1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات پر پراخېدو دي؟

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

طالبانو ته نیږدې سرچینې وايي چې د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات ډېرېږي چې له امله یې د دې ډلې یوشمېر مشران څنډې ته شوي. دغه اختلافات په کومه کچه دي او ایا د یوه کورني ټکر سبب کیدای شي؟

Afghanistan I Die Führung der Taliban
طالب مشران له کيڼ نه ښې لور ته (شیر محمد عباس ستانکزی، شرف الدین دلاور او عبدالغني برادر) - د آرشیف انځورانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي تر څرګندونو وروسته طالبانو ته نیږدې سرچینې مني چې د دې ډلې د مشرتابه په کچه اختلافات د پراخېدو په حال کې دي.

ستانکزي د یکشنبې په ورځ د طالبانو د پخواني مشر ملامنصور اخوند یادغونډې ته په وینا کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت پر سیاست توندې نېوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د ښځو حقونه باید ورکړل شي او له هغوی سره یې پر نرم چلند ټینګار وکړ.

د طالبانو له منځه د هغوی پر حکومت دغه ډول نېوکې بې سارې ګڼل کیږي.

په لندن کې میشت افغان خبریال سمیع یوسفزي دویچه ویله ته وویل، په طالبانو کې د سختدریځی مخالف مشران څنډې ته کیږي.

یوسفزی چې طالبان یې له ډېر نیږدي څارلي د یوشمېر هغو څېرو نومونه اخلي چې د همدغسې یو فکر له امله په حکومت کې ونډه نه ده ورکړل شوې: »دغه اشخاص لکه طیب اغا، معتصم آغا، اکبر اغا، ملا محمد رسول، یا متوکل او حتی ضعیف چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې دي فامیل او خپله ده ته یې په حکومت کې کومه ونډه نه ده ورکړې، دا په دې معنی چې دوی یو سخت نظر لري، هر څوک چې پخوا یا اوس د پالیسیو خلاف تللي دي د هغوی له پاره د کار ساحه او د احترام ساحه په طالبانو کې کمیږي او حاشیې ته وړل کیږي«.

یوسفزی زیاتوي اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانې او ډله یې پراخ لیدلوری لري، د بیلګې په توګه هغوی غواړي چې ښځو ته حقونو ورکړل شي، د نجونو له ښوونځیو سره مخالفت نه کوي او حتی غواړي چې په حکومت کې غیر طالب لورو ته هم ونډه ورکړي، خو له دغه لیدلوري سره کندهاري طالب مشران په کلکه مخالف دي.

هاخوا د غزني پخواني والي موسی خان اکبرزاده هم دویچه ویله ته وویل، د طالب مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف ډېر دی: »ددې اختلافاتو علت دادی چې اسلام پوهنه کمزورې ده او هر یو یې له اسلام څخه خپل او جلا برداشت لري«.

خو طالبان بیا د هغوی ترمنځ خپل منځي اختلافات ردوي. د هغوی د حکومت یوه ویاند انعام الله سمنګانی د عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: »د ښاغلي ستانکزي خبرې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو په معنی نه دي، بلکې هغه ټینګار کاوه هغه کارونه چې په تېرو څو میاشتو کې شوي بسنه نه کوي نور کارونه هم باید وشي، ټولو چارو او د خلکو ستونزو ته لا ډېره رسیده ګي وشي او د اسلامي امارت مشرتابه هم له دې سره موافقه لري چې باید بیلابیلو برخو کې لا ډېر کار وشي«.

واک ته د طالبانو تر رسېدو یواځې څو میاشتې وروسته د دې ډلې پرضد د وسله وال مقاومت غږ پورته شو، چې پيل یې هم له پنجشېره د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ و، په دې وروستیو کې د دغه مقاومت پلویانو په پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې د جګړو ترڅنګ د پرمختګونو ادعا هم کړې چې ورسره جوخت په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې وېره ډېره شوې.

د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د رپوټونو سره همهاله دا پوښتنه هم مطرح کیږي، چې ایا د هغوی ترمنځ اختلاف هم په یوه وسله وال اخ و ډب اوښتی شي؟

د چارو کتونکي ډاکټر عاطف مختار په دې اړه دویچه ویله ته وویل: »زه په دې اند یم چې اختلافات به وي، په هره ټولنه کې اختلاف وجود لري، خو دا اختلاف دومره نه دی چې د افغانستان ملي منافع تر پښو لاندې کړي او یا په افغانستان کې یوه بله جګړه منځته راوړي«.

ویل کیږي چې د طالبانو په منځ کې د عباس ستانکزي په څېر یوشمېر نور مشران هم شته چې د کورني سیاست ترڅنګ په بهرني سیاست کې هم له نړېوالې ټولنې سره د تقابل پر ځای د تعامل سیاست غوره ګڼي، خو د کتونکو پر باور نظر او دریځ ته یې غوږ نه نېول کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل