1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

آیا د کرونا ویروس له کبله د هندوستان پریمیر لیګ لغوه کیږي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د هندوستان د پریمیر لیګ یوه چارواکي ویلي دي چې د کرونا ویروس له ویرې ښايي سږ کال دغه سوداګریزې سیالې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. په عین وختي د نړۍ د دغه بډایه سیالو د لغوه کولو او یا هم د ځنډ غوښتنو هم زور اخیستی دی.

Indien Cricket Indian Premier League IPL
انځور: Getty Images/AFP/S. Sukumar

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې ۱۲مه نیټه) د آی پي ایل یا د هندوستان د پریمیر لیګ یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ښايي سږ کال د کرونا ویروس له ویرې دغه ستر سوداګریز لیګ د تړلو دروازو ترشاه او د تماشایانو له حضور پرته ترسره شي. په عین وخت کې، د دغه بډایه نړیوال لیګ د لغوه او ځنډ غوښتنو هم زور اخیستی دی.

د هندوستان د پریمیر لیګ د سږنیو سیالو په تړاو ښايي د راتلونکې شنبې په ورځ د کریکټ د نړۍ مشران سره راټول شي او خپله نهايي پریکړه اعلان کړي. ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ چې په کلني ډول شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالر عاید تولیدوي، د روانې مارچ میاشتې په ۲۹مه نیټه پیل شي. په دغه سوداګریزو سیالیو کې د کوربه هندوستان او افغانستان د لوبغاړو په ګډون د نړۍ وتلي لوبغاړي لوبیږي.

د هندوستان د کریکټ بورډ د نوم د نه بربنډیدو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «موږ ډیره علاقه لرو چې پریمیر لیګ په خپل وخت سره ترسره کړو ان که تماشایان هم موجود نه وي.»

نوموړي زیاته کړې چې په دې توګه ښايي دغه سیالۍ یوازې د تلویزیون له لارې خپرې شي او دا چې موږ د کرونا ویروس په برخه کې څه نه شو کولی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان له ایرلنډ سره او هندوستان له سویلي افریقا سره هم د هند په کوربتوب لوبې ترسره کړي دي. په هندوستان کې تر دې مهاله پورې د کرونا ویروس ۶۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د هندوستان د مهاراشترا ایالتي حکومت لا له وړاندې نه د ممبۍ انډین لوبډلې ته د ټکټونو د پلور د ځندولو سپارښتنه کړې ده. د دغه ایالت حکومت د هندوستان پر مرکزي حکومت ږغ کړی دی چې د پریمیر لیګ لوبې دې له تماشایانو پرته ترسره شي، داسې یو اقدام چې د فوټبال اروپايي لیګونه یې هم کوي. د مهاراشرترا ایالت د روغتیا وزیر راجش ټوپې، ویلي چې د هندوستان له پریمیر لیګ څخه د انسانانو ژوند ډیر ارزښت لري.»

 په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله، د سپورټ نړۍ هم ډیر زیان لیدلی دی. په اروپا کې د فوټبال سیالۍ هم له ورته یوه برخلیک سره مخامخ دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب