1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د سپتمبر یوولسمې په څېر د بلې حملې احتمال؟

۱۴۰۳ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی دی چې له افغانستان د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱مې پېښې په څېر د ېوې بلې حملې احتمال موجود دی. شنونکي بیا وايي افغانستان کې د تروريستي ډلو وده نوې خبره نه ده.

 آصف دراني د پاکستان اکسپریس روځپاڼې ته ويلي چې له افغانستانه د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱مې په څېر د ېوې بلې حملې احتمال موجود دی
د آرشیف انځور - د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانیانځور: Yegor Aleyev/Tass/IMAGO

شنونکي د دراني د یاد خبرداري په تړاو وايي چې په افغانستان کې د هغو تروريستي ډلو وده چې نړېوال امنیت له خطر سره مخ کوي، کومه نوې پدېده نه ده.

د پاکستان اکسپریس تربیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ رپوت ورکړ چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، آصف دراني، ويلي دي چې له افغانستانه د ۲۰۰۱ کال سپتمبر يوولسمې پېښې په څېر د یوې بلې حملې احتمال د رامنځ ته کېدو په حال کې دی.

هغه ويلي دي چې نړۍ افغانستان هېر کړی دی.

دغې ورځپاڼې د دراني له قوله ليکلي دي چې په اوکراین او غزې تړانګه کې د روانو جګړو په دلیل، د افغانستان قضیه نوره په نړېوالو رسنیو کې لومړيتوب نه لري او د دغه هيواد خبرونه نور د ورځپاڼو په لومړیو يا وروستیو پاڼو کې نه خپريږي.

د هغه په خبره، همدا له پامه غورځول دی چې په افغانستان کې د لوږې بحران سربېره، تېر کال د نړېوالې ټولنې له خوا د ژمنه شوو مرستو یوازې یوه دريمه برخه ېې عملي شوه.

دراني د وضعیت په هکله داسې خبرداری ورکړی دی: «زه فکر کوم دا افغانستان د سپتمبر ۱۱مې مخکې شرایطو پر لور بیايي چې په واقعیت کې به پر [ېوې بلې] سپتمبر ۱۱ منتج شي.»

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

32:15

This browser does not support the video element.

د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان شاخې په ګډون، د مختلفو تروریستي ډلو د شتون په هکله اندېښنه ښودلې ده.  

دراني ويلي دي: «زما اندېښنه دا ده چې د داعش خراسان شاخه په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده او دغه مسئله په ایران او مسکو کې د هغوی د اقداماتو او دغه راز په پاکستان کې دننه د هغوی د اکثرو عملیاتو په دلیل، باید د سیمې او له سيمې ورهاخوا د ټولو له پاره د اندېښنې وړ وي. که داسې پېښې دلته پېښېدای شي، کېدای شي په يو بل ځای کې هم وشي.»

د داعش خراسان څانګې د روسيې پلازمینې مسکو ته نږدې د کنسرت پر یو سالون د خونړۍ حملې مسئولیت منلی دی. په دغه حمله کې تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل او په لسونو نور ټپیان شول. دغه ډله په ایران کې هم د ېوې حملې مسئوله پېژندل شوې ده.

خو طالبانو تل ټينګار کړی چې د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر ضد ګواښ شتون نه لري. د آصف دراني تر یادو څرګندونو وروسته، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند، حفیظ ضیا احمد، پر اکس ټولنیزې شبکې ولیکل: «د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د استازي ښاغلي اصف دُراني وروستۍ څرگندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه گڼل کېږي.»

دغه طالب چارواکي زیاته کړې: «نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.»

حفیظ ضيا احمد ليکلي چې افغانستان اوس په یو امن او باثباته هېواد بدل شوی او پر بهرنیو مرستو د اتکا پر ځای پر خپلو داخلي سرچینو د اقتصادي ځان بسیاينې له پاره هڅې کوي.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

34:51

This browser does not support the video element.

د پوځي چارو کارپوه، نثار احمد شیرزي، دویچه وله ته وویل چې تروريستي ډلې، له هغې جملې د داعش خراسان شاخې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ پر مهال د افغانستان د داخلي منابعو څخه په استفادې ځواکمن شوي دي: «د داعش خراسان څانګه چې د افغانستان له کانونو پېسې په لاس راوړي، لاپسې قوي کيږي»

خو طالبانو په افغانستان کې د داعش د ودې ادعا په پر له پسې توګه رد او ټينګار ېې کړی چې هېڅ تروریستي ډله نشي کولی د افغانستان خاوره پر بل هيواد د حملې له پاره وکاروي. خو د طالبانو د حکومت چارواکو په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر د حضور په تړاو رپوټونو په هکله څه نه دي ويلي. 

 شيرزی وايي د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې تر ډېره په دې هدف دي چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د چارو نوښتونه په خپل لاس کې واخلي: «پاکستان غواړي چې غرب او ځواکمن هېوادونه د طالبانو پر ځای پر پاکستان اعتماد وکړي.»

د پوځي چارو کارپوه، بسم الله تابان دويچه ویله ته وويل سربېره پر دې چې په دې هکله د پاکستان د یو رسمي چارواکي څرګندونې تازه دي، خو د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې بهرنۍ تروریستي ډلې ځواکمنې شوي دي.

د پوځي چارو پخوانی افغان شنونکی، محمد رادمنش، دویچه ويله ته وویل چې په افغانستان کې ګڼې تروریستي ډلې موجودې دي. هغه وايي دغه ډلې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې غښتلې او ډېر امکانات ېې په اختیار کې ورکړل شوي دي.

له بل لوري، د ملګرو ملتونو سازمان هغه رپوټونو چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په هکله ېې خپروي، هم راغلی چې د القاعده او داعش ډلې په دغه هېواد کې فعاله دي. دغه سازمان په خپل يو رپوټ کې چې د ۱۴۰۲ کال د پای کې ېې خپور کړ وویل چې القاعده توانېدلې چې په افغانستان کې ۸ کمپونه جوړ کړي.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

02:03

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب