په اسلام آباد کې د یوه سیمینار په ترڅ کې وینا والو وویل چې چارواکي دغه مسله نه درک کوي. هغوی د ثبوت په توگه ادعا وکړه چې په هیواد کې په دې تړاو د اوبو کومه پالیسي نه ده موجوده.
د واپډا یا پاکستان د اوبو او بریښنا پرمختیا ادارې پخواني مشر شمس الملک په خپله وینا کې وویل: «پاکستان د اوبو کومه پالیسي نه لري او د پالیسۍ جوړونکو چلن د غیر حاضرو ځمکو خاواندانو په څیر دی. د دغه چلن له کبله پر اوبو د ځمکو خاوندانو یو ډول اجاره خپله کړې او غریبان له خپلې برخې محرومه دي. لهذا په پاکستان کې د اوبو مسلې سیاسي شکل غوره کړی دی.»
په بهاولپور کې د اوبو د چارو کارپوه عرفان چوهدري، د شمس المک دا خبره تائیدوي چې د اوبو مسله سیاسي شوې ده. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په پاکستان کې د اوبو پر مسله باندې سیاست کیږي، چې له کبله یې د اوبو زیرمې نه شي جوړیدای. په تیرو څلورو لسیزو کې د اوبو د زیرمه کولو کومه ستره پروژه بشپړه نه شوه. پاکستان په داسې سیمه کې دی، چې اورښت تل یو ډول نه وي. په ډیر کم وخت کې ډیر زیات بارانونه کیږي. د اوبو د زیرمو د نامناسب شمېر له کبله موږ اضافي اوبه نه شو استعمالولی.»
هغه ویلي دي چې له دې کبله ډیري اوبه سمندر ته ځي. د عرفان چوهدري په خبره کې که چیرې په همغږۍ سره د اوبو نوې زیرمې رامنځ ته نه شي، نو په راتلونکو لسیزو کې به هیواد د اوبو له سخت قلت سره مخامخ شي، ځکه چې یوازې د دیرشو ورځو اوبو د زیرمه کولو ظرفیت موجود دی. د هغه په خبره که چیري وضعیت همداسې دوام ومومي نو هیواد به د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي چې له کبله یې ښایي سیاسي ترینگلتیا هم ډیره شي او د ایالتونو تر منځ د ناندریو سبب هم گرځیدلی شي.
د فیصل آباد له زراعت پوهنتون څخه حامد شاه د دې ستونزې په هکله وایي چې زموږ د اوبه خور نظام د هغه وخت دی چې په بنسټیزه توگه په کال کې د یوه فصل له پاره په پام کې نیول شوی وو، خو اوس په کال کې درې، درې فصله کیږي او له دې کبله د اوبو استعمال هم ډیر شوی دی: «ټیوب ویلز (ژورو څاه گانو) څخه استفادې دغه وضعیت لا پسې پیچلې کړی. په هیواد کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه مخ پر کمیدو ده.
په ۱۹۵۱م کال کې د نفر پر سر ۵۲۰۰ کیوبک متره اوبه وې، چې اوس یوازې ۸۰۰ کیوبک متره، ته رارسیدلي دي. د پنجاب ایالتي حکومت اوس د اوبو د پالیسۍ مسوده چمتو کړې ده. داسې ښکاري چې حکومت خپله توجه د مېترو، سرویسونو او سړکونو پروژو ته اړولې ده او د اوبو په شان مهمه مسله یې له پامه غورځولې ده. دغه څه به نه یوازې زراعت ته زیان واړوي، بلکې د هیواد صنعت به هم زیانمن کړي.»
د مرکزي حکومت د پلان کمېسیون یوه چارواکي د نوم د ښوولو په شرط د دویچه اردو څانگې له خبریال سره په خبرو کې پر دې باندې اعتراف کړی دی چې په هیواد کې د اوبو د کمښت په هکله کومه پالیسي نه شته: «حکومت په تیرو یوولسو کلونو کې په دې نه توانیدلی چې آیا د اوبو پالیسي د پلان کمېسیون جوړه کړي، که د اوبو او بریښنا وزارت. اوسني حکومت دا پریکړه چې دغه پالیسي به د اوبو او بريښنا وزارت جوړوي. وزارت د اړونده پالیسې مسوده جوړه کړې ده.» هغه ویلي دي چې اوس به وکتل شي چې څه وخت دغه پالیسي وروستی شکل غوره کوي.
د دغه چارواکي په خبره د کومې پالیسې یا تگلارې پرته په هیواد کې د اوبو ۸۵ پروژې دي چې پکښې د بهاشا او منډا په شمول ځیني واړه بندونه شامل دي. پر دې سربیره د نهرونو د پراخوالي ځینې پلانونه هم شته.
په پاکستان کي د موسمي بارانونو انځورونه(له ارشيف څخه)
پاکستان موسمي بارانونو سخت اغیزمن کړی
په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله د وژل شویو کسانو شمیر شاوخوا درو سوو تنو ته رسیدلی دی. په سلونو کورونه په بشپړه توگه له منځه تللي دي. د اورښتونو له کبله د ښارونو په منځ کې کوڅو د نهرونو بڼه غوره کړې ده. انځور: Reuters/O.Saleem د پنجاب ایالت د گجرانواله په شا او خوا سیمو کې سیلابونو ډیرې خرابۍ رامنځ ته کړی دي او په یو نیم ځایونو کې د کورونو د بامونو پر سر اوبه روانۍ دي. په دغه انځور کې گجرانواله ته څیرمه د وزیر آباد په سیمه کې یو مسجد په اوبو کې ډوب ښکاري.
انځور: Reuters/Mani Rana د هر کال په شان سږ کال هم د سختو موسمي بارانونو له کبله د لاهور ښار د ایټالیې د وینس، ښار شکل غوره کړی وو چې خلک د پاخه سړک پر ځای د کښتیو په واسطه له یوه ځای څخه بل ځای ته تلل. په لاهور کې د کانال زیسیون سیستم په بشپړه توگه ناکاره شوی دی.
انځور: REUTERS/M. Raza د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد، په اطرافو کې یوه پوځي څرخي الوتکه د یوه کور پر چت موجود خلک یوه خوندي ځای ته انتقالوي. د سختو اورښتونو له کبله بې شمیره کلي اوبو لاندې شوي دي او ډیر شمیر کورونه بیا په بشپړه توگه له منځه تللي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Naveed سږني موسمي اورښتونه دومره سخت ول چې د ډیری شمیر کلیو د اوبو لاندې کیدو سربیره په ښارونو کې هم ورته وضعیت وو. په دغه انځور کې ښکاري چې د راولپنډۍ ښار یو تن اوسیدونکی له خپل کور څخه د اوبو خالي کولو په حال کې دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem د لاهور بې وسه ښاریان له یوه اړخه له کورونو اوبه د باندې باسې، او کورونه یې بیا له اوبو څخه ډکیږي، ځکه چې د کورونو د باندې هم هر لوري ته یوازې اوبه دي.
انځور: REUTERS/S. Farid د لاهور په یو شمیر سړکونو او کوڅو کې څلور فوټه اوبه ولاړي دي. په دغسې یوه حالت کې پر موټر سایکل او یا هم موټر کې سفر نه شي کیدای. له دې کبله خلکو د تگ راتگ له پاره یو ځل بیا گاډیو ته مخه کړې ده.
انځور: Reuters/M.Raza د لاهور پر سړکونو هر لور ته اوبه تر سترگو کیږي. ویل کیږي چې د شاه جمال په ناحیه کې خلکو په وړو کښتیو کې تگ راتگ کاوه. د چناب، راوي، ستلج په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه او په یو شمیر نهرونو کې د درزونو له کبله ډیری شمیر کلي تر اوبو لاندې شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali په لاهور کې د یو شمیر زړو کورونو د چتونو د لویدو له کبله، یو شمیر انسانانو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده. په سړکونو او لارو کوڅو کې د اوبو له کبله خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي دي او یا باید د تگ پر مهال لکه چې په دې انځور کې ښکاري په څو فوټه اوبو کې تگ ته زړه ښه کړي.
انځور: REUTERS/M. Raza د سیلابونو د راتلو له خبرونو سره سم د پاکستان پوځ هغو سیمو ته خپل سرتیري واستول چې د سیلابونو له کبله پکښې د زیان رامنځ ته کیدو امکانات وو. په دغه انځور کې يوه پوځي څرخي الوتکه د اسلام آباد په اطراف کې د مرستو رسولو په حال کې ده.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem د سختو اورښتونو له کبله سړکونه تر اوبو لاندې شول او د یو شمیر موټرو ماشینونه هم ناکاره شول. په دغه انځور کې ښکاري چې د یوې رېکشا ماشین خراب شوی.
انځور: REUTERS/M. Raza د لاهرر ښار یوه بله څنډه چې د بارانونو وروسته په سړک کې کنده جوړه شوې. کندې ته ورلویدلي موټر د راایستلو هڅه کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali د لاهور ښار سړکونه پر سیندونو اوښتي دي. خلک د تگ راتگ پر مهال ډیر په احتیاط سره قدمونه اخلي، ځکه چې په هر ځای کې د پښې ښویدو امکان شته.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali راولپنډۍ ته څیرمه له سیلاب څخه اغیزمن شوي یو شمیر خلک د خپلو کورونو د خرابیو تر څنگ ولاړ دي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem په لاهور ښار کې خلک د خپل ورځني ضروروتونو د پوره کولو له پاره مجبوره دي چې له کورونو راووځي او په اوبو کې مزل وکړي. په پورتني انځور کې لیدل کیږي چې یوه سړي خپل ماشوم په غیږ کې نیولی دی او له اوبو تیریږي.
انځور: Reuters/O.Saleem