1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا جنيتکي بدلون به د کرونا ويروس ژر کمزوری کړي؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

دا چې په چین کې د کرونا ويروس نوې څپه ظاهراً د کرونا ويروس په جنتيکي بدلون پورې اړه لري، هیڅ د وارخطايي خبره نه ده. جنيتکي بدلونونه کولی شي د سارس CoV-2 ویروس په منځمهاله توگه په يوه ډېر عادي ریزش بدل کړي.

Coronavirus- COVID-19 - Mikrografie
انځور: Imago/NIAID-RML

د کرونا ويروس اغیزمن درمل او يا  واکسين جوړول ځکه مشکل دي چې يو ويروس د وخت په تیريدو سره په دوامداره توگه ځان بدلوي. د تازه وبا له رامنځته کیدو کابو نیم کال وروسته په ټوله نړۍ کې څيړونکو د سارس CoV-2 ویروس ۱۰۰ Mutations يا جنیتکي بدلونونه راجستر کړي دي.

د ويروس څو ډوله او يا په ويروس کې دا ډول بدلونه عادي دي، ځکه د وخت په تیريدو سره د ويروس ارثي مواد تغير کوي او د ويروس نوی ډولونه رامنځته کيږي. په دې ترڅ کې د ويروس خصوصيات يا ځانگړنې هم تغير کولی شي. د دې په پايله کې اصلي ویروس يا خو کمزوری کيږي او يا نور قوي او خطرناک کیږي.

د ویروس د دې بيلو ډولو پر مټ سړی تشريح کولی شي چې ولې د نړۍ په ځينو سيمو کې د يوې ناروغۍ عامل ميکروبونه د ناروغۍ د سختې او په ځينو کې د کمزورې څپي لامل کيږي. يعني د ځينې سيمو په خلکو کې علامل شديد وي او د نورو سيمو پر خلکو بيا همدا ناروغي آسانه تيريږي. همدا راز دا هم د ميکروب په بڼه پورې اړه لري چې ځیني انسانان ډېر او ځينې هیڅ علايم نه ښکاره کوي.

په چين کې د دويمې څپې ویره

په اصل کې چين چې د کرونا وبا پکې سرچينه اخيستې وه، پر گرځيدو او له کوره پر وتلو د مطلق بندیز په لگولو سره د کوويد ۱۹ ناروغۍ د خپريدو مخه ونيوله او دا ويروس یې کنترول کړ. په دې تیرو اوونیو کې کابو هیڅ نوې پېښې نه وې ثبت شوې. يوازې د ځينو هغو کسانو پايلې مثتبې وې چې له نورو هېوادونو څخه چين ته تللي ول.

خو په دې تیرو ورځو کې د چين په يو شمیر ايالتونو کې يووار بيا د کرونا نوې پېښې ثبت شوی دي او دا پېښې ظاهراً په هغو کسانو کې موندل شوي چې د چين څخه وتلي نه ول.

په چين کې د کرونا د نوې څپې له ویرې سخت حفاظتي اقدامات وضع شويانځور: Getty Images/AFP/G. Baker

د چين د روغتيا د ادارې څخه ويروس پيژندونکی زينگ گوانگ د «گلوبل ټایمز»  ورځپاڼې ته وويل چې لومړۍ آزموينې ښيي چې دمگړۍ په چين کې د ويروس يوه بله بڼه په گردش کې ده. په پيکنگ کې موندل شوی سارس CoV-2 ویروس د اصلي ويروس څخه يو لږ څه بدل دی. د نوموړي په خبره به اوس دا نتايج د نورو هېوادونو له ارزونو سره پرتله کیږي څو په اصل ويروس پسې پَل واخيستل شي.

دوامداره محافظتي اقدامات

د چين د روغتيا ادارې د نوي کرونا ويرس پَل د پيکنگ د زنگفادي په مارکيت کې د کبانو د ټوټه کولو تر تختو تعقيب کړی دی. دا هغه ځای دی چې له بهر وارد شوی لکس کبان پکې پروسس کیږي. دا چې دا لکس به له کومه ځایه راغلی وي، معلومه نه ده ځکه چين ته له يو شمیر هېوادونو لکه ناروې، چيلي، آسترليا، کانادا او فارو ټاپوگانو څخه دغه کبان وارديږي.

د پيکنگ دغه بازار د شنبې او يکشنبې په ورځو تړل شوی وو. د دغه بازار کابو لس زره دوکانداران او کارکوونکي به وآزمويل شي چې آیا کرونا ويروس خو نه لري. همدا راز د پيکنگ په جنوب کې سيمې قرنطين شوي او ښوونځي او وړکتونونه تړل شوي دي.

ميوتيشن يا جنيتکي بدلون څرنگه رامنځته کيږي؟

ويروسونه د تکثير له پاره له کوربه حجرې څخه استعفاده کوي. کله چې ویروس دغه ډول يوه حجره اشغال کړي نو له خپلې هستې څخه ارثي معلومات کوربه حجرې ته انتقالوي. په دې توگه د کوربه د بدن حجرې د دې ويروس په ميليونو کاپي گانې جوړوي. خو کله چې د بيا ځلي توليد پر وخت يوه کوچنې تیروتنه کيږي نو د ويروس جنيتکي کوډ هم تغیروي او موتيشن رامنځته کیږي.

دا چې کرونا ويروس په لومړي ځل کله انسان ته انتقال شوی تر اوسه معلومه نه ده. خو څيړونکي په دې آند دي چې په ويروس کې لومړي تغيرات آن د چين په ووهان ښار کې رامځته شوي ول. د اټکلونو پر اساس هغه پروټین چې په مرسته یې ویروس په حجرو پورې ځان نښلوي، آن په کوربه ژوي کې تغیر شوی وو، احتمالاً په ماښام څکالي او يا په نورو هغو ژويو کې چې د کرونا ويروس د خپرولو شک ورباندې کيږي.

په هر حال کې همدې جنتيکي تغیر انسانانو ته د دې ويروس انتقال ممکن کړی. په عمومي توگه د انسان بدن کولی شي ځان د ويروسونو په مقابل کې خوندي کړي. هغه انتي بادي جوړوي چې د دې ډول ويروسي بريد ونو څخه دفاع کوي او د ناروغيو د عاملينو په مقابل کې مصئونیت پيدا کوي.

د تکثير پر وخت کوچنۍ تیروتنه د ویروس جنتيکي کوډ ته هم تغیر ورکويانځور: picture-alliance

خو که د ناروغۍ عامل لا دمخه بدل شوی وی يعني جنيتکي تغيتر پکې راغلی وي او په بدن کې جوړه انتي بادي د ويروس د زړې بڼې په مقابل کې اغیزمنه وه، نو بيا دا انتي بادي په څرگند ډول لږ اغیزمنه ده.

له همدې وجې موږ په بيا بيا ریزش کیږو. د انسان بدن که څه هم چې د مخکني ريزش په مقابل کې اړونده انتي بادي جوړه کړې وي خو د عامل د تغير شوې بڼې پر ضد انتي بادي نه لري او په دې توگه موږ پر ریزش اخته کیږو.

آیا جنتيکي تغیرات خطرناک دي؟

ډېری نښې ښيي چې په چین کې د ويروس نوې څپه د يوه نوي جنتيکي تغیر سره اړيکه پيدا کوي ځکه دا ځل د ويروس علايم ډير سست دي. خو وارخطايي او انديښنې ته اړتيا نه شته ځکه جنتيکي بدلونونه تل يو ویروس لا نور نه خطرناک کوي. ځيني جنتيکي تغيرات کيدای شي يو ويروس ډېر کمزوری کړي.

د برلين د شېريټې روغتون څخه ډاکتر کرستيان دروستن په اصل کې جنتيکي بدلون په ټوله کې مثبت بولي. ځکه د نوموړي په آند د نوې څيړنې په حواله «د کرونا ويروس په خپله نوې بڼه کې په پزه کې ښه تکثير کوي او له دې ځایه ژر نورو ته انتقاليږي.»

د روستن وويل چې د جنيتکي بدلون له وجې ويروس کولی شي د انسان په پزه کې ښه تکثير وکړي چې د دې نتيجه به دا وي چې دا ويروسي وبا به ښايي د وخت په تیريدو سره يو څه بې ضرره شي. د هغه په خبره که څه هم چې ویروس به پر سږو هم اغیز کوي خو دا اغیزه به ډيره شديده نه وي او سړی به داسې احساس کوي چې ريزش یې شديد شوی او په کور کې به پاتيږي او په دې توگه به نور نه پرې ککړ وي. د دې نتیجه به داوي چې ویروس به ډېر نه خپريږي.

د جنتيکي تغیراتو په پايلې کې کیدای شي يو ویروس يو وخت ډېر ضعيف او بالاخره ورک شي. يو مثال یې په ۲۰۰۳م کې رامنځته شوی د سارس ويروس دی. دغه ويروس لومړی د چين په جنوب کې رامنځته شوی وو او په ټوله نړۍ کې یې ۷۷۴ کسان وژلي ول.

bs/nz ( Alexander Freund )

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب