شاه رخ خان په ټوله نړۍ کې د یوې داسې فرهنګي پدیدې په توګه پيژندل کیږي، چې سرحد نه پيژني، خو هغه یو مسلمان دی او په هندوستان کې په دې وروستیو کې له مسلمانانو سره مخالفت مخ پر ډیریدو دی.
د خان نوي فلم «جوان» په هند کې یوه سیاسي غوغا را پورته کړې ده. ډیر شمیر خلک فکر کوي چې په دې فلم کې د واکمن هندو ملتپاله بهارتیا جنتا ګوند (بي جي پي) سیاست او په موجوده حکومت کې رامنځته شوو ځینو معاضلو ته اشاره شوې ده.
په ۲۰۱۵م کال کې د لومړي وزیر نریندر مودي ګوند (بي جي پي) واک ته تر رسیدو یوازې یو کال وروسته د بالي ووډ دغه مشهور ستوري په ولسي کچه په هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې «د مخ پر زیاتیدونکي عدم برداشت» یا نه زغمل کیدو په هکله څرګندونې وکړې.
د هندو ملتپالو له خوا به نښه کیدل
له هغه وخت راهیسې شاه رخ خان له خپل زړه څخه جوړو شوو بې بنسټه تورونو او شخصیت وژنې سره مخامخ دی.
هندو ملتپاله سیاستوال او د اترپردیش ایالت وزیر اعلی یوګي آدتیه ناته، له یوه پاکستاني وسله وال سره د بالي ووډ د دې ستوري په پرتلنې سره، خان ته مشوره ورکړه چې د هند حریف ګاونډي هیواد پاکستان ته دې لاړ شي.
په ۲۰۲۱م کال د خان زوی آرین د مخدره توکو په تور ونیول شو، خو وروسته ورته بیا برئت ورکړل شو. که څه هم شاه رخ خان د دغو آزمایښتونو په هکله خاموشي اختیار کړې ده، خو شنونکي وایي چې دغه نیونه د سیاسي ملحوضاتو له امله شوې ده.
یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې دا د بالي ووډ د دې مشهور ستوري پر وړاندې چې د خپل هیواد سیکولر هویت ته د ودې ورکولو هڅه کوي، یو تبعیضي چلند دی او د «دویمې درجې اتباعو» په توګه د لږکیو معرفي کولو په برخه کې د هندو ملتپالو د پروژې یوه برخه ده. خو د بي جي پي ګوند دغه تورونه په کلکه ردوي.
که څه هم شاه رخ خان په دې وروستیو کې د زغم د نشتوالي په هکله هیڅ ډول عمومي څرګندونې نه دي کړي، خو له ایکشن څخه ډک د هغه دوه نوي فلمونه (پټهان) او (جوان) بیا یوه جلا کیسه بیانوي.
دواړه فلمونه ډیر هیټ او بریالي شول او د یو ډول سیاسي نظر استازیتوب کوي. یو شمیر ښي اړخي شنونکي د شاه رخ خان بې ساري محبوبیت ته پر بالي ووډ د خپل نفوذ زیاتولو د هڅې په سترګه ګوري.
د شارخ خان دین ولې دومره مهم دی؟
د جواهر لعل نهرو پوهنتون د سنیمایې څیړنو پروفیسور داکتر رنجاني مزومدار وایي چې خان په خپلو فلمونو کې هیڅ کله خپل دین یا مذهب ته د خلکو د هڅولو کوښښ نه دی کړی.
مشهور هندي ژورنالیست رانا ایوب په خپل یو مطلب کې لیکلي چې شاه رخ خان په خپلو فلمونو کې هڅه کوي چې د «اسلامو فوبیک» يا اسلام ضد فلمونو د سیلاب په منځ کې د مسلمانانو ضد تعصب لمنځه یوسي.
ايوب وویل چې خان په هند کې مسلمانتوب یو معمول ثابتوي او په خپل نوي فلم «جوان» کې یې په باریک بینۍ سره د «توکمپالنې سیاست ضد د پيغام وړاندې کولو کوښښ کړی دی.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص
شاه رخ خان د خپل ځان په اړه څه وايي؟
شاه رخ خان د نومبر په ۲مه ۵۷ کلن کیږي. هغه په څه باندې ۸۰ فلمونو کې کار کړی او په ۲۰۲۳ کې ېې درې نور فيلمونه هم راووځي. مېنه وال ېې د هغه د نه لیکل شوي طنزونو سره هم مينه لري. دلته ېې ېو څو نقل قولونه لوستلی شئ.
انځور: Money Sharma/AFP/Getty Images«زه چيکونه نه لیکم بلکې لاسلیک کوم ېې»
شاهرخ وايي: «زه نور چیکونه نه لیکم بلکې لاسلیک کوم يې.» د هند سینما دغه وتلي ستوري د خپلو هغو بریاو په اړه هيڅ کله بخښنه نه ده غوښتلې کوم چې د خپل هنري مزل په پېل کې د غرور یا تکبر په توګه ليکل شوي دي، خو دا ېې په کراتو ويلي دي، هغه خلک چې سخت کار کوي باید د خپل کار د خوږې ثمرې له خوند اخیستو ونه شرميږي.
انځور: picture-alliance/dpaپه هوايي ډګرونو کې توقیفول
شاه رخ خان وايي: «ماته چې هر کله د خپل ځان په اړه غرور پېدا شوی، امریکا ته مې يو سفر کړی. مهاجر هلکان ستوري له ستوري کیدو وباسي.» د هغه د ۲۰۱۰م کال «زما نوم خان دی» فلم هغه حالت سره سرخوري چې مسلمانان ورسره په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو وروسته مخ شول. خان په خپله هم د امریکا په څو هوايي ډګرونو کې توقیف شو. وروستی ځل په ۲۰۱۶ کې وو چې هغه ېې د «دا واقعاً ډير ډير ناوړه دی» ټويټ کولو ته اړ کړ.
انځور: picture alliance/dpaشاه رخ خان مسلمان دی او ښځه ېې، ګوري، بیا پنجابۍ هندوه ده. د دوی د واده ۳۱ کاله کیږي او په کور کې ټول په پنجابي ژبه خبرې کوي: «ګوري ته دې برقع واخله او زه به لمونځ وکړم.» دغه جوړه په اصل کې له يو لړ نیوکو سره مخ وه، څرنګه چې د ګوري کورنۍ دا اندېښنه درولوده چې خان به خپله ميرمن دې ته اړه کړي چې خپل دين او نوم تغییر کړي.
انځور: Sujit Jaiswal/Getty Imagesشاه رخ له خپل يو مشهور اکت سره
شاه رخ خان په ۲۰۱۷م کال کې مشهورې تلویزيوني خپرونه (TED Talk) کې وويل: «زه داسې فکر کوم لکه نور چې د مادام توسو موزیم مومي مجسمې په څير کیږم. په هغه شیبه کې مې د بشريت او ځان په اړه تر ټولو اصلي پوښتنه وکړه، آيا زه کولای شم خپل مخ اصلاح کړم؟» خبرې ېې حاضرین په خپلو کې سره مصروف کړل خو دا پيغام هم کور ته واستوه چې خلک د عمر لوړېدو سره څنګه جوړجاړی کوي، په ځانګړې توګه د سيلبريټيانو په نړۍ کې.
انځور: picture alliance/ANNشاه رخ وايي: «دا ډيره عاجزانه ده. زه دا پوښتنه کوم چې ولې جرمن مينه وال چې هيڅ په هندي ژبه خبرې نه کوي، زموږ فلمونه خوښوي. هغوی ماته وويل چې په جرمني کې د موټر، لیفت او د کافي ماشينونه د چالانولو تڼې لري اما د ژړا له پاره تڼۍ نشته. خو تا او ستا فيلمونو موږ ته دغه تڼۍ راکړې ده.» شاه رخ خان په کراتو په خپلو مرکو کې ويلي دي چې هغه داسې فکر نه کاوه چې په جرمني کې به دومره ډير مېنه وال ولري.
انځور: Arno Burgi dpa/lbn پوښتنه چې پلار کېدل به ېې پر کار اغيز ونکړي
«هو، زه اوس د خپلو فلمونو ټولو نجونو سره د ماشومانو په څير چلن کوم. زه هغوی راپورته کوم او په غیږ کې ېې نیسم او زه هغوی ته «بې بي» وايم.» يو وخت شاهرخ ته د واده نه کولو مشوره ورکړل کېده، چې کېدای شي له امله ېې د هغه فلمي «اتل» کریکټر اغیزمن شي. خو هغه واده وکړ او اوس چې د درو اولادونو پلار هم دی په هندوستان او نړۍ کې خورا زیات محبوب دی.
انځور: Rapid Eye Movies/dpa/picture allianceشاه رخ خان د خپل ځان په اړه ټوکې هم کوي هغه يو ځل په کنايه ډول وويل: «ته باید د یو اکټر او د یو ممثل په توګه خپل ځان وپېژنې، او زه خپل ځان پېژنم چې څوک یم: زه ېو ښایسته، جذاب، هوښيار، ذکي او په ښکار ډول یو متواضع انسان یم.»
انځور: Money Sharma/AFP/Getty Images