د ۱۹۱۸م کال د نومبر په ۹مه د جمهوریت اعلانول یوازينۍ او وروستۍ پېښه نه وه چې د آلمان په تاریخ کې په دغه ورځ رامنځ ته شوه. تر دې مخکې د ۱۸۴۸ کال د نومبر په ۹مه شاهي ځواکونو د مارچ انقلاب د سرکوبولو په جریان کې رابرت بلوم چې د آلمان د پارلمان لومړنی سرتاسري استازی و، په ډزو وویشت. د ۱۹۲۳ کال د نومبر په ۹مه آدولف هټلر هڅه وکړه چې د کودتا په کولو، رایش حکومت ړنګ او پارلماني دیموکراسي له منځه یوسي. ۱۵ کاله وروسته د ۱۹۳۸ کال د نومبر په ۹مه، د (ماتو ښيښو شپې» په نوم د یو شورش په جریان کې نازي رژيم ډېر یهودیان ووژل، شکنجه یا تبعید کړل او د یهودیانو کنیسې او مغازې ېې تخریب کړې. تر هغه وروسته د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۹مه د برلین دېوال ونړول شو او د متحد آلمان له پاره لار هواره شوه.
انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟
12:59
This browser does not support the video element.
دا چې ولې په آلمان کې مهمې تاریخي پېښې د نومبر په ۹مه رامنځ ته شوي دي، په ډېر احتمال سره یو تصادف و. خو د ماربورګ پوهنتون تاریخ پوه مارتین ګيلن نیتس، وايي چې ځينې دغه تاريخي بهیرونه داخلي تړاوونه هم لري. د بېلګې په توګه، د ۱۹۲۳ کال ناکامه کودتا چې هڅه ېې کوله په ۱۹۱۸ کال کې رامنځ ته شوی جمهوریت ړنګ کړي. هغه زیاتوي: «نازیانو تل د نومبر میاشتې د جنایتکارانو له اصطلاح استفاده کوله، په همدې اساس د کودتا له پاره په نومبر کې نيټه ټاکل طبيعي و.» خو دا چې ولې دقیقاً د نومبر ۹مه نېټه انتخاب شوه، په خپله یو تصادف و.
په مونش پوهنتون کې د تاریخ استاد او د معاصر تاریخ موسسې مشر، ایزابل هاینيمان، د دغو پېښو په منځ کې مشترکات ويني: «په دې ټولو کې، مسئله د حکومت پر شکل او د جوړښت د نوعیت پر سر مبارزه کې دی.»
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د راپور له مخې په سېلاب ځپلو سيمو کي کابو ۲۲ زره مرستندويان کار کوي. پوځيان بيا په سیمه کي له سترو پوځي موټرو سره د سيلاب ځپلو مرستي ته ورغلي دي.
انځور: David Young/dpa/picture alliance
د اطفائيې ځواکونو تر څنګ، سرو صليب او د تکنیکي "THW" مرسته رسونکي چې په ټوله نړۍ کې له ستر نوم او لوړ شهرت څخه برخه من دي هم د مرستې له پاره سیمې ته استول شوي.
انځور: Harald Tittel/dpa/picture alliance
د ښاروالۍ کارکوونکي په ډېري چټکتيا سره واټونه له خټو څخه پاکوي، تر څو وګړي خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
انځور: Harald Tittel/dpa/picture alliance
مرسته رسوونکي له سېلاب ځپلو سره د مرستې له پاره په "ارفتشتاد" سیمه کي ځای پر ځای شوي.
انځور: Bernd Mürz/imago images
د آلمان جمهور رئيس فراتنک والتر شټاين ماير په سېلاب ځپلو سیمو کي له مرسته رسونکو سره خبري وکړي او د هغوی له هڅو يې مننه وکړه.
انځور: Marius Becker/Getty Images/AFP
د راینلند فالتڅ ايالت د "آلتنآر" "آلتن بورگ" سیمه چې تر سېلاب دمخه او وروسته ښودل شوي. دلته د اوبو حجم او پر کورونو د راتلو سرعت يې دومره چټک وو چې ټول اوسېدونکي يې ناببره راګر کړل.
انځورونه1 | 12
په همدې دلیل، په کراتو وړاندیز شوی چې د نومبر ۹مه نېټه دې د اکتوبر د ۳مې (په ۱۹۹۰ کې د آلمان د اتحاد رسمي ورځ) پر ځای د آلمان د ملي ورځې په توګه انتخابه شي. خو هاینمن له دغه نظر سره مخالف دی. هغه وايي: «سمه ده چې دغه ورځ، رسمي عمومي رخصتي ده،» ځکه د دې خطر موجود دی چې د برلین دېوال د نړېدو یادښت، د يهود ضد یورشونو د قربانیانو یاد څنډې ته کړي.
یوه ښکاره او اغیزناکه بېلکه ېې د رابرت بلوم د خدای په امانۍ لیک دی چې له زندان څخه ېې خپلې مېرمنې ته لیکلی او په هغه کې ېې هغو شېبو ته چې جلادان ېې ورنژدې کېدل، اشاره کړې ده. رابرت بلوم د آلمانی سیاستمدار او د دیموکراسۍ مبارز وو چې د ۱۸۴۸ انقلاب کې ېې د خلکو د حقونو او ازادۍ له پاره مبارزه وکړه. هغه د فرانکفورت د ملي پارلمان د استازي په توګه پېژندل کېده. بلوم د ۱۸۴۸ کال د نومبر په ۹مه د سلطنتي ځواکونو له خوا ونيول شو او له عادلانه محکمې پرته اعدام شو. هغه د آزادۍ له پاره د مقاومت پر سمبول بدل شو.
سربېره پر دې، هغه خبرداری ورکوي چې دغه ورځ نه باید یوازې په ساده او تکراري رسمي مراسمو تبدیله شي. برعکس باید په کراتو او حتی په دردونکې توګه د هغې ورځې له پېښو سره مخ شو، له هغې جملې په هغه تريخ واقعیت سره چې د ۱۹۳۸ کال د نومبر په ګډوډيو کې د خلکو لویه برخه چوپه خوله پاته شول او شاوخوا لس سلنې یې د یهودانو په لوټولو او پر ضد ېې تاوتریخوالو کې فعال ګډون وکړ.
ګیل نیتس هم له دې سره مخالف دی چې د نومبر ۹مه دې رسماً د آلمان ملي ورځ ونومول شي. هغه وايي دغه ورځ «دوګونې څېره» لري: «که فرضاً د ۱۹۸۹ کال نومبر ۹مه د یورشونو شپو او د هیتلر په کودتا سره یاده کړو، بیا به هغه روښانه هیله او معنی چې د برلین دېوال نړېدل ېې لري، له لاسه ورکړو.»
له آرشیف څخه:
انځورونه: نازيانو ولې ۹۰ کاله پخوا کتابونو ته اور واچاوه؟
د نازيانو مشر آدولف هيټلر (ښۍ خوا) ته د ولسمشر پاول فون هيندنبورګ (کيڼ لوری) له خوا قدرت لېږدول کيږي. د ۱۹۳۳م کال د جنورۍ په ۳۰مه پارلماني دیموکراسي پای ته رسيږي او د نازيانو ۱۲ کلنه وحشتناکه واکمني پيليږي.
انځور: dpa/picture-alliance
د پارلمان ودانۍ هم د لمبو ښکار شوه
د ۱۹۳۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه د پارلمان ودانۍ ته هم اور واچول شو. په مارچ کې د نازيانو د «واکمنېدو قانون» په تصويب سره د هغوی قدرت لا زياتيږي. په اپريل مياشت کې سياسي مخالفين او يهودان له دندو لرې او د می مياشتې په ۲مه نېټه صنفي اتحاديې هم منع کړل شوې.
انځور: Mary Evans Picture Library/Weima/picture-alliance