1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند به ادامه پیدا کړي؟

شکیلا ابراهیم خیل | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ مهر ۲۸, دوشنبه

د قطر او ترکیې په منځگړیتوب په دوحه کې له مذاکراتو وروسته، طالبان او پاکستان سمدستي اوربند ته ورسیدل. د طالبانو د دفاع وزیر وویل چې دغه توافق به دوامداره وي او د سرغړونې په صورت کې به مقابل طرف غبرگون وښيي.

آیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند به ادامه پیدا کړي؟
د پاکستان او افغانستان د دفاع وزیرانو په دوحه کې د اوربند توافق لاسلیک کړانځور: Qatar MFA

د طالبانو او پاکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۹) د ترکیې او قطر په منځگړیتوب په دوحه کې پر یوه اوربند توافق وکړ، ترڅو د دواړو خواوو له خوا ستونزې د خبرو اترو له لارې حل سي.

د طالبانو د ادارې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد،چې د دغو مذاکراتو مشري یې پرغاړه درلوده، د آنلاین په یوې خبرې ناسته کې له پاکستان سره دغه خبرې اترې او د اورنبد اعلان « بریالي»وبلل.

نوموړي د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل:«فکر کوم  زموږ مذاکرت بریالي ول او یو بشپړ اوربند اعلان سو او هوکړه وسوه چې دغه توافق به دوامداره وي.»

اړوند:طالبانو او پاکستان د قطر په منځګړیتوب پر اوربند توافق کړی

د طالبانو د دفاع وزیر د دغې پوښتنې په جواب کې چې د پاکستان له خوا د اوربند د دغه توافق د سرغړونې په صورت کې به څه ډول اقدام وسي، وویل: «کله چې پاکستانیان دغه توافق ته ژمن پاته نه سي، موږ به د خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړو او په دې برخه کې به هیڅ ډول ځنډ ونکړو.»

«پاکستان د افغانستان په پړیکړو کې دخیل پاتې کیدل غواړي»

22:33

This browser does not support the video element.

د طالبانو د دفاع وزیر همدارنگه زیاته کړه چې هیڅکله به اجازه ورنکړو چې د افغانستان له خاورې څخه د یوه بل هیواد پر ضد کار واخیستل سي: «بلاخره دې نتیجې ته ورسیدو چې هر هیواد یوه بل هیواد ته درناوی وکړي، د مقابل طرف له حقونو څخه سرغړونه ونه کړي، یو د بل پر وړاندې له دښمنانانه اقداماتو څخه ملاتړ ونکړي او هیڅ خوا او ډله به د دې اجازه ونه لري چې د کوم بل هیواد امنیت ته گواښ او یا هم پر هغه برید وکړي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، ویلي دي چې په دې توافق سره به "د پاکستان له خاورې څخه د پولې هاخوا ترهگري سمدلاسه ودرول سي. دواړه گاونډي هېوادونه د یو بل د حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا درناوی کوي."

د سعودي عربستان هرکلی

د دواړو هیوادونو چارواکو د هغو مذاکراتو په آسانتیاوو کې د قطر او ترکیې د نقش هرکلی وکړ چي د اوربند د رامنځته کیدو سبب سول.

سعودي عربستان هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند په هکله توافق د لاسلیک کولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوامدارې سولې او ثبات د ټینگولو له پاره د میکانیزمونو له جوړولو هرکلی کړی دی.

نوموړي هیواد ویلي دي چې هیله مند دی دغه مثبت گام د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالو د پای ته رسیدو سبب سي.

په څه د پاسه تیره یوه اونۍ کې، افغانستان او پاکستان د سرحدي نښتو شاهدان وو چې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې تر ټولو سختې نښتې بلل کیږي.

«نښتو ته د لیوالتیا نه درلودل»

د آسیا د جنوب د چارو کارپوه، مایکل کوگلمن ویلي دي: "طالبان له داسې یوې پراخې جگړې سره لیوالتیا نه لري چې هغوی له یو ډیر لوړ پوځي ځواک سره مخامخ کړي."

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره، پاکستان د پوځي ملیشو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالي شاهد وو چې په تیره بیا له افغانستان سره په ۲۶۰۰ کیلومتره سرحد کې رامنځته سوي دي.

شنونکي وايي چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو بری، په پاکستان کې د اسلامپاله ډلو د زړه ورتیا سبب سوی دی.

پاکستان وايي چې پاکستاني ملیشې لکه تحریک طالبان پاکستان(ټی ‌ټی ‌پی) په افغانستان کې پټنځایونه لري او د دغه هیواد له خاورې څخه د پاکستان پرضد کاراخلي. خو د طالبانو ادارې تل دا موضوع رد کړې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې قربانیان

02:52

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل