1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالب مشرانو سفري معافيت به پای ومومي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالب مشرانو د سفرونو د بندیز معافیت یا نه معافیت په اړه نن پریکړه کوي. طالبانو هم غبرګون ښودلی خو کارپوهان یې په اړه څه وايي؟

د طالبانو هئیت چې د ۲۰۲۱م کال د مارچ په میاشت کې یې په مسکو کې په یوه کنفرانس کې ګډون کړی وو
د طالبانو هئیت چې د ۲۰۲۱م کال د مارچ په میاشت کې یې په مسکو کې په یوه کنفرانس کې ګډون کړی ووانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

ټاکل شوې نن دوشنبې (د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا، پر طالب مشرانو د سفر د بندیز معافیت یا نه معافیت په اړه پریکړه وکړي.

هاخوا په یوشمېر اروپايي هېوادونو کې ځینو افغان ښځو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د  طالب مشرانو سفري معافیت پای ته ورسوي. په ناروې کې د ښځو حقونو یوې فعالې هدا خاموش دویچه ویله ته وویل: «د ملګرو ملتونو د دې پریکړې چې له طالبانو سفري معافيت لرې کوي، په افغانستان کې دننه او بهر یوشمېر ښځو د هشټګ په کارولو سره وغوښتل ملګري ملتونه دې ته متوجه کړي چې طالبان لاهم نه دي توانېدلي چې تاوتریخوالی ختم او بشري حقونه مراعت کړي.»

د خاموش په وینا، طالبانو د ښخو او بشري حقونو د رعایت په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د طالبانو غبرګون

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه اقدام ته په خپل غبرګون کې ویلي چې پر مشرانو او چارواکو دې یې د سفري محدودیتونو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخېستل کیږي.

ملګري ملتونه د طالبانو د سفري بندیزونو د معافیت دوره پای ته رسوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد دویچه ویله ته وویل: »پر سفرونو بندیز که بیا تمدید شي، نو د سیاسي ډیالوګ او تعامل پر ځای به واټن رامنځته کړي چې باید مخنیوی یې وشي.»

ضیا زیاتوي چې د دوحې په تړون کې منل شوي چې له طالب مشرانو به هرډول بندیزونه لرې کیږي، چې باید هغه تړون پلی شي. د دغه طالب ویاند په ټکو چې په لویدیځ کې ځینۍ کړۍ شته چې په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کوي.

خو د چارو یوشمېر کتونکي وايي، طالبان ونه تاوانېدل چې په تېر یو کال کې له نړۍ سره د جوړجاړي او د نړېوالو بشري قوانینو سره سم اړیکي وپالي، بلکې د زور او ځواک له زاویې مدیریت کېدې.

په سویډن کې د چارو افغان کتونکي ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «په تاسف سره چې د طالبانو په مشرتابه کې داسې افراد او اشخاص شته چې هغوی نه غواړي له نړۍ سره سالمې اړیکې ولري.»

د حکمت په وینا، یوشمېر نړېوال کړکیچونه هم لامل شوي چې د افغانستان په اړه نړېوال دریځونه ووېشل شي. د اوکراین جګړه او د تایوان کړکېچ هغه ستر نړېوال بحرانونه دي چې له امله یې په امنیت شورا کې د چین او روسيي دريځونه له لویدیځ سره پر یو فورمول نه راڅرخېدل.

د طالبانو له پاره ستونزمن پړاو

خو په مالیزیا کې د نړېوالو اړیکو یوه شنونکي عبدالحی قانت دویچه ویله ته وویل، که د طالب مشرانو سفري معافیت پای ته ورسیږي، طالبان به لانور ډېر«منزوي» شي.

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟

24:42

This browser does not support the video element.

«طبعي خبره ده چې د دغه معافیت ختمولو تاثیر په نړۍ او سیمه کې هم شته، ځکه له همدې امله روسیه او چین کوشش کوي چې دا معافیت وغځیږي، هغوی پوهیږي چې که په سیمه ایز ډول د هغوی تعامل قطع شي، نو په افغانستان کې یوه خلا رامنځته کیږي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا شاوخو دوې میاشتې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني او پوهنې وزارت پر مرستیال سیداحمد شهیدخیل د بندیزونو معافیت لغوه کړ.

د کندهار غونډه؛ د امریکا د برید غندنه او ګاونډيو ته خبرداری؟

د سفري بندیزونو لیست کې شامل ۱۳ طالب مشران

د طالبانو د ریاست الوزراء دواړه مرستیالان (ملا عبدالغني برادر او ملاعبدالسلام حنفي) د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی، د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د اوبو او انرژۍ وزیر لطیف منصور د قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري، د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا او د طالبانو د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق هغه دیارلس طالب مشران دي، چې ملګري ملتونو یې د سفري معافیت موده د دوو میاشتو له پاره تمدید کړې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل