1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ترمپ له روسیې سره پټ معلومات شریک کړي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د «واشنگټن پوسټ» ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملاقات په ترڅ کې ډیر حساس پټ معلومات افشا کړي دي. خو سپینه ماڼۍ دغه رپوټ ردوي.

USA Treffen zwischen Trump und Lavrov
انځور: picture alliance/dpa/A. Shcherbak

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د متحدو ایالاتو د اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دې کار سره ښایي د معلوماتو سرچینه له خطرسره مخامخ شي.

ویل شوي دي چې دغه معلومات د تندلاري ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په هکله ول. ترمپ تیره اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرگي لاوروف او په متحدو ایالاتو کې د روسیې له سفیر سیرگي کیسلياک، سره لیدلي ول.

د ورځپاڼي په رپوټ کې راغلي دي چې ترمپ په دغه ملاقات کې هغه جزئیات شریک کړی دي چې داعش څرنگه په الوتکو کې له لیپ ټاپونو څخه د بریدونو له پاره استفاده کول غواړي.

همداشان رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د امریکا د حکومت دوو چارواکو دا خبره تائید کړې ده چې ترمپ د داعش پر وړاندې د یوه پلان شوي برید په هکله معلومات هم شریک کړي دي.

د واشنگټن پوسټ د رپوټ له مخې متحدو ایالاتو له خپل بل شریک څخه دغه ډیر حساس معلومات تر لاسه کړي ول چې له روسیې سره یې د شریکولو په هکله رضایت نه وو ښوول شوی.

ويل شوي دي چې ترمپ په دې اقدام سره له خپل متحد سره همکاري په خطر کې اچولې ده. خو رپوټ زیاتوي چې دا خبره احتمال نه لري چې ترمپ دې له کوم قانون څخه سرغړونه کړې وي. ځکه چې ولسمشر پراخ واک لري او په امریکا کې کوم داسې قانون نه شته چې ولسمشر د دغسې معلوماتو له شریکولو څخه منع کوي.

سلاکاران او حکومت دغه خبره ردوي

د ترمپ امنیتي سلاکار هیربېرت رایموند مک ماسټر، چې تیره اوونۍ یې په اوول دفتر کې په دغه غونډه کې گډون درلود دغه رپوټ قسما ردوي. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې «نن ماښام خپره شوې کیسه غلطه ده.»

انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د شکمنو معلوماتو د شریکولو په تړاو هغه ډاډ ورکړ چې «دا کار نه دی شوی.» د هغه په خبره «په هیڅ وخت کې د استخباراتي میتودنو» او یا «سرچینو یادونه نه ده شوې.» مک ماسټر ویلي دي چې «ولسمشر د هیڅ داسې پوځي عملیاتو په هکله بحث نه دی کړی، چې لا تر مخه یې په عامه محضر کې په هکله معلومات نه وو.»

د ولسمشر امنیتي سلاکار ویلي دي چې داسې هیڅ څه «نه شته چې ولسمشر یې د امریکایي ولس له امنیت څخه جدي گڼي.» خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې مک ماسټر په څرگند ډول دا خبره نه ده رد کړې چې ښایي ولسمشر دغه پټ معلومات شریک کړي نه وي.

همداشان د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، په یوه بیانیه کې ویلې دي چې ترمپ په دغه ملاقات کې د هیڅ ډول «سرچینو، میتودونو او یا هم له پوځي اقداماتو» څخه یادونه نه ده کړې. په سپینه ماڼۍ کې د ترمپ یوې سلاکارې دینا پاول، هم دغه تورونه رد کړي دي.

(dpa/afp/Washington Post- SR)

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب