آیا مهاجر د آلمان د حد اقل مزد له قانون څخه مستثنأ دي؟
۱۳۹۵ دی ۱۳, دوشنبه
له ۲۰۱۵ کال راهیسې په آلمان کې حد اقل مزد ټاکل شوی دی. د یوه رپوټ پر بنسټ اوس آلمان غواړي چې ځینې مهاجرو ته له دغه قانون څخه معافیت ورکړي، خو له دې څخه څوک اغیزمن کیږي؟
انځور: Getty Images/J. Koch
اعلان
د آلمان د «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ تر ټولو په لومړي قدم کې هغه کسان په دغه استثنأ کې شاملیږي چې په آلمان کې د خپل مسلکي وړتیا په رسمیت پیژندل کیدو په موخه باید خپلې مسلکي وړتیاوې نورې هم لوړې کړي.
همدا رانګه هغه مهاجر په دې ډله کې شاملیږي چې په یوه شرکت کې ځان د عملي زده کړو یا «پریکتیک» له پاره کاندیدوي ترڅو اسناد یې په آلمان کې له خپلو نورو هم مسلکانو سره یو شان او له ورته امتیازاتو څخه برخمن شي.
دغه خبره د آلمان د کار، مالي چارو وزارت او ښوونې او روزنې وزارت په یوه ګډ مکتوب کې راغلی ده. د یوه مهاجر له پاره د عملي زده کړو د مکلفیت موده یا د پرکتیک دوره، د هغه د وړتیا تر ارزونې وروسته ټاکل کیږي.
د ۲۰۱۵ کال په پيل کې په آلمان کې حد اقل مزد ۸،۸۴ ایرو وټاکل شو.
د اتحادیو نیوکې
د آلمان د سوداګریزو اتحادیو فدراسیون (DGB) د دولت پر پلانونو انتقاد کړی دی. د DGB د مدیره هیئت غړي شټیفن کورسل، «زود دویچه څایتونګ» ته وویل چې همدا سر له اوس نه «هغه مهاجر چې تر اوسه پورې له خپلو حقونو څخه هم لا خبر نه دي، د ارزانه کارګرو په توګه ترې کار اخیستل کیږي».
د آلمان د کارفرمایانو د اتحادیې کنفدراسیون (BDA) بیا دغه نیوکې رد کړي دي. د دوی په خبره دلته موضوع د ورته مسلکي زده کړې پر سر ده.
د دغه کنفدراسیون په خبره که همدا د حد اقل مزد موضوع عملي شي، بیا به نو د شرکتونو له خوا د کارګرانو د جذبولو له پاره امادګي کمه شي او دغو کسانو ته به د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو او کار امکانات کم شي.
۱۰ چنده زیات افغانان له آلمان څخه بېرته ستانه سوي
د رسنيو د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ کال تر ټولو زيات شمېر پناه غوښتونکي له آلمان څخه وتلي دي. د «زيود دويچه څايټُنګ» د خبر راپور پر اساس تقريبا ۵۵۰۰۰ مهاجر په ياد کال له آلمان څخه ووتل. نور معلومات په دغه راپور کي وګورئ:
انځور: picture-alliance/Ropi
د آلمان په مالي مرسته
آلمانۍ ورځپاڼي «زيود دويچه څايتُنګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۶ کال د آلمان په مالي مرسته ۵۵۰۰۰ مهاجر له دغه هيواد څخه په رضا وتلي دي. دغې ورځپاڼي د خپل راپور منبع کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره بللې ده.
انځور: DW/S. Padori-Klenke
د افغانانو ديپورت
په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال ۲۵۰۰۰ کسان ديپورت سوي چي د په رضا تلونکو مهاجرو نيمايي برخه لا نه جوړوي. له آلمان څخه په ديپورت سوو کي افغانان هم شامل ول.