1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا «متعادل فیشن» د ټولو مسلمانو ښځو خوښیږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

پټ او اوږده کالي، لويي عینکي او ښایسته زیورات: د «متعادل فیشن» جامې په دې ترتیب سره ډیرې مسلمانې او یهودې ښځي سره یو کوي. خو له دغه ډول جامو سره بیا مخالفتونه هم موجود دي.

Deutschland Muslim Fashion in Frankfurt
انځور: DW/A. Hakimi

د موډ اسراییلۍ بلاګره یودفات، خپل ځان پر انستاګرام باندي دا ډول ښیي. ښایسته ګلداره کالر لرونکي کمیس یې د سرو زرو زیوراتو سره پر تن کړی او سر یې هم په لنګۍ شکله ډول دستمال تړلی دی. دا په انترنیت کي په زرهاوو مینه وال لري. د «یودفات سټایل» تر نامه لاندي هغه د فیشن یو بلاګ لري. د هغې هم د «متعادله فیشن» کالي خوښیږي. دا ځکه چي نوموړې کمپنۍ د مذهبي ښځو دپاره هم کالي عرضه کوي.

د نوموړي کمپنۍ مراجعین اکثره وخت مسلماني ښځي او یا هم مذهبي یهوداني دي. د کالو خرڅولو بازار د نړۍ په سطحه ډیر تود دی او هر کال په میلیارډو ډالره ګټه کوي. د کالو کلکسیونونه یې د ډیزایني لیبلونو او همدارنګه په اندونیزیا، مالیزیا او جرمني کي د کالیو د تولید د کوچنیو فابریکو څخه راځي.

په دوبۍ او ترکیه کي هم د موډ او فیشن شرکتونه خپل ډیزاینونه د «متعادل فیشن» په اوونیو کې نندارې ته وړاندې کوي. په ځانګړې توګه بیا د روژې میاشت چی څو ورځي مخکي پیل سوې، د دغي کمپنۍ له خوا تولید سوو کالیو له پاره مناسب وخت دی. اکثرو لیبلونو خپل ځانګړي کلکسیونونه هم وړاندي کړي دي.

لویو مغازو لکه «H&M» او مانګو لا وختي د دغه شان جامو په جوړولو پیل کړی دی. همدارګه د آسوس په نامه آنلاین مغازه هم مراجعین د متعال فیشن جامې لکه لمني، اوږده کمیسان او همدارنګه د سر شالونه یا پوړینان پیدا کولای سي.

دا داسي جامې دي چي د معتقدو مسلمانانو ښځو تر څنګ د ډیرو مذهبي یهودانو ښځو هم خوښیږي. ځکه لکه څنګه چي د یهودو نارینه و د ژوند په طریقه کي چي ځیني مقررات اعتبار لري، هغوی د یهودي ښځو دپاره هم اعتبار لري. په دغو مقرراتو کي د نورو تر څنګ د کالو اغوستلو طریقه هم شامله ده: یهودي ښځي هم تر زنګنو او څنګلو پوري خپل بدن پټوي. تر واده وروسته هغوی پوړنی او یا خولۍ هم پر سر کوي.

انځور: DW/A. Hakimi

د فرانکفورت له یهودي موزیم څخه سارا سوزان وايي چي «متعادله فیشن» په ځانګړې توګه د انټرنیت د لاري په سرعت سره پراخ سوي او دغه ډول جوړو سوو کالو ته په تیرو کلونو کي تقاضا ډیره زیاته سوې ده.

خو د «متعادل فیشن» دغه ډول کالي جوړول شخړه ایز هم دی، تر ټولو ترمخه د پوړني پرموضوع باندي همیشه سخت بحثونه رامنځته کیږي. ځکه چي عصري مسلماناني او یهوداني چي غواړي فیشني کالي واغوندي او سربیره پر هغه غواړي دیني قواعد مراعت کړي، بیا د دغه شان جامو پر جوړولو نیوکه کوي ځکه هغوی نه غواړي ټیکړي پر سر کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب