د سپینې ماڼۍ په حواله د ولسمشر ترمپ او شمالي کوریا د رهبر کیم یونګ اون ترمنځ ملاقات به ممکن هغه وخت صورت ونیسي چې شمالي کوریا د غیر اتومي کولو په لار کې ښکاره او محسوس اقدامات وکړي. دغه خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په واشنګټن کې مطرح کړې او ویلي یې دي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به د شمالي کوریا له دیکتاتور رهبر کیم یونګ اون سره ترهغه ونه ګوري ترڅو چې «شمالي کوریا مشخص اقدامات او تدابیر تر لاس لاندې نه وي نیولي.»
دا لا تراوسه پورې واضح نه ده چې د سپینې ماڼۍ لخوا دغه راز تبصره به د کتنې پر دغه پلان څه اغیز ولري. سربیره پر دې د شمالي کوریا حکومت هم تراوسه پورې د جنوبي کوریا د چارواکو په لاس ترمپ ته د لیږل شوي دې وړاندیز په هکله خپل رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
داسې اټکل هم کیږي چې چین به تر دې کتنې وروسته هم پر شمالي کوریا باندې خپلو بندیزونو ته ادامه ورکړي. د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ترمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ د تلیفوني خبرو له لارې په دې سلا شوي چې پر شمالي کوریا دې د چین له لوري وضع شوو بندیزونو ته دوام ورکول شي.
نړیوال هرکلی
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو شمیر هیوادونو د دې ناستې هرکلی کړی خو ځینې بیا ورباندې نیوکي کوي. د بیلګې په توګه جنوبي کوریا د دې اقدام ډیر هرکلی کړی او دې ته یې د یوې معجزې په توګه کتلي. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په دې هکله د هیلې ډک د یوه ملاقات خبره کړې. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې په برلین کې ویلي چې پر پیونګ یانګ باندې باید نړیوال فشارونه ادامه پیدا کړي. هغې ویلي چې د آلمان او اروپايي ټولنې له خوا پر شمالي کوریا باندې وضع شوي بندیزونو باید ادامه پیدا کړي ترڅو چې مشخص اقدامات او د حل لارې پیدا کړل شي.
د بلې خوا د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم په دې هکله هیله مندي ښکاره کړې چې که چیرته د شمالي کوریا د معضلي سیاسي حل رامنځ ته شي، نو دغه اداره چمتو ده چې په شمالي کوریا کې د خپلو مفتشینو له لارې د اتومي تړون مراعت کول تر څار لاندې ونیسي.
انځور: picture-alliance/AP/dpa/Wong Maye-E کیم د سترو ژمنو د عملي کیدو خبره کړې چې په دې جمله کې د هغه د خپل هیواد د غیر اتومي کیدو موضوع هم شامله او د امریکا متحده ایالات ډاډمن دي چې هغه به خپله دغه ژمنه عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دغو دواړو مشرانو تر دې وړاندې یو بل ته سپکې سپورې خبرې هم کړې وې. د بیلګې په توګه ولسمشر ترمپ د شمالي کوریا رهبر ته «د کوچني راکټي سړي» کلمات کارولي وو او کیم بیا ترمپ ته د «عصبي ناروغ کس» کلمات کارولي وو.
خو په عین وخت کې وروسته له هغې چې په عام محضر کې دغو دواړو مشرانو یو بل ته سپکاوی وکړ او یو بل یې پر پوځي اقداماتو ګواښل، آیا د دښمنۍ اساس جوړونکې مسئله یعنې غیر اتومي کیدل به صورت ومومي؟ داسې یو کار چې له دپلوماتیکو لارو تراوسه پورې نه دی ترسره شوی.
په همدې ترڅ کې د بهرنیو سیاستونو حیران شوي څارونکي د شمالي کوریا له لوري د تیرې پنجشنبې په ورځ دغه غیر عادي اعلان ته د بې ځایه خو زړور قمار په سترګه ګوري کوم چې یوه خطرناک رژیم ته نړیوال مشروعیت په لاس ورکوي. د دوی له نظره دا هغه څه دي چې دغه رژیم یې له مودې راهیسې په لټه کې دی.
د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چونګ اوی یونګ د سپینې ماڼۍ مطبوعاتو څانګې ته ویلي چې د شمالي کوریا رهبر کیم غواړي چې له ولسمشر ترمپ سره وګوري او دغه هیواد غواړي چې د موقت وخت له پاره د خپلو اتومي وسلو او د توغندیو ازموینې ودري، البته په هغه صورت کې چې که چیرته دغه ملاقات صورت ومومي.
د شمالي کوریا پوځ څومره غښتلی دی؟
نه يوازي دا چي شمالي کوریا اوس په نړۍ کي يو له تر ټولو ستر پوځ لري، بلکي د خپلو وسلو او تجهیزاتو د لا پیاوړتيا او ډېرښت لړۍ يې هم جاري ساتلې ده. انځور: Reuters/KCNA دغه هیواد ۷۰۰۰۰۰ پوځ او ۴،۵ میلیونه ریزرف پوځ لري چې د اړتیا په صورت کې خدمت ته اماده وي. په دې توګه نو د دغه هیواد نږدې هر ۵ تن پوځي دی.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones د وسلو او تجهیزاتو نړیوال شاخص د ۲۰۱۷م کال د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد ۷۶ اوبتلونه، ۵۰۲۵ زیري ټانکونه او ۴۵۸ جنګي الوتکې لري. په دغه انځور کې چې د ۲۰۱۳م کال دی د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون د قوماندې په مرکز کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوریا هرکال په پلازمېنه پيونګ یانګ کې د یوه پوځي پرېډ په ترڅ کې خپلې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي. د وسلو دا ډول ننداره د دغه کمونیستي هیواد له تاریخي او ملي ورځو سره مطابقت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA امریکا متحدو ایالاتو د تيري سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا، د بالستيک توغندي د آزموینې بریاليتوب تائید کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي: دغه آزموینه د شمالي کوریا له خوا امریکا، د هغه متحدینو او نړیوالو ته د ورپیښ احتمالي نوي ګواښ جدیدت ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNA پر ډیرو سختو بندیزو سربیره شمالي کوریا خپل د اټومي پروګرام لړۍ جاري ساتلې ده. دغه هیواد په مجموع کې تر اوسه پورې ۵ اټومي آزمویني کړي دي. یوازي په ۲۰۱۶م کال کې یې دوې آزموینې کړي دي. د سویلي کوریا د دفاع وزیر وایي چې په ډیر قوي احتمال به شمالي کوریا ډیر ژر شپږمه آزموینه هم وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA یوازي چين او روسیه تر اوسه پوري د شمالي کوریا متحدین دي. د شمالي کوریا رژیم د «امریکا متحدو ایالاتو امپریالیستي قدرت» خپل اصلي دښمن بولي او جاپان او سویلي کوریا په دویمه درجه کې ځای لري. شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د کلني ګډ پوځي مانورونو پر وړاندې په ډیر حساسیت سره غبرګون ښيي.
انځور: Reuters/K. Hong-Ji داسې ښکاري چې د شمالي کوریا له خوا د بالستيک توغندی تر ازموینې وروسته اوس د امریکا حوصله ختمه شوي وي. د شمالي کوریا د توغندو آزموینه د جې ۲۰ په سرمشریزه کې یوه د بحث موضوع وه.
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Brown
تر دې هم ډیره حیرانونکې موضوع دا ده چې، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ډیر ژر دغه دعوت پرته له کوم مخ شرطه قبول کړ. خو یوازې یوه ورځ وروسته سپینې ماڼۍ د دې هڅه کوله چې وښيي په حقیقت کې دغه ملاقات نهايي شوی نه دی.
که چیرته دغه ملاقات صورت ومومي، نو په دې صورت کې به دا لومړی ځل وي چې د شمالي یو برحاله رهبر له امریکايي ولسمشر سره ملاقات کوي. شمالي کوریا د لسیزو راهیسې په دې هڅه کې ده چې د امریکا له یوه برحال ولسمشر سره ملاقات برابر کړي، خو دا چې ولې دغه څه نه دي پیښ شوي، پروړانې یې ګڼ شمیر دلایل موجود دي.
د امریکا او جنوبي کوریا د چارواکو په حواله د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ دغه ناسته به د روان کال د مې میاشتې له پای څخه مخکې صورت ومومي کوم چې ستر خطر یا ریسک هم له ځانه سره لري. شمالي کوریا غواړي چې دوی او همدا راز اتومي پروګرام ته په نړیواله سطحه په جدي سترګه وکتل شي. له کیم سره د مخامخ ملاقات په ترڅ کې به ترمپ یوه داسې هیواد ته چې پکې ګڼ شمیر د بشري حقونو سرغړونې ترسره کیږي، نړیوال مشروعیت ور وبخښي. دا هم امکان لري چې دغه ناسته به کیم ته د دې موقع په لاس ورکړي چې د خپل هیواد د اتومي وسلو پروګرام ته پراختیا او انکشاف ورکړي.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
انځورونه: له سکډ توغندي تر د اتومي وسلو آزموينو پورې
شمالي کوريا د څو کلونو راهیسې خپلو پوځي تجهيزاتو ته پراختيا ورکوي. دغه هيواد خپله شپږمه اتومي آزموينه هم ترسره کړه. پيونګيانګ وايي داسې توغندي يې جوړ کړی چې هايدروجني سرګلولي له ځانه سره لیږدوی شي. انځور: Reuters/KCNA شمالي کوريا د پخواني شوروي اتحاد د «سکد-بي» توغندي جوړ کړل چې نژدې ۳۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/Jeon Heon-Kyun شمالي کوريا په ۱۹۸۴ کې د يوې توغنديزې آزموينې د ترسره کولو وروسته پرمختک وکړ. تر هغې وروسته پيونګيانګ د «تايپودونګ-۲» راکټونو خاوند شو، چې څو زره کليومتره واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ پورې وقفه شمالي کوريا د ۱۹۹۹ کال په سپتمبر کې د امريکا متحده ایالتونو سره د اړیکو د ښو کيدو په نيت، خپلې د توغنديزې آزموينې ودرولې. خو د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ځکه شمالي کوريا د توغنديو د نه صادرولو په بدل کې د کال يو مليارډ ډالر غوښتل. دغه هيواد په ۲۰۰۵ کال کې د خپلو وسلو د انکشاف وقفه پاي ته ورسوله.
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر مياشتې ۹مه پيونګیانګ په دغه وخت کې د ځمکې لاندې لمړني اتومي بم آزموينې وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوريا يو توغندی و توغاوه چې د جاپان له سره تير او په آرام اوقيانوس سمندر کې ولويد. پيونګيانګ ویلي وو چې دغه آزموينه يې فضا ته د يوې سپوژمکۍ د استولو په مقصد تر سره کړې ده. امريکا متحده ایالتونو، سويلي افريقا او جاپان بيا برعکس د «تايپودونګ - ۲» توغندي د يوې پټې آزموينې خبرې وکړې. د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې شمالي کوريا يوه سپوژمکۍ فضا ته واستوله.
انځور: AP د ۲۰۰۹ کال د می مياشتې ۲۵ مه شمالي کوريا د يو بل اتومي بم آزموينه وکړه چې تر مخکيني بم څخه يې ځواک څو برابره زيات وو.
انځور: AP شمالي کوريا د خپلې شپږمې اتومې آزموينې خبر ورکړ او ادعا يې وکړه چې دا يو هايدروجني بم دی. دا ډول هستوي چاودنې د ډیر زيات ويجاړونکي ځواک درلودونکې وي. خو دا چې هغه دې په رښتیا هم يو هايدروجني بم وي، ډیری کارپوهان يې په اړه شک لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/GeoEye د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۲ مه پيوينګيانګ لخوا د خپل دريم اتومي بم آزموينه تر سره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA دا ځل شمالي کوريا خپل توغندي له يو اوب تل څخه وتوغول. تر هغې وروسته د ۲۰۱۶ کال د جولاي مياشتې په ۸ مه د امريکا متحده ایالتونو او سويلي کوريا اعلان وکړ چې په سويلي کوريا کې د «تاد» په نوم خپل د توغنديو دفاعي سيستم فعالوي.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوريا خپل پنځم اتومي بم وچاوه. تر هغه وخته د دغه بم چاودنې ساری نه لرود.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sinmun شمالی کوريا په خپلو پوځي تمريناتو کې، په جاپان کې د امريکا متحده ايالتونو پر يوې پوځې اډې حملې ته ورته اقدام وکړ. دغه توغندي سمندر کې ولګيدل. تر هغې يوه ورځ وروسته امريکا په سئول کې خپل د توغنديو «تاد» دفاعي سيستم چې هغه وخت يې غير فعال کړی وو بيرته فعال کړ.
انځور: Reuters/KCNA د ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتې ۱۵مه سويلي کوريا د شمالي کوريا د يوې ناکامې توغنديزې آزموينې څخه خبر ورکړ. واشنګتن هم دغه ناکامه آزموينه تائيد کړه. ويل شوي وو چې دغه توغندی له توغولو لږ وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones شمالي کوريا د پلازمينې شمال ته نژدې له يوې سيمې څخه د يوه توغندي په توغولو يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پريکړه ليک له اصولو سرغړونه وکړه. دغه توغندی هم تر توغولو څو ثانيې وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/Str. شمالي کوريا د « هواسونګ - ۱۲» په نوم توغندي په توغولو اعلان وکړ چې دا تر ټولو پرمخ تللې وسله ده چې کولای شي لويې اتومې سرګلولې له ځانه سره وليږدوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNA د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې ۲۱مه د شمالي کوريا هيواد کمونیستي رهبرۍ يو ځل بيا د منځني واټن ويشتونکي توغندي آزموينه ترسره کړه. دغه توغندی د نژدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د جاپان سمندرګي کې وغورځيد.
انځور: Reuters/KCNA د ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۴مه شمالي کوريا د امريکا متحده ايالتونو د آزادۍ په ورځ يو بل توغندی وآزمایه. پيونګيانګ د لمړي ځل له پاره د «هواسونګ - ۱۴» قاره وهونکي توغندي څخه يادونه وکړه. کارپوهان په دې باور دي چې دغه توغندی کولای شي ۶۷۰۰ کيلومتر واټن ووهي او د امريکا تر قلمروه ځان ورسوي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNA د ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۲۸مه امريکا متحده ايالتونو له خوا د تعزيراتو تر وضع کولو وروسته، شمالي کوريا د دويم ځل لپاره يو لرې واټن ويشتونکی توغندی وآزمايه. د دغه هيواد مشر، کيم جونګ اون په وياړ سره ادعا وکړه چې دغه توغندی کولای شي د امريکا ټولې خاوري ته ورسيږي. د دې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالتونو د اګست په ۲مه د «مينیتمن ۳» توغندي وتوغاوه. دغه توغندی د ۶۷۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د آرام اوقيانوس په سويل کې ولويد.
انځور: Reuters/T. Hanai شمالي کوريا چې تر دې مخکې يې د ولسمشر دونالد ترامپ د ګواښونو په غبرګون کې ويلي وو چې په آرام اوقيانوس سمندر کې به امريکا پورې اړوند د ګوام ټاپو وولي، درې د منځني واټن ويشتونکي توغندي وتوغول. د امریکا متحده ایالتونو د پوځ پر وينا، دغه توغندي د شمالي کوريا په ختيځو اوبو کې ولويدل او ګوام ټاپو ته يې هيڅ ډول زيان ندي اړولي.
انځور: imago/Kyodo News د ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتې ۲۹مه د شمالي کوريا يو توغندی د جاپان له سره تير شو. د سئول په خبره چې دغه توغندی د ۵۵۰ کيلومتره په ارتفاع کې ۲۷۰۰ کيلومتره واټن وهلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/kyodo شمالی کوريا د شپږم ځل لپاره د يوه اتومي بم آزموينه وکړه. د دغه بم ځواک د ټولو هغو بمونو څخه څو برابره زيات ښودل شوی دی، کوم چې دغه هيواد تر اوسه آزمويلي دي. خپله پيونګ يانګ هم منلې چې د يوه هايدروجني بم کاميابه آزموينه يې ترسره کړې ده.
انځور: Reuters/KCNA