1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا پاکستاني پوځيانو په خوست کې ځینې کورونه تلاښي کړي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د خوست د ګربزو د زن شوره کلي ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې تر يوې نښتي وروسته پاکستاني پوځيانو ډيورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان اړخ ته کورونه تلاښي کړي دي. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې پر ټوله خاوره کنترول لري.

Entführung Taliban Pakistan
آرشيف انځورانځور: DW/Adnan Gran

د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ د زن شوره کلي ځيني اوسېدونکي وايي د تيري جمعې په ورځ له هغه وروسته چې ډيورنډ کرښي ته نژدې پاکستاني طالبانو د پاکستان پر يوې سرحدي پوستې بريد وکړ د پاکستان پوځيانو د خوست څو کلي په توغنديو ويشي.

دوی ادعا کوي چې پاکستاني پوځيان زن شوره کلي ته ورغلي او یو شمېر کورونه یې هم په دې نوم تلاښي کړي دي چې د پاکستاني طالبانو جنګیالي پیدا کړي.

د ياد کلي یوه اوسیدونکي چې خپل مستعار نوم اعجاز خان راپيژني دویچه ویله ته وویل، د پاکستان پوځ پوستې دوی ته نږدې پرتې دي او د تیرې جمعې په ورځ یې په درنو وسلو د دوی کلي وویشتل: »د تیرې جمعې په ورځ څو ډزې وشوې، پته ونه لګیده چې د دوی له خوا وشوې او که له دې خوا وشوې، خو دوی نوم ورته ورکوي چې د ټي ټي پي له لورې دا ډزونه شوې دي. له دې نه یو ساعت وروسته توپکونه، هاوانونه سپکې او درنې وسلې وې چې پنځه شپږ کیلو میټر افغانستان کې کلي وویشتل، درې څلور کسان ټپیان وشول.«

اعجازخان وایي تر دغي نښتي وروسته په سبا يې پاکستاني پوځيان چې په اردو او پښتو یې خبرې کولې، د دوی کلي ته ورغلي د یو شمېر کورونو دروازې يې ور ټکولي او پاکستاني طالبانو پوښتنه یې کوله.

نوموړي وویل:«زن شوره کلي سره دوی ډېر نږدې سرحد لري، تقریبآ سل یو نیم سل متر کې زموږ کور دی او د دوی پوسته ده. دوی ډېر وخت زموږ کلې ته راځي، چې په لاره کې او یا د کور مخې دې ووینې غږ درباندې کوي. دوی جمعې ورځې په سبا راغلل په پښتو یې خبرې کولې پنجابیان هم ورسره ول. زموږ درې خپلوان د ترور زامن مې کیږي هغوی د کلي سر کې دي، د دوی کورونو دروازې یې وروټکولې او پوښتنې یې ترې کړي. دا پوښتنه یې کوله، چې پاکستاني طالبان راځي، تاسې دلته شپې ورکوئ، چای او ډوډۍ ورکوئ، تاسې یې حمایه کوئ. خو دا واقعیت نه دی دلته کوم وسله وال نه دي راغلي.«

په خوست کې د پاکستاني الوتکو بمبارۍ درنه مرګ ژوبله اړولې

د زن شورې کلي دغه اوسیدونکي وایي چې د پخواني حکومت وروسته پاکستاني پوځیان په ډاډه د دوی کليو کې ګرځي او هیڅ د ویرې احساس نه لري او داسي فکر کوي لکه پخپله پاکستان کې چې ګرځي. دوی وايي د دوی دوکانونو ته د سودا اخيستلو له پاره ورځي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خوست د پاکستان د پوځ له لورې برید او د افغانستان په خاوره کې د هغوی له لورې تلاښي ردوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل: «دا مطلق موږ ردوو، هیڅ حقیقت نه لري، هیڅوک نه شي کولی چې زموږ هېواد ته او یا زموږ عرضي تمامیت ته په چپه سترګه وګوري.«

خو د ګربزو ولسوالۍ یو اوسیدونکی احمد دویچه ویله ته وویل چې د پاکستان د پوځ له ویرې ډېري کورنۍ د ګربزو ولسوالۍ نورو کلیو او د خوست مرکز ته کډه شوي دي: «له جمعې ورځې راهیسې چې برید شوی، ډېر کورنۍ له زن شوره او پرکي کلیو نه تللي. یوازې یو یو نارینه کور کې د دې له پاره پاتې دي، چې د کور سامان وساتي. تر پنځوس کډې به تللې وي. زموږ خلک د ډيورنډ ها غاړې سیدګیو سره د خپلوۍ اړیکې لري. هغوی همدا خبره کوي چې ډېر پوځیان سرحد ته درغلي لکه چې په دې سیمه برید کوي.»

د خوست امنیه قوماندانۍ له پاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز، که څه هم د پاکستان پوځ وروستي توغندي برید او د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو تلاښي ردوي، خو وایي چې یوه اونۍ وړاندې افغان طالبانو او د پاکستان پوځ ترمنځ د ګربزو ولسوالۍ په مستربل سیمه کې پر سرحدي ستوونزه د سپکو او درنو وسلو جګړه شوې وه.

نوموړی وایي چې په سرحد کې د طالبانو سرحدي سرتیري موجود دي.

دوې ورځي وړاندي د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم د خپل پلار د مړینې تلین لمانځلو په مراسمو کې د ګاونډیو هيوادونو له ستوونزو شکایت وکړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل