په دې وروستیو کلونو کې د هغو کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی چې یوازې له سبزیجاتو څخه استفاده کوي. ډیري سبزي خواره د غوښې خوړونکو په پرتله ډنګر او صحتمند وي، خو اوس سائنس پوهانو نوي حقایق هم کشف کړي دي.
اعلان
د آلمان د «فوکوس آن لاین» انټرنټ پاڼې په حواله هر آلمانی په ورځ کې په اوسط ډول ۱۵۰ ګرامه غوښه خوري. که څه هم دا دومره ډیره نه معلومیږي، خو د آلمان د تغذیي ادارې له سپارښتنو زیاته ده.
د دغې ادارې په حواله په اونۍ کې له ۶۰۰ ګرامه زیاته غوښه باید ونه خوړل شي. د دغې څیړنې په اساس لږه غوښه خوړل ښه کار دی، خو که تاسې هیڅ غوښه هم ونه خورئ نو بدن ته مو کوم زیان نه رسیږي.
د تغذیې آلمانی کارپوه او د سرطاني ناروغیو په اړه د څیړنیزې ادارې داکتر ټلمن کوهن وایي: «کوم کس چې یوازې سبزیجات خوري بدن ته یي هیڅ زیان نه رسیږي، بلکې له سائنسي څیړنو څخه معلومیږي چې سبزيجات ډیر غذایي مواد لري او روغتیا ته ګټه رسوي.»
کوم خواړه تر ټولو ښه دي؟
طبي کارپوهان د مدیترانې شاوخوا هیوادونو غذایي رژیم تر ټولو ښه بولي. د تیرو دوو کلونو راهیسې «مدیترانه یي خواړه» تر ټولو ښه غذایي رژیم بلل کیږي. په دې سیمه کې له سبزیجاتو، د کبانو او زیتون له غوړو څخه ډیره استفاده کیږي. د دې سیمې خلک سره غوښه او هغه خواړه چې ډیر سره کيږي لږ کاروي.
د فوکوس آن لاین انټرنټ پاڼې په حواله له مطالعاتو څخه معلومه شوې ده چې په عام ډول له ډیرو غوښو څخه استفاده غیر صحي وي، ځکه په دې کې چربي یا وازده او روغتیا ته زیان رسونکي اجزا ډیر وي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
کومه غذا د خوشالۍ او آرامو اعصابو سبب ګرځي؟ انځوريز راپور
ګټوره او ښه غذا نه يوازي د انسان پر بدن بلکه پر روان يې هم اغېز کوي. ښه غذا د انسان طبيعت ساز کوي، انرژي او د ژوند خوشالي وربخښي. خو څنګه چي به په دغه انځوريز راپور کې ووينئ،له ښه غذا څخه مقصد د مزې او خوند تابعيت نه دی:
انځور: picture-alliance/dpa
سبزيجات/سابه
هغه څوک چي هره ورځ حتی د خورما په اندازه هم رنګه او اومه سابه يا ميوه خوري نو د خپل روان او بدني روغتيا له پاره تر زياتي اندازې زښت مهم او اړين غذايي توکي په لاس راوړي. سبزيجات په بدن کي د اوبو د کمښت، د بيري حالت او په ژور خفګان يا ډپرېشن کي د بهترۍ سبب ګرځي او په مخنيوي کي يې هم رول لوبوي.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Heinz
کمه بوره زياته روغتيا
که څه هم چي له شربتونو او غير الکهولي مشروباتو څخه نيولې بيا تر چاکليټو، کيکانو، کلچو او نورو په اصطلاح خوندورو خوراکي توکو کي بوره زياته وي، خو ورڅخه اجتناب يا کم استعمال يې د خپل ځان سره ښه کول دی. دا ځکه چي په بريتانيه او آلمان کي څېړنو ښودلې چي هغه کسان چي کمه بوره خوري، تر هغو زيات خوشاله او د ښه رواني او بدني روغتيا څښتنان وي چي زياته بوره يا په اصطلاح خواږه شيان خوري.
انځور: picture-alliance/Frank May
ويټامن بي د ښه اعصابو له پاره
ويټامن بي د روغ روان له پاره ډیر مهم دی، ځکه چي د اعصابو نظام ته ګټور دی او د ناحقه ستړيا او فشار يا شتريس د احساس مخه نيسي. د دغه ويټامن په مهمو او د انسان له پاره اړينو اقسامو کي فوليک تيزاب او (B2) يا نياسين شامل دي. ويټامن بي په سبزيجاتو، کم غوړ لرونکې غوښه، وچه مېوه، کيله، پټاټو او د شودو په مصنوعاتو کي موجود وي.
انځور: Imago/Westend61
بيولوژيکي مرستيال توکي/پروبيوتيکس
پروبيوتيکس يا بيولوژيکي مرستيال توکي داسي ژوندي ګټور آرګانيزمونه او خميرې د ځان سره لري چي نه يوازي د هاضمې نظام تقويه کوي بلکه د معدې ګټورې باکتېرياوي هم زياتوي چي د نورو ګټو تر څنګ د ډپرېشن يا ژور خفګان مخه نيسي. پروبيوتيکس په لبنياتو/د شودو په مصنوعاتو لکه مستو، چکه او په همدې شان په بادرنګ غوندي سبزيجاتو کي موندل کيږي. د پروبيوتيکس ګولۍ/کېپسول هم سته.
انځور: picture-alliance/Zoonar/M. Uliasz
ويټامن ډي /په کومو سيمو کي چي ژمی اوږد او لمر کم وي، اوسيدونکي يې د ويټامن ډي ګولۍ هم خوړلای سي.
کارپوهانو موندلي چي د انسان په بدن کي د ويټامن ډي کمښت د يو شمېر بدني يا فزيکي ستونرو تر څنګ په انسان کي د ډپرېشن او نورو رواني ستونزو لامل کرځېدلای سي. دا په دې معنی نه چي د هر ډپرېشن منبع دي د ويټامن ډي کمښت وي، يا د ويټامن ډي کمښت خامخا د ډپرېشن لامل کيږي. خو هغه کسان چي ډپرېشن لري اکثره وختونه يې کم لمر ليدلی وي. د لمر وړانګې د دغه ويټامن تر ټولو مهمه منبع ده.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
ماګنېشيم
پر موږکانو باندي تر سره سوو يو شمېر څېړنو ښودلې چي په بدن کي د ماګنېشيم (ماګنیزیم) کمښت د بيري او وارخطايي د احساساتو لامل کيږي. له دې کبله زيات ماګنېشيم لرونکي غذايي توکي د بيري د حالت مخنيوی کوي او د اعصابو نظام ته ګټه رسوي. په شنه سبزي/پالک، ګوبي، دالياتو، خور لرونکو حبوباتو او بادامو کي ماګنېشيم زيات وي.
انځور: picture-alliance/R. Märzinger
زينک
د زينک مواد هم په انسان کي د ناحقه بيري د احساس په مخنيوي کي مرسته کوي. په بدن کي د زينک کمښت د ډپرېشن، عصبانيت او وارخطايي لامل کيدلای سي. زينک د په پوښ لرونکو (سمندري) حيواناتو، اينه، د هګيو په ژړ، کډو، خاشخاشو او د غنمو او نورو دانو د پوستکو سره اوړو کي موندل کيږي.
انځور: picture-alliance/Zoonar/K. Solovyeva
سره غوښه
د ښه او متوارنې غذا خوړلو مقصد دا نه دی چي څوک به بالکل د غوښو له خوړلو څخه صرف نظر کوي. بلکه برعکس په اونۍ کي درې واري کوچنۍ د سرو غوښو (غوايي، پسه..) پخه سوې غوښه خوړل د سټرېس په مخنيوي کي مرسته کوي ځکه چي پکښي په لوړه اندازه اوسپنه موجوده وي. خو د زياتي غوښې او يا غوړې غوښې خوړل ښايي تر ګټي زيات تاوان ورسوي.
انځور: Imago/Imagebroker
برازيلي جوز/کاجو
په برازيلي جوزو کي د سيلينيوم په نوم هغه ماده سته چي اکثره وخت يې د انسانانو په بدن کي کمښت وي. په بدن کي د يادي مادې کمښت د طبيعت د خرابۍ او عصبانيت سبب ګرځېدلای سي. له همدې کبله کارپوهان په مناسبه موده کي په مناسب مقدار د دغو پليو يا جوزو د خوړولو توصيه کوي. تور عسل او سمندري مېوې هم سيلينيوم لري.
انځور: Colourbox
کُرکُمن
کرکمن په بدن کي د التهاب او دايمي عفونيتونو د هغو رنځونو په رغولو کي مرسته کوي چي له کبله يې د دماغ فعاليت اخلال کيږي. په کُرکمن کي د «کُرکُمين» په نوم ماده په دماغ کي د اومېګا درې فيټس اېسډ د زياتېدو او له دې کبله د شتريس او بيري د کمېدو لامل کيږي.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH
د مديترانې د خوراک طرز
د مديترانې د خوراک په طرز کي بېلا بيل او خوندور خوراک خوړل کيږي. خوراک عموما د سبزيجاتو، کب/ماهي، د غنمو د پوستکي سره مل ميده سوو اوړو ډوډۍ، د زيتون غوړي، تازه مصالحې او وچي مصالحې سره مل وي او د ډوډۍ په پای کي د خوله خوږولو لږ ميوه هم خوړل کيږي. څېړنو ښودلې چي په دوامداره توګه مديترانه يې خوراکونه، له زياتو خوږو او سپينو اوړو د ډوډۍ او ورته نورو خوراکي توکو ځان ساتل د ډپرېشن او بيري مخه نيسي.
انځور: Colourbox
کافيين کمول
يو شمېر د غذا او روغتيا متخصص سازمانونه توصيه کوي چي د کافېين لرونکو مشروباتو لکه توري او شنې چايي، کافې او وېښ ساتونکو سافټ ډرينکس سره بايد ډير احتياط وسي. که څه هم چي د دغو موادو په خوړلو/چښلو انسان ځان هغه وخت ويښ او تازه احساسوي خو په اوږدمهاله توګه دغه د خوب د اخلال او ډپرېشن سبب ګرځېدلای سي. نه يوازي دا چي د دغو شيانو په چښلو کي بايد چي اعتدال وسي بلکه له بیديدو لنډ وخت مخکي بايد ونه چښل سي.
انځور: Fotolia/Africa Studio
په کافي اندازې د اوبو چښل
د بدن او دماغ د تازه او پياوړي ساتلو له پاره د زياتو اوبو چښلو توصيې کيږي. څوک چي کمي اوبه چښي نو دماغ يې هغسي چټک او متمرکز کار نه کوي لکه چي ورته اړتيا وي. عموما په ورځ کي بايد هر انسان د ۶ او ۸ ګلاسونو تر منځ اوبه وچښي.
هغه چاکلېټ چي پکښي د کاکاو برخه زياته وي او اضافي بوره او غوړ نه وي پکښي اضافه سوي، که په اعتدال سره وخوړل سي نو د انسان اعصابو ته ګټه رسوي. خو که اعتدال ونه ساتل سي نو د انسان وزن، په وينه کي شکره او يو شمېر نوري روغتيايي ستونزي زياتېدلای سي.
انځور: Fotolia/PhotoSG
انځورونه1 | 14
خو دا هم ویل شوي دي چې د غوښې خوړونکو او سبزي خوړونکو په روغتیا کې نور فکتورنه هم رول لري. همیشه داسې نه شي ویل کیدای چې سبزي خور انسان به صحتمند او غوښې خوړونکی انسان به ناروغه وي. د بیلګې په توګه یو غوښه خوړونکی انسان چې ښه ورزش کوي، کیدای شي له یو سبزي خوړونکي څخه چې سګریټ څکوي ډیر صحتمند وي. د څیړنو په اساس د خوړو اجزا پر انساني حجرو اغیز کوي.
کومه غوښه باید وخوړل شي؟
د پسه، غوایي او خنځیر غوښه سره غوښه بلل کیږي. د روغتیايي کارپوهانو په حواله د زړه او وینې فشار ډیري ناروغۍ د دغو غوښو د ډیرې استفادې له امله پيدا کیږي. همدارنګه د سرطان په څیر ناروغۍ ته هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له سرې غوښې سره ارتباط ورکول کیږي.
د مکس پلانک انیستیتوت د انساني ذهني وړتيا او اعصابو د علومو ادارې (ایم پي آی سي بی اس) او د لابزیګ پوهنتون شفاخانې څیړونکو پر نږدې ۹۰۰۰ کسانو تحقیق کړی دی. د دغو څيړنو پایلې د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې په «نیوټرینټ» مجله کې خپاره شول.
د دغې څیړنې د پایلو په اساس د هر انسان پر دسترخوان چې په کومه اندازه د غوښې جوړ شوي خواړه کم وي په هم هغه اندازه یي Body Mass Index یا د بدن د کتلې شاخص او وزن یې هم کم وي.
ایولین میدور، چې د دې څیړنې په لیکلو کې مرکزي رول لري وایي: «هغه تولیدات چې په ډیر مقدار کې غوړ یا بوره لري انسان چاقوي. دا اشتها زیاتوي او د مړیدو احساس کموي.»
یو شمیر خلک فکر کوي چې د غوښې نه خوړل د انسان پر روان اغیز کوي، خو د سائنسپوهانو په حواله تر اوسه پورې داسې هیڅ دلیل نشته چې په اثبات ورسوي، چې د غوښې خوړل یا نه خوړل د انسان پر روان اغیز کوي.