1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا روسیه پخواني افغان کمانډویان د اوکراین جګړې ته جذبوي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د فارن پالیسي د یو رپوټ پر بنسټ، روسیه هڅه کوي پخواني افغان کمانډویان د اوکران جګړې لپاره استخدام کړي. خو په روسیه کې ځیني افغان کارپوهان په دې اړه نورې څرګندونې لري.

ارشیف انځور: افغان ځواکونه په فیض اباد کې
ارشیف انځور: افغان ځواکونه په فیض اباد کېانځور: Afghanistan Ministry of Defence/REUTERS

فارن پالیسی د خپلو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې یوشمېر پخوانيو افغان کمانډویانو داسې پيغامونه ترلاسه کړي چې هغوی ته د اوکراین جګړه کې د ګډون په مقابل کې د سخاوتمندانه ډالیو د ورکړې ژمنه کوي.

د فارن پالیسی د رپوټ له مخې، د پخواني افغان کمانډويي ځواکونو یوه قوماندان خپل یوه همکار سره مرسته کړې چې د روسي ګومارونکي په همغږی یې تهران او له هغه ځایه روسيي ته ولیږدوي.

د رپوټ په وینا، لاهم تر ۳۰ زرو ډېر افغان کماونډویان په افغانستان کې شته چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې له هېواده د وتلو چانس نه دی موندلی.

په کابل کې د افغان پوځ د کمانډو ځواکونو یوه پخواني افسر چې د امنیتي لاملونو له مخې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، دویچه ویله ته وویل، دغه ځواکونه په داسې یو ناڅرګند برخلیک کې پرېښودل شوي چې د ځان او خپلې کورنۍ د بقا لپاره د هر هېواد غوښتنو منلو ته چمتو دي. دغه افسر زیاته کړې: «که چېرې داسې غوښتنه وشي ټول یې مني، اکثریت یې فامیلي مشکلات لري د یوې ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ دي چې د اوکراین ضد جګړه کې د روسيي لپاره وجنګیږي.»

افغان پوځ: ارشیف انځورانځور: AP

خو په روسیه کې یوشمېر افغان شنونکي باوري نه دي چې روسیه دې په افغانستان کې پاتې پخوانيو افغان پوځیانو او یا هم نورو هېوادونو کې دغو کماونډویانو ته لاسرسی ومومي.

په مسکو کې افغان کارپوه ډاکټر شیرحسن دویچه ویله ته وویل: «ما لا داسې اوریدلي هغه پوځیان چې د افغان ځواکونو په صفري قطعاتو کې ول او هغوی د امریکا او د ناټو په مرسته له افغانستانه وتلي، برعکس هغوی د اوکراین جګړې ته د روسانو خلاف رالیږل کیږي.»

مسکو میشتی دغه افغان کارپوه زیاتوي، د اوکراین جګړه کې چې اوس امریکا او ناټو هم ښکېله ده تر روسيي ډېر امریکا او ناټو کولای شي چې پخواني افغان پوځیان له مالي اړخه دې جګړې ته وهڅوي.

اړوند مطالب: پوتین: د اوکراین په جګړه کې غرب ملامت کړ

په مسکو کې یوه بل افغان شنونکي عمر ننګیار دویچه ویله ته وویل، په روسیه کې عام لیدلوری دادی چې دا جګړه د روسيي او ناټو ترمنځ ده. هغه وويل: «عام روسان وايي، دا جګړه له اوکراین سره نه ده دا جګړه له ناټو او امریکا سره ده، ناټو او امریکا په ټول قوت ددې جنګ شاته ولاړ دي، ممکنه ده چې امریکا ددغو ځواکونو د اقتصادي مشکلاتو له امله هغوی دې ته مجبور کړي خو باوري نه یم.»

تراوسه څرګنده نه ده چې د اوکراین جګړې لپاره د پخوانیو افغان کماونډویانو د ګومارنې مسؤلیت چاته ورکړل شوی، خو د فارن پالیسی رپوټ وايي چې ښايي PMC Wagner ددې ګومارنې ترشا وي.په هند کې مېشت سرتېري افغانستان ته له ستنېدو وېره لري

د مالوماتو له مخې، PMC Wagner یو نیمه پوځي روسي سازمان دی چې فعالیتونه یې رسمي بڼه نه لري.

د افغانستان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډله کې کمانډويي سرتیري ترټولو جنګي وړتیا لرونکي ځواکونه ګڼل کیږي چې روزونکي یې ترډېره امریکايان او بریتانویان ول.

د رپوټونو له مخې امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغان ځواکونو پر جوړولو شاوخوا ۹۰ ميليارده ډالره لګولي دي، چې د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د طالبانو په راتګ سره ټول وپاشل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل