سره له دې چې تلویزیون د معلوماتو د ترلاسه کولو او ساتېرۍ یوه ښه وسیله ده، خو په دې شرط چې اعتدال پکښې وساتل شي. تلویزیون ته تر اندازې ډيره ناسته د انسان روغتیا ته زیان رسوي او حتی د مرګ له ګواښ سره یې مخامخ کوي.
اعلان
د چاپان هیواد د اوساکا پوهنتون د یوې نوې څیړنې د رپوټ پر بنسټ تر ۵ ساعتونو ډیر او یا هم په پرله پسې ډول څو ساعتونه تلویزون لیدل کیدای شي انسان د «پلمونري امولیزم» پi ناروغۍ اخته کړي. دغه ناروغۍ د انسان ژوند ګواښلای شي.
«پلمونري امولیزم» د سږو په مرکزي شریانونو کې د وینې کوچني رګونه خوري یا له منځه وړي چې په عمومي ډول په شریانونو کې د ویني د جریان د بطي کیدو او یا هم بندیدو سبب ګرځي. دغه ناروغي د انسان د مړيني سبب هم کیدای شي.
د «پلمونري امولیزم» د ناروغۍ علائم:
د سینې درد، د سا اخیستلو په وخت کې ستونزه (تنفسي مشکلا) او د پښو د درد ترڅنګ انسان تبه هم لري. که په یو چا کې دغه علایم را څرګندیږي باید په عاجل ډول خپل معالج داکتر ته مراجعه وکړي. په ساکن حالت کې د انسان بدن پاتېدل په دغي ناروغۍ د اخته کیدو یو له لاملونو څخه دی.
په نني عصر کې د نورو آسانتیاو تر څنګ انسان کولی شي چې په موبائل، کمپیوتر، تابلیت او تلویزون کې د خپلې خوښې پروګرامونه په اسانۍ سره وويني. د دغو پروګرامونو د لیدو پر مهال انسان څو ساعتونه پخپل ځای کې پاتيږي او حرکت نه کوي. پر دې ناروغۍ له اخته کیدو څخه د ځان ساتنې تر ټولو ښه لاره ورزش دی.
ویل کیږي چې تلویزون له خپل زرین پېر څخه تیریږي. که کېبل چینلونه وي یا په آنلاین بڼه د لیدو له پاره ښه تلویزوني مواد موندل کیږي. له همدې کبله د تلویزون پر پرده کار کوونکي لوبغاړې زیاتې پیسې اخلي.
انځور: picture-alliance/dpa/G.D'Alema
صوفیا ویرگارا، لومړی مقام لري
صوفیا ویرگارا له کاله د ۴۳ میلیونه یورو په گټلو سره په لومړي سر کې ځای لري. دا په پر له پسې توگه پنځم کال دی چې هغه په دغه نوملړ کې لومړی مقام لري. هغه د «ماډرن فیملي» یا عصري کورنۍ تلویزوني سیریال ستورې بلل کیږي.
انځور: Reuters/A. Latif
’بگ بینگ‘ دوهم ځای خپل کړی
له کاله د ۲۴،۵ میلیونه ډالرو په گټلو سره کیلی کوکو، په دغه نوملړ کې دوهم ځای نیولی دی. په بگ بېنگ، نومې مشهور تلویزوني سیریال کې هغه د «پيني» نقش لوبوي او د دغه سیریال د یوې برخي له پاره یو میلیون ډالره تر لاسه کوي.
انځور: Kevin Winter/Getty Images for Critics' Choice Television Awards
مېندي کیلنگ
میندي کیلنگ هر کال ۱۵ میلیونه ډالر گټي او په دې ترتیب په دریم ځای کې قرار لري.
انځور: Getty Images/K. Djansezian
ستانا کاتیک، اووم ځای خپل کړی
هر کال د ۱۴.۵ میلیونه ډالرو په گټلو سره په دغه نوملړ کې ایلن پومپیو او ماریسکا هرگیټی، په ترتیب څلورم او پنځم مقام خپل کړی دی. شپږم ځای بیا کیري واشنگټن او اوو مقام بیا ستانا کاتیک خپل کړی دی.
په دغه نوملړ کې نهم ځای جولیانا مارگیولس خپل کړی او لسم ځای بیا جولي بوون نیولی چې په ماډرن فیملي، نومې ډرامه کې کار کوي او له کاله لس میلیونه ډالر گټي.
انځور: AP
انځورونه1 | 7
انځورونه: په انسانانو کي ولي د ليد ستونزه زياته شوې؟
ډیري علمي برياوي د انسانانو د منځني اوسط عمر د ډېرښت سبب شوي، خو ځیني برياوو بیا د انسان د بدن پر یوه غړي منفي اغیز لرلی دی، لکه «سترگه». تلویزون، کمپیوتر او ځیرک تلیفون انسانان داسي کړي چې نژدي وويني.
انځور: picture-alliance/dpa/McPHOTOs
په تیرو ۱۳۰ کلونو کې ډیري علمي برياوي د انسان د منځني اوسط عمر د ډېرښت سبب شوي دي، خو ځینو يې بیا د انسان پر یوه غړي باندي منفي اغیز لرلی دی، لکه پر «سترگه». څیړونکو او د سترگو ډاکټرانو د «نژدې لیدني» د سونامۍ په هکله خبرداری ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/McPHOTOs
اوس ډیر انسان یوازي «نزدې» ته نظر اچوي. هغوی چې سهار له خوبه راپاڅیږي لومړی په خپل سمارت یا ځیرکه تلیفون کې خبرونه او یا بریښنا لیکونه گوري. په ښاري سرویسونو او یا اورگاډو کې لیدل کیږي چې انسانانو خپل نظر اخبار، کتاب او یا سمارت ته اچولی وي.
انځور: Getty Images/C. Koall
د کار په چاپیریال کې هم ډیر انسانان لږ تر لږه په ورځ کي اته ساعته د کمپیوتر سکرین ته گوري او تر کار وروسته بيا څو ساعته سترگي تلویزون ته وچي پاته وي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe
د اروپا د سترگو د مرکز اپيدمولوژي، د معلوماتو له مخي اوس له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۲۹ کلنۍ پوري ۴۷ سلنه ځوانان د نزدې نظر له ستونزي سره لاس او گریوان دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۵۵ څخه تر۵۹ کاله لرونکو انسانانو په منځ کې دغه ستونزه ۲۸ سلنه او له ۶۵ څخه تر ۶۹ کاله عمر لرونکو کسانو په منځ کې بیا ۱۶ سلنې ته رسیږي.
انځور: Volker Lannert/Universität Bonn
که څه هم په اروپا کې د ماشومانو او ځوانانو د ليد په هکله د اتکا وړ ارقام نه شته، خو د توبینگن پوهنتون د متخصصینو په آند د آسیا په ختیځ کې د ماشومانو وضعیت ته په کتو سره د «نزدې لیدلو» څپه اروپا ته هم پر لار ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Bodo Marks
په جنوبي کوریا کې د تر سره شوو څیړنو له مخې ۹۶ سلنه ۱۹ کلن لږ تر لږه د نیم دیوپتر په لرلو سره نزدي لیدونکي دي. (ديوپتر د عدسې د توان د اندازه کولو واحد دی.)
انځور: picture-alliance/dpa/Yonhap
په چین کې ۹۰ سلنه محصلین د لیري ليدلو له عینکو څخه کار اخلي. په تایوان کې ۸۴ ماشومان نزدي ويني او له په ليري ليدلو کې ستونزي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Lai Xinlin
په ختیځي آسیا کې متخصصین د نزدې نظر له پاره درې دلایل وړاندې کوي. ۱- ماشومان ډیر ژر ښوونځیو ته لیږل کیږي او د هغوی سترگې زیاتره وخت له سهار څخه تر مازیگره د ورځې په رڼا کې نژدې شیانو ته گوري. ۲- ماشومان تر کور دباندې لږ وخت تیروي او دریم دا چې په دغو هیوادونو کې ماشومان ژر الیکترونیکي ابزارو لکه گیمونو او ځیرک تلیفونونو ته مخه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Zhou Chao
د انسان د سترگې وده له زیږیدو لږ وروسته پيلیږي. که چیري د سترگې وده په طبیعي حالت و نه دریږي او ادامه پیدا کړي نو د سترگې طول له کروي حالته وځي او بیضوي شکل (پورتنی انځور) اختیاروي.
د هغو کسانو شمیر چې د زیږدنې او د ژینتیکي ډولونو سره د نزدې نظر لرونکي په توگه پیدا کیږي ډیر کم دی. د سترگو د نظر نزدیوالی په آزاده هوا کې د وخت تیرولو له میزان سره مستقیمه اړیکه لري. څیړنو ښوولې ده چې د ورځې په اوږدو کې تیز لمر د سترگکۍ د قرینې د محدب کیدو پر بهیر باندي مستقیم اغیز لري.
انځور: Fotolia/eyetronic
په چین کې تر سره شوو څیړونو ښوولې ده: «هغه ماشومان چې د ورځې په اوږدو کې د یوه ساعت له پاره تر کور د باندې آزاده فضا ته استول شوي دي، لمر د هغوی د سترگو د ودې د کمښت پر میزان مستقیم اغیز لرلی دی.»
انځور: picture-alliance/dpa
د بیلابیلو دلایلو له مخي میندي او پلرونه خپلو ماشومانو ته له کوره دباندې د وتلو اجازه نه ورکوي او تر ښوونځي وروسته هغوی ډیر ساعتونه په کور کې تیروي. د بیلگې په توگه په سنگاپور کې ماشومان په اوسط ډول په اوونۍ کې درې ساعته تر کور دباندې تیروي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel
جالبه خو لا دا ده چې د آلمان د گوتنبرگ انستیتوت له لوري د خپرو شوو معلوماتو له مخې د سترگې نزدې لید یا نظر د خلکو د زده کړو له میزان سره هم مستقیمه اړیکه لري. په آلمان کې ديپلوم لرونکي کسانو په منځ کې د نزدې نظر یا لید ستونزه ۳۵ سلنه ده او د لوړو زده کړو د خاوندانو په منځ کې بیا آن ۵۳ سلنې ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas
د گوتنبرگ د څیړنو تر مخه متخصصین په دې باور ول، چې د سترگو د ودې او لید تناسب له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۰ کلنۍ پورې د کار له ډول سره تړلی دی. دا په داسې حال کې چې پر نزدې لید یا نظر باندې د زده کړو د میزان او یا هم د ژینتیکي فاکتورونو اغیز هم ډیر دی.
انځور: Colourbox
تحقیقاتو ښووله ده چې لنډي فاصلې ته په دایمي او پر له پسې توگه نظر اچول د دې باعث گرځي چې سترگه په دغه ډول نظر اچول په کمه انرژۍ سره هغه په عضلو کې تطبیق کړي. روغتیا پال د نزدې نظر یا لید سره د مقابلې له پاره له آزادې هوا او د لمر له رڼا څخه استفاده او همداشان د نزدې او لیري نظر تر منځ د نوبت سپارښتنه کوي.