ترمپ په ټاکنو کې یو ستر اکثریت استازي یعنی ۳۰۶ راخپل کړي دي، چې که چیرې ځیني د انتظار پر خلاف له هغه څخه وا هم وړي، بیا هم هغه د نورو په رایو سره د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي. د امریکا کانگرس د جنوري پر شپږمه د انتخاباتي استازو د رایو د ورکړي نتیجه اعلانوي. نوی ولسمشر د جنوري پر شلمه لوړه کوي.
د انتخاباتي استازو پر دغه جرگه گۍ دا ځل فشار ډير زیات دی. دا ځل فشار له دې امله پر دغي جرگه گۍ زیات دی چې د ترمپ مخالفین هڅه کوي پر دغو استازو اغېزه وکړي او د هغه د ولسمشر د انتخاب مخه ونیسي.
خو د ټولو هلو ځلو سره سره گومان نه کیږي چې داسي یو څه دي وشي. له یو لړ ناآرامیو سره سره چې حتې د جمهوري غوښتونکو د انتخاباتي استازو په مینځ کې احساسيږي، د هغو کسانو شمیر باید ډير زیات نه وي چې غواړي د ټاکنو نتیجې ته بدلون ورکړي او له دې لارې د ترمپ د بریالیتوب مخه ونیسي.
د هغوی شمیر باید ۲۷۰ ته ورسیږي. حتی که چیري د جمهوري غوښتونکو یو گڼ شمیر انتخاباتي استازي له ترمپ څخه مخ هم واړوي، هغه څه چې تر اوسه هیڅکله پیښ شوي هم نه دي، په قوی احتمال چې ترمپ به بیا هم ولسمشر شي.
ځکه که چیری د انتخاباتي استازو شمیر اکثریت راټول نه شي، بیا نو د کانگرس د استازو مجلس تصمیم نیسي. په دغه خونه کې بیا هم جمهوري غوښتونکي اکثریت دي. انتقاد کونکي وايي چې د ټاکنو دغه ډول یو بهیر چې ولسمشر بالاخره د انتخاباتي استازو له خوا ټاکل کیږي، په امریکا متحدو ایالاتو کې د اکثریت له تناسب څخه استازیتوب نه شی کولای.
میرمن کلینتن د ټولو رایو په مطلق شمیر سره تر ترمپ کابو ۲،۸ ميلیونه زیاتي رايي لري. په انتخاباتي جرگه گۍ کې ډير نارینه او ښځې د احتجاجي ایملونو او احتجاجی تیلفونونو له یو ستر بهیر څخه رپوټ ورکوي. سربیره پر دې په آنلاین کې تقریباً ۵ ميلیونه خلکو یوه عریضه لاسلیک کړې ده.
نور مطالب:
ترمپ: عوامپاله، خود خواه او ولسمشر
ترمپ د رهنمای معاملالت یو شرکت درلود، یو مؤلف وو چي کتابونو یې ډیر خرڅیدل او یو تلویزیوني ستوری وو. هغه دا دی اوس د امریکا متحدو ایالاتو ۴۵م ولسمشر سو. دونالد ترمپ د ډیرو کسانو له پاره یوه خندونکې څېره وه.
په دغه کال ترمپ په اتلانتیک سیتي کي یوه قمارخانه پرانیستله. دا د هغه له ډیرو پانگونو څخه یوه وه چي دغه میلیونر یې میلیاردر کړ.
انځور: picture-alliance/AP Images/M. Lederhandler
د ترمپ پلار، فریدریک سرمایه
ترمپ ته د تجارتي معاملو له پاره پیسې د هغه له پلاره فریدریک، څخه میراث پاته سوي. په اول سر کي یې یو میلیون امریکايي ډالر ورکړې او په ۱۹۹۹م کال کي د پلار تر مرگ وروسته، ترمپ او د هغه درو ورونو او خویندو ته څلور میلیونه یورو په میراث پاته سوې.
انځور: imago/ZUMA Press
د میلیاردونو معاملې
ترمپ په عصبانیت سره پانگونه کوله، که څه هم په وار وار سره یې تاوانونه کړي خو بیا ئې هم هر وخت بریالیتوب لاره. د مثال په ډول په نیویارک سیتي کي د ترمپ برج. نن ورځ ترمپ خپله سرمایه لس میلیارده امریکايي ډالر ښيي. خو کارپوهان بیا د هغه د سرمايي یو پر دریمه برخه رښتیني بولي.
انځور: Getty Images/D. Angerer
ډیر هوښیارانه
دغه جمله ترمپ د ځان په هکله ویلې ده. هغه هم له دې کبله چي ترمپ د فیلادلفیا په یوه ځانگړي پوهنتون کی تحصیل کړی دی. هغه په ۱۹۶۸م کي د نوموړي پوهنتون څخه د «bachler» شهادتنامه ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.J. Harpaz
کپتان ترمپ
مخکي تردې د ترمپ پلار هغه په دیارلس کلنۍ کي یوې پوځي لیلیې ته واستاوه. هغه باید هلته دسپلین زده کړي وای او د خپلو زده کړو په وروستي کال کي حتی د صاحب منصبۍ رتبې ته هم ورسېد. ترمپ په دې هکله وايي چي هلته یې ډیر پوځي تمرینات کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/
د ویتنام له جگړې معافېدل
ترمپ وکولای سول د ویتنام په جگړه کي په برخه نه اخيستلو بريالی سي. دغه ورزشکار د پښې په پونده کي د یوې ناروغي له امله ځان له عسکرۍ خدمت څخه معاف کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د ترمپ لومړۍ مېرمن، ایوانا
ترمپ په ۱۹۷۷م کال کي له چکسلواکۍ ماډلې «ایوانا زیلینچکووا» سره واده وکړ. له هغې سره د درو اولادونو خاوند سو ، خو تل به یې د نورو ښځو سره د اړیکو لرلو په اړه خبري کیدلې. له همدې کبله به یې کورنی ژوند ددغه ډول گونگوسو تر سیوري لاندي وو.
انځور: Getty Images/AFP/Swerzey
دوهمه کورنۍ
په۱۹۹۰م کال کي ترمپ له خپلي مېرمنې ایوانا څخه جلا او د خپلي دوهمې ښځي مارلا، سره یې چی ۱۷ کاله تر هغه کشره وه، واده وکړ. له هغې سره د يوې لور (تیفاني) خاوند سو.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo
نجوني، نجوني
ترمپ نه یوازي له خپلي مېرمني سره په عام محضر کي راښکاره کېد، بلکي زیاتره وخت به یې د ښکلا د ملکې په سیالیو کی هم برخه اخیستله او له ځوانو ماډلانو سره به څنگ پر څنگ ولاړ وو. له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوری په متحدو ایالاتو کي حتی د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالۍ هم په هغه پوري اړه درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Lemm
ترمپ د سیاست په ډگر کي
په اصل کي ترمپ پخوا له سیاست سره ځان دومره ډیر نه دی مصروف کړی. خو بیا یې هم د ۲۰۱۵م کال د جون پر۱۶ اعلان وکړ چي ځان یې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی دی. د هغه شعار دا وو «بیا هم امریکا ستره کړی». هغه خپل انتخاباتي کمپاین، مهاجرو، مسلمانانو، ښځو او خپلو حریفانو ته په توهین آمیزو څرگندونو سره پیل کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane
د ولسمشرۍ لیاقت
آیا له دغه عوامپاله او پر ځان مین سړي څخه به د آزادي نړۍ یو لارښود جوړ سي؟ زیاتره کسان تر اوسه لا دا تصور نه سي کولای. خو د دونالد ترمپ ژوند ليک دا ښيي چي دغه سړی د «کمیلیون» په شان ځان ته بدلون ورکولای سي.