1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالب مشرانو ریښتیا هم اوربند ته زړه ښه کړی؟

۱۳۹۸ دی ۷, شنبه

رپوټونه وایې، طالبانو د امریکا سره د سولې تړون تر لاسلیک دمخه اوربند سره موافقه ښودلې. له بلي خوا په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چي سر له سبا یکشنبې څخه ټولو افغانانو ته د ویزو ورکول بیرته پيلوي.

Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: AFP/K. Jaafar

د وال سټریټ ژورنال او یوشمېر نورو لویدیځو رسنیو د مختلفو رپوټونو پربنسټ ویلي، چې جګپوړو طالب مشرانو اوربند ته تیاری ښودلی دی.

اوربند ته د طالبانو د چمتوالي موضوع وروسته له هغې تاوده شوې، چې د طالبانو د قطر دفتر یوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او له هغه ځایه د افغانستان هلمند او ځينې نورو ولایتونو ته د ملا برادر په مشری د طالب پلاوو د سفر راپورونه هم خپاره شول.

د رپوټونو له مخې، ملابرادر په هلمند کې له طالب قوماندانانو سره د اوربند پرعملي کولو باندي خبرې کړي دي.

د قطر دفتر په رسمي توګه پاکستان او هلمند ته د ملابرادر په مشرۍ د طالب پلاوي د سفر پخلی نه دی کړی.

افغان خبریال او شنونکي سمیع یوسفزي چې په قطر کې یې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې له نږدې څارلي، دویچه ویله ته وویل، ډيری طالب مشرانو له یوې اونۍ تر لسو ورځو اوربند سره موافقه کړې ده.

خو ایا د طالبانو مشر هم د اوربند دا پریکړه لاسلیک کړې؟

ښاغلی سمیع یې په اړه وايي:

«دغه اوربند به یواځې په ښاري سیمو کې وي، دا پریکړه لا د طالبانو مشر ملا هیبت الله نه ده امضا کړې، خو د طالبانو اکثریت مشران پرې خوښ دي.»

د سمیع یوسفزي پروینا د اوربند موخه داده چې طالبان په عمل کې خپل منځي یوالی ثابت کړي.

دی زیاتوي کې د اوربند پرمهال بریدونه وشول، نو ښايي د سولې خبرې کومې موخې ته ونه رسیږي.

انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د شنونکو پر باور د سولې د خبرو پرمهال په کابل او بګرام کې بریدونو امریکایان شکمن کړي چې ګواکې طالب پوځي مشران د سولې پر خبرو باور نه لري.

سمیع یوسفزی وايي:

«اوربند د طالبانو لپاره یو امتحان دی، که په دغه موده کې کوم برید ونه شو بیا امریکا تیاره ده چې د سولې خبرې په چټکی سره پرمخ یوسي.»

یوسفزی زیاتوي چې د اوربند پرمهال به امریکا هم پر طالبانو خپل برېدونه دروي.

اوس چې طالبان او امریکایان د سولې په خبرو کې دومره سره نیږدې بریښي، د افغان حکومت برخلیک به څه وي؟

سیاسي شنونکي عین الدین بیګ دویچه ویله ته وویل، دلته په کابل کې په حکومتي کچه او له حکومته بهر د سیاستوالو ترمنځ د بحث وړ موضوع انتخابات دي، خو هلته طالبان بیا د افغانستان پرسر له یوه زبرځواک سره موافقې ته نیږدې شوي.

«طالبان خوښ دي چې افغان حکومت په څېر له یوه ضعیف جریان سره د خبرو پرځای له امریکا سره چې زبرځواک دی خبرو ته ادامه ورکړي، داسې ښکاري چې دواړه لوري سره نیږدې شوي هم دي.» 

خو افغان حکومت تل د سولې په خبرو کې خپل ځان یو مطرح لوری بولي او ادعا یې داده چې د هغوی له موجودیت پرته د سولې هرډول خبرې کوم ځای نه شي نېولی.

د طالبانو ترمنځ پر اوربند د یوه خوله کېدو خبره خو ان ځینو سرچینو تردې بریده نږدې بللې چې ښايي دا یو اونیز یا هم لس ورځنی اوربند د نوې ۲۰۲۰ زیږدېز کال له پيل سره سم عملي شي.

طالب او امریکایي مرکچیانو په قطر کې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره تقریبأ لس پړاوه خبرې وکړې، خوپه کابل کې د طالبانو موټر بم برید سره سم د ولسمشر ترمپ یوه ټویټ دا خبرې په ټپه ودرولې.

د بلي خوا بیا څه کم دوه میاشتې وړاندې د پاکستان سفارت د امنیتي دلایلو په سبب د ویزې څانګه تراوسه تړلې وه.

په کابل کې د پاکستان سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«د پاکستان سفارت  قونسل گرۍ برخې ټول خدمتونه به سبا یکشنبې (د 2019 میلادي کال د ډسمبر 29مه)  له سره پيلیږي.»

په کابل کې د پاکستان سفارت په تېرو دوو میاشتو کې یواځې بیړنیو او سختو ناروغانو ته ویزې ورکولې.

انځور: DW/M. Müller

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پلازمینه کابل کې د خپلو ډيپلوماټانو د ځورونې له امله غبرګون ښودلی ؤ.

هاخوا راپورونه وایي، چې پیښور کې افغان کونسلګري هم بیرته پرانېستل شوې.

دا کونسلګري تېره اکتوبر میاشت پیښور کې پر افغان مارکیټ د پاکستاني پولیسو د چاپې په غبرګون کې تړل شوې وه.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب