1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان او افغان حکومت مستقيمې خبرې پیلوي؟

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

حکومتي چارواکي وايي چې د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې به د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ مستقیمې خبرې پيل شي. طالبانو بیا د اعلامیې له لارې دغه خبرې رد کړي دي.

Katar Doha Afghanistan Friedensgespräche (picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko)
انځور: picture alliance/AP Photo

په افغانستان کې د سولې د چارو له پاره د تازه جوړ شوي وزارت وزیر عبدالسلام رحیمي پرون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۷ نیټه) وویل چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو اونیو کې د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ مستقیمي خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابو یوه کال راهیسې طالبان له امریکايي چارواکو سره د افغان سولې په هکله خبرې او مذاکرات کوي او تل یې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړي دي. طالبان د افغانستان اوسنی حکومت د امریکا ګوډاګۍ اداره ګڼي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سلام رحیمي، په خپلو خبرو کې پرته له دې چې نور جزئیات وړاندې کړي، وویل چې د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې به یو ۱۵ کسیز افغان پلاوی په یوه اروپايي هیواد کې مستقیمې خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد چې اوسمهال په کابل کې دی، په یوه ټویټ کې ليکلي چې د بین الافغاني مذاکراتو بل پړاو به وروسته له هغې صورت ونیسي چې زموږ خپل [د امریکا او طالبانو ترمنځ] توافقات نهايي شو وي.»

خلیلزاد د طالبانو او افغان پلاوي د مستقیمو مذاکراتو په هکله وویل چې په دې کتنه کې به د طالبانو استازي او یو ملي مرکچي ټیم په خپلو کې سره وویني. د نوموړي په خبره د افغان پلاوي په تشکیل کې به جګپوړي دولتي چارواکي، د کلیدي سیاسي ډلو استازي، د مدني ټولنې او میرمنو استازي ګډون ولري.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې له لارې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیلول رد کړي دي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «بین الافغاني مذاکرات به د ټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره وي، د کابل اداره به د حکومت په حیث نه بلکې د نورو سیاسي جهتونه په څیر یو جهت وي او دا کار به له امریکایانو سره د مهال ویش تر اعلان وروسته کیږي.»

افغان حکومت تل د افغانانو په مالکیت او مشرې د سولې پر خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو تر اوسه پورې د حکومت دغه راز یوه دریځ ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې نن د جولای میاشتې په ۲۸ نیټه په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره کمپاینونو پیل شول او حکومت د ټاکنو په ترسره کولو باندې ټینګار کړی دی. 

AP /KH-NS

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل