آیا عربستان د افراطي اسلامپالي ترهگرۍ ملاتړ کوي؟
بيورن بلاشکه / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.05.2015):
انځورونه: سعودي عربستان د يمن هوايي ډگر بمبار کړ
په دې انځوريز راپور کي به د يمن ويجاړ سوی هوايي ميدان او الوتکي وويني چي سعودي عربستان بمبار کړی دئ. ويل کيږي چي سعودي دا کار د يوې ايرانۍ الوتکي د کښېناستو د مخنيوي په خاطر کړی دئ.
د يمن هوايي ډگر دوې ورځي بمبار سو. اوس خبري آژانسونو د دغه ميدان عکسونه خپاره کړي دي. ويل کيږي چي هوايي ډگر ځکه بمبار سو چي د ايرانۍ الوتکي د کښته کېدو مخنيوی وسي.
د سعودي عربستان جنگي جټ الوتکو د سه شنبې په ورځ په يمن کي د صنعا پر هوايي ډگر باندي په بمباريو سره د يوې ايرانۍ الوتکي د کښته کېدو مخه ونيوله.
په يمن کي د سعودي عربستان د پوځي عملياتو مشر جنرال احمد عاصري له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي د ايراني پيلوټانو د بې توجهۍ له کبله د دوی هوايي ځواک د يمن د پلازمېني صنعا هوايي ډگر بمبار کړ.
په دغه بمبار کي په هوايي ډگر کي ولاړي څو الوتکي سوځېدلي دي.
د صنعا هوايي ډگر د سعودي عربستان له خوا تر بمبار وروسته. سعودي عربستان د يوې ايرانۍ الوتکي د کښته کېدو د مخنيوي په خاطر هوايي ډگر بمبار کړ.
د هوايي ډگر ځغاست ليکه هم ويجاړه سوې ده.
د ايران د رسمي خبري آژانس «ايرنا» د معلوماتو له مخي يوه ايرانۍ الوتکه چي له عمان څخه يمن ته روانه وه د سعودي عربستان د جنگي الوتکو د گواښ سره سره هوايي ډگر ته کښته کېدو ته ځان تيار کړ خو د سعودي الوتکو د ميدان د کنترول برج او ځغاست ليکه بمبار کړه.
په هوا کي د سعودي عربستان جنگي الوتکي ايراني الوتکي ته ډېر ور نژدې سوې او گواښ ئې ورته کاوه چي ميدان ته کښته نه سي.
دا د سعودي عربستان جنگي الوتکي دي، چي د يمن پر فضا گرځي.
د يمن د پلازمېني صنعا هوايي ډگر د سعودي عربستان د جنگي الوتکو تر بمبار وروسته.
په دغه بريد کي څو الوتکي سوځېدلي دي.
ايران وايي چي په دغه الوتکه کي ئې مرستي بار وې او صنعا ته ئې بشردوستانه مرستي رسولې.
د يوې ايرانۍ الوتکي د کښېناستو د مخنيوي په خاطر د صنعا ټول هوايي ډگر ويجاړ سوی.
د يمن چارواکو ويلي دي چي د هوايي ډگر تر بيا رغاولو پوري به پروازونه له حديده ښاره څخه کيږي.
سعودي عربستان د مارچ مياشتي له وروستيو راهيسي په يمن کي د حوثي ياغيانو پر ضد هوايي يرغلونه پيل کړي دي.
ايران او سعودي عربستان له څو کلونو راهيسي د ځينو هيوادونو لکه سوريه، عراق، لبنان، بحرين او يمن په ځينو سیمو کي په نيابتي جنگ اخته دي.
د صنعا په هوايي ډگر چي هسي هم څه نه وه پاته اوس نور هم ويجاړ سوی دئ.
ايران پر يمن باندي د سعودي عربستان تر هوايي بمباريو دمخه صنعا ته خپل ملکي پروازونه پيل کړي ول.
د هغه شرک الوتکي (ماهان اير) چي د سعودي عربستان جنگي الوتکو ئې د صنعا په هوايي ډگر کي د کښېناستو مخه نيولې ده، دمخه لا د امريکا متحدو ايالاتو له خوا داسي شرکت پيژندل سوی وو، چي په سيمه کي د حزب الله او نورو وسله والو ډلو ته وسلې او تجهيزات رسوي.