل کړي، ځکه ته خلکو ته هم هغه محصولات ورکوئ چې هغوی یې له کلونو راهیسې خوري.»
د نړۍ ډیر لابراتوارونه په مصنوعي توگه د غوښي ترلاسه کولو تجربې کوي، خو سوپر میټ خپله پاملرنه یوازي د چرگ غوښې ته متمرکزه کړې ده.
د دغې کمپنۍ اصلي مقصد د چرگ له حجرۍ څخه د سینې داسي غوښې تیارول دي چې په یوه کوچني ماشین کې هم جوړېدلای شي. داسي ماشین چې په کورنو او رستورانتونو کې هم ایښودل کیدای شي. خلک به په دې ماشین کې یو کپسول ږدي او دغه کپسول به د کرل شوي غوښې شکل غوره کوي.
د امریکایې پانگوال په برین برگر کې «د ویني رقیق مایعات یا سیرم» له ټکنالوژۍ څخه کار اخيستل کیږي، په داسې حال کې چې د اسرائیلي کمپنۍ د هیبریو یونیورسټۍ پروفیسور یاکووف ناهمیاس، هغه ټکنالوژي استعمالوي چې نوموړي د حجرو په اړه په ۲۰۱۶م کال معرفي کړی وه.
د چرگ غوښي د کلچر خبره نوی نه ده
په نړۍ کې د چرگ د غوښې کرلو مفکوره نوی نه ده. نږې یوه پیړۍ مخکې هم دغه مفکوره د نړۍ په یوه نه یوځای کې موجوده وه.
په ۱۹۳۲ م کال کې ونستن چرچل په خپل یو مضمون «ففټي ایئرز هینس» کې لیکلي وو: «موږ باید له بېهوده کار څخه پرهیز وکړو چې موږ یوازې د سینې یا وزر د خوړلو له پاره ټول چرگ ضایع کړو. موږ باید په یوه طریقه دغه برخې یا اندامونه جلا جلا تولید یا وکرو.»