سره له دې چې د تیرو څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې د یو شمیر وحشي حیواناتو او الوتونکو (مرغانو) نسل د انقراض یا ورکیدو له خطر سره مخامخ دی، خو لا هم په دغه هیواد کې یو شمیر وحشي حیوانات لکه د واورو او پارسي پړانګان، د غرونو پيشو، هوسۍ او کمیابه مرغان لکه افغاني بلبل، باز، باښه او یو شمیر نور حیوانات او مرغان شتون لري.
د پخواني حکومت د چارپیریال ساتنې مسئولین وايي چې په تیر یوه کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هیواد د وضعیت د خرابیدو له امله د سیمې د خلکو او بهرنیو ډلو له امله د مرغانو ښکار او قاچاق ډیر شوی دی.
په پخواني حکومت کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د طبیعي میراثونو د څانګې مشر جلال الدین ناصري دویچه ویله ته وویل: «د داخلي او بهرنیو ښکاریانو له خوا د افغانستان په مختلفو برخو کې د کمیابه الوتونکو، په ځانګړي توګه د باز او باښه ښکار جریان لري او په ځانګړي توګه په ګاونډیو او عربي هیوادونو کې په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.»
انځوريز راپور: د افغانستان يوازنی ژوبڼ
د کابل ژوبڼ د افغانستان يوازنی او تر ټولو ستر ژوبڼ دی چي يو وخت يې په سيمه کي ساری نه وو، خو اوس په داسي حالت کي دی چي ژوبڼ ته نه پاتيږي. انځور: DW/A.Behrad د کابل ژوبڼ د افغانستان د نورو برخو په شان له جنګړي څخه سخت اغېزمن سوی دی. يوه وخت دغه ژوبڼ ۷۰۰ ډوله حيوانان لرله.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ يو وخت ډېر ليدونکي لرل خو اوس په ورځ کي د ګوتو په شمېر خلک ورځي او عاييد يې ډېر لږ دی.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ په کورنۍ جګړو کي سخت زيانمن سو.
انځور: DW/A.Behrad په کورنيو جګړو کي ښکېلو ډلو حتی له ژوبڼ څخه د پټېدو د ځای په توګه کار اخيست او دا يوه مرکزي پوسته ګرځېدلې وه.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ د کابل په دهمزنګ سيمه کي پر ۵۳ جريبه مځکه باندي جوړ سوی دی.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ په لومړي سر کي د کابل پوهنتون په علومو پوهنځي پوري اړه لرله خو وروسته بيا ښاروالۍ ته وسپارل سو.
انځور: DW/A.Behrad يو وخت دغه ژوبڼ له کلينيکه څخه نيولې تر هرڅه پوري لرل. کله چي به سړی ژوبڼ ته ورغلی د معلوماتو داسي کسان ول چي په ټول ژوبڼ کي به له ليدونکو سره ګرځېدل او معلومات به يې ورکول.
انځور: DW/A.Behrad ټولو حيوانانو ته مناسب ځايونه جوړ سوي ول او پر خپل وخت باندي خواړه ورکول کېده.
انځور: DW/A.Behrad اوس په دغه ژوبڼ کي حيوانان په ډېرو بدو شرايطو کي ژوند کوي.
انځور: DW/A.Behrad که څه هم د افغانستان د بيا رغاوني په پروسه کي دغه يوازنی ژوبڼ يو څه روغول سوی دی. خو اوس يې هم ډېر کار پاته دی.
انځور: DW/A.Behrad په دې وروستيو کلونو کي د کابل ژوبڼ د سيه ييزو همکاريو سازمان د ژوبڼ د ټولني غړيتوب ترلاسه کړی دی. دا کېدای سي چي د دغه ژوبڼ په بيا رغاونه کي کټور تمام سي.
انځور: DW/A.Behrad چين د کابل ژوبڼ ته يو جوړه زمريان، يوه جوړه خرسان، ليوان او آهو ورکړي دي.
انځور: DW/A.Behrad خرسان اوس د يوه مناسب ځای د نه لرو په خاطر په قرنطين کي دي. په کابل کي د يخي هوا له کبله ځني مرغان هم تودو ځايونو ته انتقال سوي دي.
انځور: DW/A.Behrad څو کاله دمخه په دغه ژوبڼ کي بېخي د ګوتو په شمار مرغان ول، خو اوس بيا لږ ډېر سوي دي.
انځور: DW/A.Behrad د ژوبڼ د چارواکو په خبره اوس په عادي ورځو کي دغه ژوبڼ ته نزدې ۱۰۰۰ تنه ليدونکي ورځي او د رخصتيو په ورځو کي له ۵ زرو څخه نيولې تر ۸ زرو پوري ليدونکي ورځي.
انځور: DW/A.Behrad ويل کيږي چي دغه ژوبڼ ته اوس ډېر لږ بهرني ليدونکي ورځي.
انځور: DW/A.Behrad ژوبڼ ته د ورتګ بيه ۲۰ افغانۍ ټاکل سوې ده، چي دا هم کېدای سي د ډيرو ناداره خلکو د ورتګ مخه ونيسي.
انځور: DW/A.Behrad د دې ژوبڼ بڼه اوس تر پخوا ډېره سمه سوې ده. څو کاله دمخه خو يې ډېر ديوالونه هم نه ول.
انځور: DW/A.Behrad د دغه ژوبڼ د «مرجان» زمري کيسه خو د ډيرو افغانانو په ياد ده. مرجان د کورنيو جنګونو پر مهال ړوند سو. اوس په دغه ژوبڼ کي د هغه مجسمه جوړه سوې ده.
انځور: Getty Images د کابل ژوبڼ حيوانان د خوارک له اړخه ډېري ستونزي لري.
انځور: DW/A.Behrad د نورو حيوانانو د نه شتون په خاطر دغه کورني مرغان يا فيلمرغ هم په ژوبڼ کي ساتل کيږي.
انځور: DW/A.Behrad د دغه ژوبڼ اکثره حيوانان هغه حيوانان نه دي چي نسل دي يې په افغانستان کي وي، دا ټول له نورو هيوادونو څخه راوړل سوي دي.
انځور: DW/A.Behrad
دغه پخوانی چارواکی وایي چې په افغانستان کې دوه ګټګوري مرغان شتون لري چې اول بومي یا ځایي او دویم یې مهاجر مرغان دي چې یو شمیر انواع یي په اکثرو ګاونډیو هیوادونو کې شتون نه لري.
سرچینې وایي چې د پاکستان او عربي هیوادونو په ځانګړي توګه د قطر ښکاریان په فراه او بادغیس ولایتونو کې پر ښکار بوخت دي. د فراه ولایت یوه سپين ږیرې چې د طالبانو له ویرې نه یي غوښتل نوم یي په رپوټ کې یاد شي دویچه ویله ته وویل: «په بادغیس او فراه ولایتونو کې د عربي هیوادونو په ځانګړي توګه د قطر هیواد ښکاریان حضور لري.»
اړوند: د آلمان په ژوبڼ څخه تښتیدلي زمریان او پړانګان ونیول شول
ناصري تائیدوي چې په پخواني حکومت کې د چاپيریال ساتنې ادارې د الغرافه او ندولشواع قطري او عربي بنسټونو سره چې په فراه او بلخ ولایتونو کې یي فعالیت درلود په رسمي ډول موافقه او تړون لاسلیک کړی و.
ناصري زیاته کړه: «له (میش مرغ چې علمي نوم یي Otis tarda) څخه چې یو له اصلي ټاټوبو څخه یې افغانستان دی، د نسل ګیرۍ په خاطر تجاران راغلي ول او په طبیعي ډول یې چې یو علمي میتود دی، نسل ګیرې کوله، خو د ښکار کولو اجازه یي نه درلوده.»
د ناصري په وینا د الغرافه بنسټ تر اوسه پورې په فراه ولایت کې فعاله دی او د ندولشواع بنسټ د فعالیت جواز په ۲۰۱۳م کال کې د کابینې له خوا لغوه شوی و. بل لور ته د طالبانو د چاپیریال ساتنې اداره په لویدیځو ولایتونو او فراه کې د عربانو او په ځانګړي توګه د قطري پانګوالو حضور تائیدوي، خو زیاتوي چې د الوتونکو د ښکار او قاچاق مخه یي نیولې ده.
د چاپیریال ساتنې په ملي اداره کې د طالبانو ویاند عبدالولي عابد دویچه ویله ته وویل: «عربانو او په ځانګړي توګه قطریانو له پخواني حکومت سره د مرغانو د نسل ګیرۍ او روزنې په برخه کې په فراه ولایت کې فعالیت او فارمونه درلودل او اوس هم فعالیت لري.»
اړوند:
په لبنان کښې د زمریانو د قاچاق ختمیدلولو هڅه
په لبنان کې د حکومتوالي ستونزې، اقتصادي کړکیچ او د دې هیواد فرهنګ د لبنان ژوبڼ د څارویو په ځانګړې توګه زمریانو د قاچاق له پاره زمینه برابره کړې ده. خو په وروستیو وختونو کې یوه ډله غواړي دغې کار ته د پای ټکی کیږدي. انځور: Animals Lebanon د بډایو خکلو د لوبو سامان په دې هیواد کښې د څارویو د حقونو مدافع ډله وايي چې د لبنان په ژوبڼ کې د زمریانو د زیږدنې له پاره هیڅ راز اسانتیاوې نه شته او کله چې وزیږیږي بیا د دوی راتلونکی نامعلومه وي. په داسې حال کې چې د لبنان ګڼ شمیر خلک ژوبڼ ته د داخلیدو له پاره درې یورو نه شي ورکولای، د دې هیواد زیاتره ژوبڼ د زمریو، چیتا او پړانګانو له خرڅلاو څخه ډیرې پیسې ګټي.
انځور: Animals Lebanon/Maglebanon جسن میر د «Animals Lebanon» یا په لبنان کې د څارویو د حقونو د مدافع ډلې مشر، دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «زیاتره دغه څاروي له ژوبڼ څخه راوړل کیږي او له همدې امله موږ په دې باندې تمرکز کوو.» هغه وايي چې ژوبڼ باید څاروي ونه پلوري او د دې کار د مخنیوي له پاره دولت یو نوی قانون تصویب کړ چې د څارویو د قاچاق مخه ونیسي.
انځور: DW/M. Jay یوه وړوکې زمرۍ چې په سمه توګه نه ساتل کیده او نه ورته خواړه ورسیدل، وژغورل شوه. له عملیات او ډیرو هڅو وروسته هم دغه زمرۍ ونه ژوندۍ پاتې نه شوه. د څارویو د حقونو ډله وايي چې هر حیوان چې له ژوبڼ څخه ایستل کیږي د دوو کلونو وروسته ژوندی نه پاتې کیږي.
انځور: Animals Lebanon د لبنان ژوبڼ په بد وضعیت کې دي او د څارویو د حقونو د ډلې په حواله حیوانات هم په ډیر بد حالت کې ساتل کیږي او زیاتره د خوړو، څښاک اوبو او سیورې له کمښت سره مخامخ وي. په انځور کې د زازو ښار ژوبڼ لیدل کیږي چې دوه زمري او یو پړانګ په کې ژوند کوي او دغه ژوبڼ له مالي ستونزو سره مخ دی.
انځور: DW/M. Jay په دغه ځای کې د هیلیو له پاره ان اوبه نه شته نو څنګه به د نورو څارویو ساتل ممکن وي. د څارویو د حقونو ډله په دې باور ده چې په روان اقتصادي بحران کې د ژوبڼ مالکان د ټکټونو د خرڅلاو له پاره هیڅ علاقه نه لري ځکه دوی د زمریانو په خرڅولو شاوخوا ۱۰ زره ډالر عاید ترلاسه کوي.
انځور: DW/M. Jay د ژوبڼ د حیواناتو ژوند هغه وخت له خطر سره مخ کیږي چې یو هیواد او یا یوه سیمه له حکومتي ستونزو سره لاس او ګریوان وي. د دغه پړانګ په ګډون چې لزیز نومیږي نور ګڼ شمیر څاروي د «د نړۍ تر ټولو بد ژوبڼ» څخه چې د غزې ژوبڼ دی او د جګړو او لارې بندیدو له امله له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Four Paws د لبنان حکومت په دې هکله اقدامات کوي د زمري دغه بچی له یو ژوبڼ څخه ایستل شوی ترڅو د تلویزون د یوې خپرونې له پاره ترې کار واخیستل شي. زیاتره د زمري بچیان پر خلکو پلورل کیږي. خو کیدای شي دا ورځې نور پای ته ورسیږي، ځکه د لبنان د کرنې وزیر اکرم چهیاب، ژمنه کړې چې له ټولو قانوني لارو به کار واخلي څو له قاچاق چیانو څاروي ونیسي او په شخصي هټیو کښې یې د خرڅلاو مخه ونیول شي.
انځور: Animals Lebanon مالداره کورنۍ پرته له دې چې وپوهیږي چې کله زمري لوی شي څنګه یې پاملرنه وکړي، د خپلو لوڼو او زامنو له پاره د زمري کوچني بچیان را نیسي. زیاتره دغه ماشومان د خپلو زمریانو انځورونه په ښوونځیو کې نورو ټولګیوالو ته ښيې او بیا وروسته د څارویو د حقونو ډله خبريږي چې وروسته د زمریانو د ژغورنې له پاره لازمي چارې پرمخ بیایي.
انځور: DW/M. Jay د لبنان حکومت د دې هیواد ټولو ژوبڼو ته وخت ټاکلی څو خپلې چارې منظمې کړي او په دې هکله «Animals Lebanon» ډله کار کوي. د میر په عقیده دغه نرمه کړنلاره به په اوږده موده کې ښې پایلې ولري. د اروپايي اتحاديي مالي تمویل هم مرسته کړې او له اروپا څخه ژوبڼ پوهان دې هیواد ته لیږل شوي ترڅو د لبنان د ژوبڼ چارواکو سره ګډ کار وکړي.
انځور: DW/M. Jay
د عابد په خبره د کله راهیسې نه چې طالبان قدرت ته رسیدلي دي هیڅ څوک حق نه لري چې د افغانستان له هوایي ډګرونو څخه وحشي حیوانات او مرغان بی له جوازه قاچاق یا انتقال کړي.
خو د سیمي اوسیدونکي بیا وایي چې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې د مرغانو ښکار زیات شوی دی. د بندامیر یو تن اوسیدونکی چې ځان ستار معرفي کوي وايي چې په تیرو دوو اونیو کې تر لسو ډير کسان د بندامیر او د بامیان په پلات دښتو کې آزادانه ښکار کوي. هغه وویل: «دوه اونۍ کیږي چې په دشت غجور او بندامیر کې سیمه ایز اوسیدونکي له بامیانو څخه دباندې کسانو په همکارۍ آزادانه ښکار کوي او خیمه یي وهلې ده.»
خو طالبان وايي چې رئیس الوزرا حکم صادر کړی دی چې د حیواناتو او مرغانو ښکار او قاچاق منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلن وشي.
اړوند: د کابل ژوبڼ؛ د میلو د ګوتو په شمار ځایونو په ډلې کې یو
عبدالولي عابد دویچه ویله ته وویل چې د دوو اونیو راهیسې د رئیس الوزرا د حکم په اساس د مرغانو د ښکار او قاچاق مخه نیول شوې ده. نوموړي زیاته کړه: «د بندامیر په ملي پارک او د بامیانو په فلات کې ۸ تنه ښکاریان نیول شوي او له هغو څخه ۱۰ وزره باز او باښه آزاد کړای شوي دي. په جوزجان ولایت کې ۵۱ وزره باز او باښه طبعیت ته خوشې شوي دي.»
ښکاریانو ته د جواز ورکول
جلال الدین ناصري ښکاریانو او قاچاقبرانو ته د ښکار کولو د جواز صادرول حیواناتو او مرغانو ته د خطر زنګ بولي او وایي: «د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ریاست له لوري داخلي او خارجي ښکاریانو په ځانګړي توګه عربانو ته په ډیره ټيټه بیه د ښکار جواز صادر شوی دی چې د وحشي ژوو له پاره د خطر زنګ دی.»
په داسې حال کې چې د دغو مرغانو او حیواناتو د ښکار او قاچاق په اړه اندېښنه ښودل کیږي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار او ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «هر څوک چې مراجعه وکړي په رسمي ډول ورته د ښکار جواز ورکوو.»
خو ښاغلي قانع له جزویاتو ورکولو ډډه وکړه چې په کومو شرایطو او تر اوسه پورې په کوم شمیر کسانو ته د ښکار کولو جواز صادر شوی دی؟
محمد اسحاق اکرمي: ش.ن/ ن.ز