هغه ناروغ لرونکي چي مخکي به له افغانستان څخه هند ته تلل، وايي چي د ویزې د نه ورکولو له امله له ستونزو سره مخامخ دي. په دا وروستیو کي د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چي د افغانانو له پاره به ویزه صادره سي.
اعلان
د اسماعیل په نوم د کابل یو اوسیدونکی چي د پښتورگي تکلیف لري، دویچه ویله ته وويل چي د پخواني حکومت تر سقوط مخکي به یې هند ته سفر کاوه او هندي ډکټرانو به تداوي کاوه، خو د حکومت تر سقوط وروسته نه سي کولای ویزه ترلاسه کړي.
هغه وایي: «زما ناروغي لا پسي ډیره سوې ده، دا ځکه چي نه سم کولای هند ته سفر وکړم. مخکي د هندي ډاکټرانو تر درملني لاندي وم او د هغوی دوا زما له پاره ښه وه، خو اوس مي وضعیت خراب سوی دی، ځکه چي هغوی ته لاس رسی نه لرم.»
په افغانستان کي د هند د ویزې صادرول او د قونسلگرۍ فعالیتونه د ۲۰۲۱م کال تر اگست وروسته وځنډیدل. په هغه وخت کي هندي ډیپلوماټانو افغانستان پریښود او د اضطراري ویزو اخیستل یوازي د آنلاین له لاري ممکن ول او د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د سیکانو ځینو ډلو د آنلایني ویزو څخه په استفادې سره هند ته پناه یووړه.
په دا وروستیو کي د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال ویلي دي چي هیواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د افغانانو له پاره به ویزې صادري سي. خو هغه په دقیق ډول نه دي ویلي چي د ویزې د ورکولو بهیر به څه ډول ممکن وي.
په هغه رپوټ کي چي د طالبانو تر کنترول لاندي ملي ټلویزیون له خوا خپور سوی دی، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د هند د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
له ګرمۍ سره د مقابلې لارې چارې
پاکستان او هند نن سبا د ګرمۍ له يوې شديدې څپې سره لاس او ګريوان دي. د ګرمو هيوادونو وګړي داسې لارې چارې پیژني چې د بدن په سړولو کې مرسته کوي. د مثال په توګه د مرچ خوړل، تيره رنګه لباس اغوستل او داسې نور.
انځور: Reuters/CNS/Chen Fei
د مرچو په خوړولو سره خوله کول
د نړۍ په هغو هيوادونو کې چې د تودښت درجه پکې ډېره لوړيږي، ډېر مرچ لرونکي خواړه کارول کيږي. دا کار يو دليل لري: مرچ له یوه اړخه د تیارو کړل شويو خوړو په ساتنه کې مرسته کوي. بل لوري ته مرچ د کاپسايسين په نامه مواد لري چې مغزو ته د بدن د تودښت درجې د لوړيدو پېغام رسوي او په دې توګه د خولې غدې فعاليږي. دا چې خوله بيا له پوست څخه تبخير کيږي نو دا څه د بدن د يخېدو باعث کيږي.
د «worldpopulationreview.com» په حواله بير هغه مشروب دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کارول کيږي. خو دا چې الکول لري نو له بدن څخه اوبه باسي او له دې کبله توصيه کېږي چې په ګرمو شپو او ورځو کې ترې بايد ډډه وشي. عين څه پر کافي يا قهوې هم صدق کوي.
په یوه څېړنه کې چې په ۱۹۸۰م کال کې په «Nature» مجله کې خپره شوې وه، په صحرا کې د تجربو په مرسته دا څيړل شوي ول چې آیا د لباس رنګ د ګرمۍ پر وخت څه رول لوبوي او که څنګه؟ د تجربو څخه ثابته شوې وه چې په رښتيا هم روښانه رنګونه رڼا ښه منعکسوي خو تور رنګه لباس بيا د بدن خپله تودوخه په شان سره جذبوي. مهمه داده چې په لباس که هغه تور او که سپين رنګه وي، تنګ يا چسپ بايد نه وي څو هوا بدن ته ورسېدلای شي.
انځور: Michael Weber/imageBROKER/picture alliance
د لمر چترۍ
پخوا به په تېره بيا آسيايي سيالانيانو اروپا ته د سفر پر وخت چترۍ له ځان سره راوړولې. اوس اروپایان خپله هم د لمر چترۍ کاروي څو ځان په تېره بيا هغه وخت له وچې ګرمۍ وساتي کله چې لمر پر خپل اوج وي. اوس د باراني چتريو داسې ماډلونه هم راوتلي چې د لمر وړانګې منعکسوي. د ګرمۍ د سختې څپې په ورځو او شپو کې سړی بايد د ورځې د ۱۲ او ۴بجو ترمنځ له باندې وتلو څخه ډډه وکړي.
انځور: Tiziana Fabi/AFP/Getty Images
لاسي پکې
په اروپا کې د برېښنا مخ پر لوړېدونکو بيو ته په کتو سره لاسي پکې له ګرمۍ سره په مقابله کې مرسته کولی شي. دغه لاسي پکي ۴۰۰۰ کاله ترمخه په مصر کې کاريدلې. دغه پکې چې ښايي سرچينه یې له جاپان او يا چين څخه اخيستي وي، اوږده موده يوازې شتمنو خلکو کارولې او د ښه مالي حيثيت سمبول ګڼل کيدلې.
انځور: Burak Akbulut/AA/picture alliance
د لاسونو د بندونو څټل؟
ګرمۍ ته د ماتې ورکولو يو تخنيک چې آن کانګرو او بيزوګان یې کاروي، ډېر پاک نه بريښي خو ښايي ګټه ولري. زموږ د لاسونو بندونه د نبض نقطې لري، کله چې هغه په ژبه وڅپل شي، نو د خولې لعاب لکه د خولو تاثير لري او په دې توګه د بدن پوست يخيږي. له دې څخه ثابتيږي چې په اوبو د لاسونو او همدا راز د تندي او مرې لوندول د ګرمۍ په مقابل کې ګټه لري.
انځور: Reinhold Tscherwitschke/picture alliance
ونې او ځنګلونه ډېره مرسته کوي
ځنګلونه لکه د لويو ايرکانديشنونو په څېر عمل کوي: ونې او بوټي نه يوازې ډېر اړين سيوری برابروي، بلکې پر دې سربيره د اوبو د تبخير پروسې پر وخت د خپلو ريښو له لارې اوبه جذبوي او د پاڼو له لارې یې بيرته خارجوي چې په دې توګه چاپيريال يخيږي. څېړنو ښوولې چې ونې لرونکې ساحې د هغو په پرتله چې ونې نه لري، دوه تر دريو ساتني ګراد درجې يخې وي.
انځور: Patrick Daxenbichler/Zoonar/picture alliance
زرغونې ودانۍ؟
اتريشي مهندس فريدرش هندرت واسر مناسب کار کړی دی: د هغه کور چې د ويانا يو مشهور د لیدو ځای هم دی، د هغو کسانو له پاره کيدای شي يو مثال وي چې غواړي طبيعت او مهندسي سره يوځای کړي او زرغون کورونه جوړ کړي. د اقليم بدلون ته په کتو سره دا ښايي يو اوږد مهاله حل وي څو کورونه او چاپيريال يخ وساتل شي.
انځور: Dostmann/Fotostand/picture alliance
انځورونه1 | 11
فطرت ویلي دي: «افغانان په هند کي د تجارت، روغتیا او تحصیل په ډگر کي ډېري اړتیاوي لري، که هند دغه پروسه پیل کړي، نو د ډېرو افغانانو ستونزي به حل سي.»
د هغې اعلامیې له مخي چي د هند سفارت پر انترنتي پاڼه لیدله کیږي، هغه افغانان چي غواړي ویزه واخلي، یوازي د آنلاین له لاري کولای سي د ویزې غوښتنه وکړي.
په کابل کي یوې سرچینې، دویچه ویله ته وویل چي د افغانانو له پاره د ویزې اخیستل، یوازي د آنلاین له لاري ممکن دي، دا ځکه چي په کابل کي د هند سفارت او قونسلگري فعال نه دي.
د افغانستان ځینو اوسیدونکو، په تیره بیا ناروغانو او ناروغ لرونکو کسانو د هند له خوا د ویزې د ورکولو خبر د اوریدو له امله خوشحالي څرگنده کړې ده. د کارپوهانو په خبره دغه کار به د تجارت پر ودې باندي هم اغېز وکړي.
د طالبانو د حاکمیت څخه درې نيږدې کاله وروسته هم د دغي ډلي حکومت د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل سوی.
په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکي، د افغانستان او هند ترمنځ ډیپلوماټیکي اړیکي دوستانه وې او ډېرو افغانانو د تجارتي او روغتیايي مقاصدو او تحصیل له پاره هند ته تگ راتگ درلود، خو په وروستیو نيږدې دریو کلونو کي د قونسلي اړیکو د نه موجودیت له امله، هند ته د افغانانو سفرونه محدود سوي دي.
نوی ډیلی؛ له زده کړو پاتې افغانانو له پاره د انګلیسي کورس