سپین، ځلیدونکي او منظم غاښونه د انسان په ژوند کې ډیر مهم رول لري او انسان ته پر ځان اعتماد ور په برخه کولای شي. په دې توګه یو څوک کولای شي چې په هر ځای کې پرته له شرم څخه په خلاصه خوله وخاندي او خپل احساس ښکاره کړي. خو هغه کسان چې غاښونه یې منظم او سپین نه وي بیا له دې ستونزې سر ټکوي.
د غاښونو سپینونکی کریم د غاښونو دباندي پرده خرابوي. په دې راز کریمونو کې داسې توکي شته چې په اصطلاح د انسان غاښونه ریګمال کوي او په پایله کې یې غاښونه سپینیږي. په دې کار سره غاښونه ډیر ځيږه کیږي او د وخت په تیریدو سره د چای، قهوې او مشروباتو زرې په اسانۍ سره پر غاښونو نښلي چې بیا وروسته غاښونه ډیر سپین نه ښکاري.
د روغتیا د برخې کارپوهان او ډاکټران خبرداری ورکوي چې تر حد زيات غاښونه سپینونکي کریمونه د خپلو ځینو موادو پر مټ پر غاښونو بریدونه کوي. دوی همدا راز وړاندیز کوي چې د ښو غاښونو درلودلو له پاره د غاښونو له ډاکټر مشورې او ښه ساتنه يې سبب کيږي چې غاښونه خپل طبیعي رنګ له لاسه ور نه کړي.
په عین وخت کې د سګرټو څکول، د غاښونه نه مینځل او غاښونه ته نه پاملرنه د دې سبب ګرځي چې غاښونه ژیړ او تر وخت مخکي خراب شي چې بیا د انسان له پاره د معدې په ګډون ډیرې نورې روغتیايي ستونزې زیږوي.
د غاښونو د روغتیا له پاره په غاښونو باندې د کلکو شیانو لکه بادام او ځینې نورو توکو ماتول ډیر زیان کوي چې باید مخنیوی وشي. تر خوراک وروسته او همدا راز سهار تر خوب وروسته او د شپې تر ويده کېدو مخکې د غاښونو مینځل د غاښونو عمر زیاتوي.
Ag(K.H/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه:
د روغتيا کارپوهان په دې هکله همنظره دي چي روغ غاښونه د روغ صحت له پاره ډېر اړين دي. هغه کوم شيان دي چي زیات خوړل يا چښل يې غاښونو ته زيان رسوي؟ په دغه انځوريز راپور کي يې وپېژنئ:
انځور: Colourboxکه څه هم د مالټو او لیمو ترکیب د وجود د سلامتۍ له پاره ډیر ښه دي، خو د غاښو ډاکټران هغه کسانو ته چي د غاښو د ژیړیدو شکایت لري، توصيه کوي چي د ډیرو ترکیباتو له خوړلو څخه ډډه وکړي. دغه ترکیبات ډیر اسیډ لري، نه یوازي د غاښو د ژیړیدو، بلکي حساس کیدو سبب هم گرځي. همدا دلیل دی چي ستاسي غاښونه د گرم یا یخ شیانو د خوړلو او چښلو پروخت ډیر حساس وي.
انځور: Colourboxد ډیرو کسانو له پاره قهوه(کافې) د سهار له خوا تر ټولو ښه نوشابه ده. دا سمه خبره ده چي قهوه د طبیعت له سمولو سره مرسته کوي، خو ډېر چښل يې کیدلای سي د غاښو د رنگ د تغیر سبب سي. څنگه چي په قهوه کي هم اسیډ موجود دی، نو ښه دا دی چي د قهوې تر چښلو وروسته د تروو شیانو له خوراک څخه ډډه وسي، ځکه چي دا کار د غاښو د لا حساس کیدو سبب گرځي.
انځور: picture alliance/All Canada Photosد میوو اوبه يا جوس ډیر زیات مختلف ویټامینونه لري. خو په ډیرو چښلو کي یې باید احتیاط وسي. ځکه چي ډیره بوره او اسیډ لري چي د غاښو د کلسیم د کمښت سبب گرځي. د میوو په اوبو کي د بورې ترکیبات په غاښو کي د موجودو مکروبونو سره اسیډ جوړوي او دغاښو د خرابیدو سبب گرځي.
انځور: Fotolia/Digitalpressچای هم د قهوې غوندي پر غاښو باندي د ټپلو سبب گرځي. شنې چای پرغاښو باندي خاکي او توري چای ژیړي لکې راپیدا کوي. ځیني کسان توصیه کوي چي پرغاښو باندي د لکو د نه رامنځته کیدو پخاطر چای له لږو شیدو سره وچښئ. خو دا خبره ثابته سوې نه ده.
انځور: picture-alliance/landovپالک د ډیرو مفیدو سبزیجاتو له جملې څخه دي او ډیر معدني مواد، لکه کلسیم، پوټاشیم او کاروتین لري. خو سړی نه سي ویلای چي پالک د غاښو له پاره هم مفید دي. هغه اسید اگزالیک لري چي د کلسیم سره یې ترکیب یو نوع حل نه کیدونکي مالگي (اگزالات کلسیم) جوړوي او د غاښو د پوښ د حساس کیدو سبب گرځي.
انځور: Fotolia/nata_vkusideyشات له ډیرو پخوانیو زمانو څخه د وجود د سلامتۍ په سبب ډیر شهرت لري. خو په هغه کي د ډیري بورې(شکري) موجودیت د غاښو له پاره تاواني هم دي.
انځور: lily - Fotolia.comمیوه لرونکي مستې د ډیرو گټورو خوړو له جملې څخه دي، خو د غاښو له پاره تاواني هم دي. ځکه چي ډیره بوره لري. په همدې دلیل متخصیصین توصیه کوي چي د غاښو د سالم پاتيدو په خاطر، طبیعي مستې وخورئ.
انځور: imago