1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا لویدیځي اروپا پر کرونا لاس برتوب وموند؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپا کي د کرونا د بحران پر وخت حالت باثباته بولي. په ځینو سیمو کي حتی د هغې څخه د وتلو خبرې کوي. د لومړنیو محدودیتونو کمیدو ته په کتو د دغه سازمان مشر د ډير احتياط څخه د کار اخیستو مشوره ورکوي.

Schweiz Genf | WHO: Adhanom Ghebreyesus, Generaldirektor der Weltgesundheitsorganisation
انځور: picture-alliance/dpa/M. Trezzini

د روغتیا د نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» د اټکل له مخي، لویدیځه اروپا ښایی د کرونا له بحران څخه د وتلو په حال کي وي. د نوموړي سازمان عمومي مشر تیدروس ادهانوم غیبریسوس، په ژنیو کي وویل: «په لویدیځه اروپا کي موږ له پاندیمي څخه د وتلو او باثباته کیدو حالت وینو.» خو هغه بیا هم خبرداری ورکوي چي د محدودیتونو پر کمیدو سربیره، د مثال په ډول پر تګ راتګ باندي بندیز چی د ویرسو له پراخیدو څخه یې مخنیوی هم کړی، باید له سخت احتیاط څخه کار واخیستل سي.

د اخته کسانو ژر معلومیدل

ساري ناروغۍ کیدای سي ډیر ژر له سره شیوع وکړي. له همدې کبله باید نوي اخته سوي کسان ډیر ژر وپیژندل سي، هغوی منزوی سي او هغه کسان هم قرنطین سي چی له هغوی سره په تماس کي ول. په آلمان او د اروپا په نورو هیوادونو کي په دا وروستیو کي د دغه ویرس د پراخیدو په وړاندي ځیني تدابیر او محدودیتونه راکم او یا هم له منځه ولاړل شي.

د نظافتي تدابیرو کمښت

د تیدروس په خبره، په شرقي اروپا، افریقا، مرکزي او جنوبي امریکا کی بیا برعکس اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.هغه وایي: «زیاتره هیوادونه لا ددغي پاندیمي په پیل کي دي، که څه هم د ټولو هیوادونو دری پر څلورمي برخي داسي پلانونه ترلاس لاندي نیولي چي څنګه کولای سي د هغې د پراخیدو پر وخت چلند وکړي، خو د هغو له نیمایی څخه هم کم یې ددغي پاندیمي له مخنیوي له پاره د نظافت او نورو ته د معلوماتو د ورکولو تدابیر ترلاس لاندي لري. په ځینو هغو هیوادونو کي بیا چی وختي اغیزمن سوي ول، دغه ویروس له سره پراخیږي.

تیدروس اټکل کوي: «دا واضح خبره ده چې زموږ په مخکي لا اوږده لار پرته ده . له دغه ویروس سره به د ډیر وخت له پاره لاس او ګریوان واوسو.»

د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله سطحه، د سږو د ناروغي یا کووید ۱۹ شاوخوا ۲،۵ میلیون پیښي ثبت کړي دي. شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د نوموړي ویروس له امله مړه سوي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب