1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د شکیل افریدي په بدل کې د عافیه صدیقي آزادیدل ممکن دي؟

۱۳۹۷ دی ۱, شنبه

څو ورځې مخکې د امریکا په کانګرس کې بریډ شرمن ویلي وو چې هغه د شکيل افریدي په بدل کې د عافیه صدیقې پر آزادولو خبرې کولی شي. آیا دا کومه سیاسي وینا وه؟ آیا له قانونې پلوه به داسې یو څه ممکن وي؟

Aafia Siddiqui Mai 2004
انځور: FBI

د امریکا د متحده ايالاتو د کانګرس استازي برید شرمن، د متحده ایالاتو کانګرس ته د خپلې وینا پر مهال ویلي وو: «داکتر شکيل آفریدي د امریکا د کانګرس له پاره ډیر زیات مهم دی. مونږ دا خبره له پامه نه شو غورځولی چې کوم پاکستاني چې له مونږ سره د اسامه بن لادن په نیولو کې مرسته وکړه، هغه نن د زندان د پنجرو تر شا دی.» هغه دا خبره د تروریزم پر ضد او د بشري حقونو له پاره د سویلي آسیا د «سات» په کنفرانس کې د پاکستان او امریکا د اړیکو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په حواله کړې وه.

پاکستانۍ سائنس پوهه داکتره عافیه صديقي چي د دریو ماشومانو مور ده، وروسته له هغه مجرمه وګڼله شوه چي په 2008 کال کي د افغانستان د غزني د ښار د پوليسو په يوه ماموريت کي د تحقيقاتو په وخت کي یې يوه ټوپک ته لاس واچاوه او هڅه يې وکړه چي په هغه سره د امریکا متحده ايالاتو په حاضرو سرتيرو او د FBI  په کارکونکو باندي ډزي وکړي.

هغې څوک ټپيان نه کړل او مخکي له دې چي په هغې لاس برتوب وموندل شي، خپل ځان يې ټپي کړ. د ۲۰۱۰ م کال په سپټمبر میاشت کې د نیویارک محکمې دغه پاکستانۍ د امریکایې سرتیرو د وژلو د هڅې په تور په ۸۶ کاله بند محکومه کړې وه.

آیا د شکيل افریدي په بدل کې د عافیه صدیقي د آزدولو په هکله د امریکا متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې کوم پرمختګ شوی دی؟ برید شرمن په دې هکله وویل «په بهرنیو چارو وزارت کې یو شمیر داسې خارجې مسائل دي چې تر دې ډیر مهم دي، خو کانګرس د عامو خلکو استازیتوب کوي او د داکتر افریدي مرسته نه شي حیرولی. له همدې امله زمونږ له لاس څخه چې هر څه پوره کیږي مونږ یې کوو.»

داکتر شکيل افریدي چې د اسامه بن لادن په نیولو کې یې مرسته کړې وه.انځور: dapd

شرمن د خپلې وینا په ترڅ کې ټينګار کړی وو چې «زه امریکا ته د داکتر شکيل د راوستلو په برخه کې ډیر جدي یم او زه د ډاکتر شکيل او عافیه صدیقي د تبادلې په هکله د خبرو له پاره هم تیار یم».

دویچه ویله په دې هکله په امریکا کې میشت پاکستاني قانون پوه شایان الهي سره خبرې وکړې چې آیا له قانوني پلوه داسې یو څه ممکن دي؟ هغه وویل: «هسې خو دا امکان لري چې د امریکا ولسمشر په داسې مسائلو کې له خپل طاقت څخه په استفادې داسې یو څه ممکن کوي، خو په سیاسي اعتبار دا شونی نه ښکاري. ځکه داسې کله نه دي شوي چې جیوري دې کوم کس د امریکایې ځواکونو د وژنې په هڅه کې مجرم بللی وي هغه دې آزاد کړای شي. که څه هم برید شرمن، په کانګرس، سپينې ماڼۍ او د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې په دې هکله لابي کولی شي، خو په عین وخت کې دا ممکن دی چې دا یوازې د هغه یوه سیاسي بیانیه وي».

دری ورځې مخکې پاکستان هم د شکيل افریدي او عافیه صديقي د تبادلې په اړه خبرونه رد کړي وو. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي ویلي وو چې د داکتر عافیه صدیقي او داکتر شکيل افریدي د تبادلې په اړه دوی په لیکنې بڼه هیڅ کوم رسمي غوښتنه نه ده ترلاسه کړې او نه به هم په دې برخه کې کوم داخلي یا خارجي فشار وزغمل شي.

تیره میاشت د عافیه صديقي خور داکتر فوزیه صدیقي ویلي وو چې امریکا له پاکستان څخه ځنې شیان غواړي او د هغې په بدل د عافیه صدیقي بیرته سپارلو ته تیاره ده. د فوزیه صدیقي تر دې خبرې وروسته په پاکستان کي داسې ګونګوسو زور واخیست چې ګواکي پاکستان د شکيل افریدي په بدل کې د عافیه صدیقي د آزادولو غوښتنه کړې. خو په هغه وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دې خبر په ردولو سره ویلي وو چې د داکتر شکيل افریدي په بدل کې د عافیه صدیقي د آزادولو وړاندیز نه دی شوی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب