1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

جنګي جرم څه ته وایي؟

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې دوی د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړه کې د ترسره شويو جنګي جرمونو شواهد په لاس کې لري. خو جنګي جرم په اصل کې څه ته وايي؟

په لبنان کې د حزب الله پر سنګرونو بريدونه
د اسرائېل او حماس ترمنځ جګړهانځور: Hussein Malla/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو جرګه ګۍ پر اسرائيل د حماس ترهګرې ډلې له لومړي بريد يوازې درې ورځې وروسته اعلان وکړ چې د دې شورا يو خپلواک پلټونکي کمېسیون د دواړو اړخونو له خوا د شويو جنګي جرمونو «څرګند شواهد» لري. خو دا جرمونه څرنګه مشخصيږي؟

د جنګي جرمونو تعريف

د ملکيانو پر وړاندې د جنګي جرمونو تعريف د جزا د نړيوالې محکمې (ICC)  د روم د اساسنامې په اتمه ماده کې درج دی او د ۱۹۴۹م کال د ژنيو د کنوانسيون پر بنسټ ولاړ دی.

دا جرمونه په يوه شخړه کې د بشري قوانينو څخه د جدي سرغړونو یعني د ملکيانو پر وړاندې د عمومي تاوتريخوالي په توګه تعريف شوي دي.

د نړيوالو قوانينو يو امريکايي کارپوه او د امريکا متحده ایالاتو د سيراليون له پاره د ځانګړې محکمې څارنوال، اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل: «په قصدي توګه د ملکيانو او ملکي شيانو په نخښه کول چې هیڅ پوځي اړين دليل يا وجه ونه لري، جنګي جرم دی.»

نوموړی زیاتوي: «دا يو معيار دی چې د نړيوالو قوانينو له مخې یې دواړه اړخونه پابند دي.»

د «جنګي جرم» حقوقي مفهوم د «بشريت ضد جرمونو» او يا «ټول وژنې» له مفهوم څخه جلا دی. په داسې حال کې چې جنګي جرمونه تر شخړو محدود وي او په سيمه ایزه توګه او يا د دوو دولتونو ترمنځ کیږي، خو بشريت ضد جرمونه او ټول وژنې بيا د سولې پر وخت هم کیدای شي.

آیا پر ملکيانو بريدونه تل جنګي جرم دی؟

په لنډه توګه «نه».

د تورنتو په پوهنتون کې د «نړيوالو چارو او عمومي تګلارې له مونک سکول» څخه مارک کیرستن، په ۲۰۲۲م کال کې دويچه ويله ته ويلي ول: «د جګړې قوانين تل ملکيان له مرګه نه ژغوري. اړينه نه ده چې د هر ملکي مړينه دې غير قانوني وي.»

د شخړې پر وخت د يوه پوځي اقدام د جنګي جرم په توګه ډلبندي په دې پورې اړه لري چې آیا دغه ګام د توجيې وړ وو او که نه. په دې ترتيب د يوه ښوونځي او يا استوګنې د ودانۍ بمبار کول هغه وخت جنګي جرم نه ګڼل کيږي تر څو دا کار د پوځي پلوه اړين وي.

له لېرې څخه د دې ډول توپير کولو ستونزه د اوسني کړکيچ په ترڅ کې راپورته شوې ده: غزه چې د نړي له ګڼ میشتو سيمو څخه يوه ده، په اړه یې زياتره کارپوهان وايي چې دا هیڅ امکان نه لري چې هلته دې بمبار وشي او د میشتو څه نا څه ۲،۲ ميليونه وګړو څخه دې څوک ونه وژل شي.

په دې ډول وضعيت کې په نخښه شوي هدف مشخصول د دې په ټاکنه کې چې آیا يو جنګي جرم شوی او نه که، کليدي نقش لري.

د تناسب مفهوم څه شی دی؟

ځانګړې محکمې د دريو اصولو په کارولو سره دا مشخصوي چې آیا يو پوځي اقدام يو جنګي جرم دی او که نه. توپير يا فرق کول، تناسب او احتیاط.

تناسب پوځونه له دې منع کوي چې د يوه بريد په غبرګون کې له حده ډېر تشدد څخه کار واخلي. توپير دې ته اړتيا لري چې د پوځ غړي په دوامداره توګه د ملکيانو او جنګياليو ترمنځ د فرق کولو هڅه وکړي. احتياط بيا له د دې له پاره وي چې ملکيانو ته د زيان رسېدو د مخنيوي په موخه له هر ډول امکاناتو کار اخيستل شوی وي.

خو بايد وويل چې پر دې هر څه سربیره بيا هم د جنګي جرم تعريفول ډېر ستونزمن کار دی.

په غزه کې تر بريدونو وروسته يو ماشوم ژغورل کیږيانځور: Belal Khaled/AA/picture alliance

د مثال په توګه دا ښايي روښانه وي چې د اسرائيل له خوا د جمعې په ورځ د غزې تراډي په شمال کې ملکيانو ته د تخلیې امر د «احتياط» په ګټګوري کې راځي، خو د بشري حقونو ډلو چې ملګري ملتونه او د سره صليب نړيواله کمېټه هم پکې شامله ده، ويلي دي چې همدا خبرداری پخپله د نړيوالو بشري قوانينو څخه سرغړونه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د پروګرام مشرې ساري باشي، د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي: «د اسرائيل پوځ بايد په غزه کې ملکيانو ته تر بريدونو دمخه خبرداري جاري کړي خو که دا څه په رښتيا په خوندي توګه د هغوی په وتلو کې مرسته وکړي او يا يوه خوندي ځای ته په رسيدو کې.»

نوموړې زياته کړې: «خو په داسې حال کې د تښتيدو خبرداری ورکول چې په اصل کې هيڅ خوندي ځای نه وي او نه هم هلته د رسيدو خوندي لاره نو په دې ډول وضعيت کې دا اغیزمن خبرداری نه دی.»

د اسرائيل او فلسطينیانو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې تل د تناسب اصل هم تر بحث لاندې راځي. ځيني وايي چې په روان کړکېچ کې د اسرائيل بريدونه د حماس خونړيو بريدونه ته په کتلو توجيې کیږي. خو نور بيا وایي چې د اسرائيل پوځ له حده ډير اقدامات وکړل. دا ډول پوښتنې هغه پوښتنې دي چې د جزا د نړيوالې محکمې د پلټنو د پروسو په ترڅ کې پلټل کيږي.

د جزا نړيوالې محکمې نقش

د جزا نړيواله محکمه د هالند په دنهاک کې مقر لري او د يوې يوازنۍ دايمې نړيوالې محکمې په توګه دا اختيار لري چې د جنګي جرمونو، ټول وژنې او بشريت ضد جرمونو قضیې تعيقب کړي.

دا محکمه په ۲۰۰۲م کال کې د روم د اساس نامې له مخې تاسيس شوې وه. ټول هغه هېوادونه چې د دغه اساس نامې منوونکي دي، مکلف دي چې د جزا د نړيوال محکمې سره همکاري وکړي او شواهدو او شاهدانو ته د لاس رسي او د مجرمينو په نيولو کې بايد مرسته وکړي.

د جزا نړيوالي محکمې په ۲۰۱۵م کال کې فلسطين د غړي هيواد په توګه په رسميت پيژندلی دی. خو اسرائيل بيا د امريکا متحده ایالاتو، چين، روسیې او مصر په څېر د دې بنسټ غړيتوب نه لري. که څه هم چې نړيواله محکمه په روان کړکېچ کې د جنګي جرمونو د پيژندلو قضايي صلاحيت لري، خو پريکړې یې په اسرائيل کې نه عملي کيږي.

دا محکمه حتی په هغو هيوادونو کې د جنګی جرمونو د تعقيب په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کيږي چې د روم اساسنامې منونکي دي. دا محکمه له خپل تاسيس راهيسې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې يوازې د ګوتو په شمير قضيو کې د مجرمينو په محکومولو توانيدلې ده.

ب. ص/ ن. ز (Clare Roth)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل