1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا له عربي اماراتو څخه راغلو افغانانو د کرونا ګواښ ډېر کړی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

که څه هم په نړیواله کچه هوایي پروازونه بند شوې دي، خو په تېرو څو اونیو او ورځو کې د ځانګړو پروازونو له لارې زرګونه افغانان له متحده عربي اماراتو هېواد ته رالیږدول شوي. ډیري راغلي کسان په ياد هیواد کې کار او مزدورۍ کوي.

Afghanistan Coronavirus
د خوست ښارانځور: DW/F. Zahir

خوست او نورستان د هېواد وروستي هغه دوه ولایتونه دي چې تر اوسه له کرونا ویروس سپین اعلان شوې وو، خو وړمه ورځ په خوست کې د کرونا درې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د روغتیايي مسؤلینو په وینا په کرونا ویروس ککړ دوه کسان د اماراتو مسافر او یو د یوه مسافر زوی دی.

د خوست اوسیدونکي او حکومتي چارواکي د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، چې د عربي اماراتو مسافرو خوست کې د کرونا جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د خوست یوه اوسیدونکي کمین محمد انوري دویچه ویله ته وویل، په تېرو ورځو کې د خوست مختلفو سیمو ته لسګونه مسافر له اماراتو راغلي، خو له هر  ډول قرانطین پرته له کورنیو او خلکو سره یو ځای شوې دي، چې دې کار خلک سخت اندیښمن کړې دي.

نوموړی وایي: » پرون موږ د خوست کابل په لاره په خپلو سترګو ولیدل، چې په ډېرو موټرو کې د دوبۍ مسافر سپاره وو. موږ هره ورځ خبریږو، چې کلیو ته مسافر راځي، حکومت یې نه قرانطینوي. آن دوی خپله هم په کورونو کې ځانونه نه قرانیطینوي. د کورنۍ له غړو سره ناسته ولاړه کوي او خپلوان یې ستړي مه شې ته راځي.«

د خوست اوسيدونکي وايي چې په تيرو ورځو کې د خوست مختلفو سيمو ته په لسګونه مسافر له اماراتو راغلي ديانځور: DW/F. Zahir

ګل روف د خوست اسماعیل خېلو ولسوالۍ اوسدونکی دی او پنځلس ورځې مخکې له عربي اماراتو راغلی، خو له قرانطین پرته له کورنۍ سره یو ځای شوی. ګل روف خان وایي روغ رمټ دی او له کورنۍ سره خوشاله شیبې تیروي.

د قرنطين مرکز

خو ځینو کورنیو بیا خپله د کورنۍ هغه غړي تر قرانطین لاندې نیولي، چې له مسافرۍ راستانه شوي وي. د خوست مرکز متون اوسیدونکی ګل احمد وایي، وړمه ورځ یې له مسافرۍ یو کلیوال راغلی، خو وروڼو یې له کورنۍ لرې په یو خوندي ځای کې قرانطین کړی دی، څو معلومه شي چې د کرونا په ویروس خو به نه وي ککړ. ګل احمد وایي، د دغه مسافر کورنۍ له دې امله دا کار کړی، چې د خپلې کورنۍ د نورو غړو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ نه شي.

په خوست کې ډېر کم شمېر خلکو ځانونه قرانطین کړې ديانځور: DW/F. Zahir

د خوست عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري هم د عربي اماراتو راتلوونکي افغان مسافر خوست ته د کرونا ویروس د خپریدو د جدي ګواښ په توګه یادوي. 

نوموړي دویچه ویله ته وویل، په تېرو اونیو کې مسافر له کورنیو سره یو ځای شوې دي، خو اوس یې ورته قرانطین مرکز جوړ کړی او هر مسافر چې خوست ته راځي، لومړۍ به د قرانطین موده بشپړوي او بیا به له کورنۍ سره یو ځای کیږي. 

د هغه په خبره، یوازې د تیرې شپې تر دوو بجو پورې یې د کابل خوست په لاره او خوست ښار ته داخلیدونکي لسګونه مسافر او د سپرلیو موټر چلوونکي قرانطین کړې دي:

»موږ تېره شپه د امنیتي ځواکونو په همکارۍ ۵۴ مسافر چې یو شمېر د کویټ او ډېر یې له عربي اماراتو راغلي او خوست ته داخل شوي و، ومو نیول او قرانطین مرکز ته مو یووړل. دوی به د کرونا له ویرې ټاکلي موده قرانطین کې تیروي، چې معلوم شي کوم یو خو یې په کرونا نه وي ککړ. بیا به له کورنیو سره یو ځای کیږي.«

د خوست عامې روغتیا رئیس وایي، په دې ولایت یو پنځوس بستریز روغتون د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی دی، چې ډاکټرانو او ټولو طبي کارکوونکو ته یې د ځان ساتنې لپاره په کیټونو او نورو اړینو وسایلو سمبال کړی دی.

د خوست د عامې روغتيا رياست له عربي اماراتو څخه د افغانو راتلل د کرونا ویروس د خپریدو د جدي ګواښ په توګه یادويانځور: DW/F. Zahir

د خوست والي محمد حلیم فدایي بیا خبرداری ورکړی، چې له نن ورځې وروسته به خوست  ته له کابل او ولسوالیو څخه ښار ته هیڅ موټر ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي او په ښار کې به قرانطین هم سختوي. نوموړی که څه هم اندیښنه څرګندوي، چې خلک په ځانونو قرانطین نه عملي کوي، خو زیاتوي دوی هڅه کوي، چې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو او له نورو بیلابیلو لارو خلک دې ته تیار کړي، چې له کرونا څخه د خوندیتوب په موخه په ځانونو قرانطین عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په خوست کې ډېر کم شمېر خلکو ځانونه قرانطین کړې دي او ډېر خلک د کرونا ویروس پر وړاندې بابیزه چلند کوي، چې دغه حالت په خوست کې د کرونا ویروس د لا زیاتیدو ګواښ ډير کړی.

خبریال: فریدالله ظاهر - خوست

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب